د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ موسیقي، سینما او کلتوري کارونه څومره اغېزمن شوي؟

د موسیقۍ ملي انسټټيوټ

د عکس سرچینه، Getty Images

موسیقي، سینما او کلتور هغه څه دي چې په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې ډېر کار ورته شوی و خو د جمهوریت له سقوط سره د دغو صنعتونو راتلونکی نا معلوم دی.

ګڼو هنرمندانو او د سینما برخې کارکوونکو یا هېواد پريښی او که په وطن کې دي نو له خپل هنره یې د طالبانو له وېرې لاس اخیستی دی.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ د یو کلنۍ په مناسبت د بي بي سي د رپوټونو په لړۍ کې مو دا ځل په هېواد کې د موسیقۍ او سینما وضعیت ته لنډه کتنه کړې.

د طالبانو سرپرست حکومت ویلي چې موسیقي اورېدل حرام دي او د ځینو خلکو په باور، دوی د تېرې دورې پرتله له فکري پلوه چندان بدلون نه دی کړی.

په داسې حال کې چې دا ځل په خپل حاکمیت کې طالب مشرانو له موسیقي سره نرم چلند کړی خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې کله ناکله په دې تړاو خپل توند دریځ ښکاره کړل.

د بېلګې په ډول په هرات کې یې د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ غږول منع کړي دي.

تر دې هاخوا د سقوط په لومړیو شپو ورځو کې پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډيوګانې هم خپرې شوې چې پکې ښکارېدل، طالبانو په ځينو سیمو کې د هنرمندانو د موسیقۍ الې ماتې کړې او دوی یې سپک کړي دي.

افغانستان د جغرافیه يي موقعیت له امله په سیمه کې د بېلابېلو کلتورنو اغېزمن شوی او د بېلابېلو هېوادونو فرهنګونو په، ځانګړي ډول موسیقۍ یې پکې ډېره وده کړې.

"طالبانو پر افغان موسیقۍ یو ځل بیا توره پرده غوړولې"

سرمست

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت بنسټګر احمد ناصر سرمست وايي، " هنرمندان د موسیقۍ له لارې د ګټې وټې کولو حق نه محروم شوي او یو ځل بیا طالبانو د افغانستان پر موسیقۍ توره پرده غوړولې او هڅه کوي چې د افغانستان موسیقي له منځه یوسي."

په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د ډېری ټلویزیونونو او راډیوګانو د خپرونو اکثره برخه سندرو او د موسیقۍ پروګرامونو ته ځانګړې وه. ترڅنګ یې په کابل او ځینو ولایتونو کې د موسیقۍ د زدکړې لسګونه مرکزونه جوړ شوي وو.

په کابل پوهنتون کې د موسیقۍ ملي انستیتیوت په نوم ځانګړی ډیپارټمنټ جوړ شو چې په دې برخه کې د افغانستان تر ټولو لوی ښوونیز مرکز و.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت په لنډه موده کې خورا مشهور او ګڼې نړیوالې جایزې یې وګټلې.

زهرا ارکستر یې مهمه برخه وه چې تر ډېره یې غړې ښځينه وې. اوس له هېواده وتلي او په پرتګال کې خپل تمرینونه کوي.

د دغه بنسټ مشر احمد ناصر سرمست وايي، د افغانستان موسیقۍ په تېرو کلونو کې اوږده لاره ووهله، خو اوس چې له صحنې لرې شوی، په وینا یې ژر به له قوت سره بیا صحنې ته راشي.

ښاغلی سرمست زیاتوي، " دا ځل هم د طالبانو د پخوانۍ دورې په څېر د افغانستان خلک د موسیقۍ له ټولو حقونو محروم کړای شوي دي. نور د افغانستان خلک د موسیقۍ د زدکړې او د اورېدلو حق نه لري. د موسیقۍ غږولو یا یې په پروګرامونو کې د ګډون حق نه لري. هنرمندان د موسیقۍ له لارې د ګټې وټې کولو حق نه محروم شوي او دا انساني حق ترې اخیستل شوی دی. یو ځل بیا طالبانو د افغانستان پر موسیقۍ توره پرده غوړولې او هڅه کوي چې د افغانستان موسیقي له منځه یوسي."

خو د منتقدینو په باور په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان دودیزې او سیمه ییزې موسیقۍ خپل ځای ونه شو ساتلی او له غربي او د ګاونډیو هېوادونو له موسیقۍ اغېزمنه شوه.

خو اوس څنګه؟

د طالبانو له راتلو سره د افغانستان له ټلویزیونونو او راډیوګانو موسیقي نژدې ورکه شوې، ځکه چې دوی له سینما او موسیقۍ سره جوړ نه دي.

د کابل خرابات کوڅه کې اوس زمزمې خاموشې دي

د کابل خرابات کوڅه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کابل په خرابات کوڅه کې د محلي هنرمندانو د روزلو مرکز او د موسیقۍ الاتو د پېر او پلور ګڼې هټۍ وې، له دې کوڅې د تېرېدو پر مهال د محلي سندرو زمزمې کېدې، خو نن پکې بشپړه چوپتیا خپره ده.

د طالبانو پخوانۍ دوره کې هم د دوی له هنري او تاریخي اثارو سره نه لګېدله، ښکاره بېلګه یې په ۲۰۰۰م کال کې د بامیانو د بودا مجسمې نړول دي. دا تاریخي او ارزښتمنه مجسمه یې په ټانکونو وویشتله او ویجاړه یې کړه چې د نړیوالو او د تاریخي اثارو د خوندیتوب ادارو سخته غصه یې راوپاروله.

د طالبانو په تېر رژیم کې د موسیقۍ اورېدل حرام وو.

هېڅ ټلویزیون، ان ملي ټلویزیون هم خپرونې نه درلودې او د فلمونو کتونکو او د غږیزې موسیقۍ اورېدونکو ته سزا ورکول کېده.

موټرچلوونکي به تلاشي کېدل او که د سندرو کیسټ به ورسره ونیول شوه نو له جزا سره مخ کېدل. د افغانستان پر بېلا بېلو لارو د طالبانو په پاټکونو کې داسې ستنې تر سترګو کېدلې چې د ماتې شوې کیسټې او ترې راوتلي پټۍ به پکې ځوړندې وې.

اوسمهال هم د افغانستان له رسنیو موسیقي نژدې لرې شوې او تصویري رسنۍ د سریالونو له خپرولو منع شوې دي.

د کابل په خرابات کوڅه کې د محلي هنرمندانو د روزلو مرکز او د موسیقۍ الاتو د پېر او پلور ګڼې هټۍ وې، له دې کوڅې د تېرېدو پر مهال د محلي سندرو زمزمې کېدې، خو نن پکې بشپړه چوپتیا خپره ده.

ځینو سندرغاړو یا وطن پریښی او یا یې د طالبانو له ډاره له موسیقۍ لاس اخیستی دی.

ځینې یې بیا له وطنه بهر د افسوس سندرې زمزمه کوي.

له هېواده تللي هنرمندان بهر کې پر فلم جوړولو بوخت دي

صحرا کریمي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان فلم پخوانۍ مشره صحرا کریمي وايي، "په ټوله کې سینما او فلم جوړونه په ښه وضعیت کې نه دي. ځکه، نوي قانونونه پلي شوي چې ښځې باید په فلم کې ونه لوبېږي او نه هم د سینما په برخه کې کار وکړي."

په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې لسګونه د فلم او سریالونو جوړولو پروډکشنونو فعالیت کاوه او د ټلویزینونو لپاره یې خپرونې چمتو کولی.

په دې کې افغان فلم هم شامل و.

صحرا کریمي د تېر حکومت له سقوط وړاندې د دغه بنسټ وروستۍ مشره وه.

بي بي سي ته یې وویل، سره له دې چې د سینما له صنعته د تېر حکومت ملاتړ چندان نه و، خو بیا هم افغان سینمايي فعالانو په نړیواله کچه ښه موقف درلود.

اغلې کریمي وايي، "په ټوله کې سینما او فلم جوړونه په ښه وضعیت کې نه دي. ځکه، نوي قانونونه پلي شوي چې ښځې باید په فلم کې ونه لوبېږي او نه هم د سینما په برخه کې کار وکړي. دا پخپله یو لوی خنډ دی، ځکه چې په تېرو څو کلونو کې سینمايي فعالیتونه د ښځو په لاس کې وو."

د افغانستان ځیني هنري او مستند فلمونه په نړیوالو فلمي فیستیوالونو لکه، کن او ولوکارنو کې نندارې ته وړاندې شول او لسګونه ځوانانو د سینما اکاډمیو ته لار ومونده.

اوس د فلم او هنر مینه والو سترګې جلا وطنه شویو افغان لوبغاړو او هنري اداکارونو ته دي.

افغان فلم جوړونکې صحرا کریمي د ايتالیا په روم پوهنتون کې د زدکړو ترڅنګ د "پرواز از کابل" په نوم د یوه فلم پر جوړولو بوخته د.

یوه بله فلم جوړونکې شهربانو بیا د "کابل جان" په نوم فلم جوړوي.

فلم

د عکس سرچینه، Getty Images

د "خانه فلم رویا" په نوم د فلم جوړولو کمپنۍ مشره رویا سادات، چې له سقوط وروسته امریکا ته تللې، د څو فلمونو او انعامونو ګټلو کارنامه لري، چې پکې "رازهای این خانه" (د دې کور رازونه)، یا "بهشت خاموش" (غلی جنت) او "نامه ای به رییس جمهور" (ولسمشر ته لیک" فلمونه شامل دي.

اغلې سادات اوسمهال د "لبه های تیز صلح" په نوم فلم جوړولو باندې کار کوي.

دا وايي، " ټاکل شوې وه دا فلم سږ کال ثبت کړو، د بدیلو لارو په لټه کې یو. اسانه کار نه دی. په سختیو یې ډېر فکر نه کوم، ځکه ډارېږم چې داسې فکر ونه کړم چې جوړول یې نا ممکن دي."

په افغانستان کې تېر شل کاله هنر، موسیقۍ او ځینو فرهنګي فعالیتونو خورا پرمختګ وکړ، خو د تېر حکومت له سقوط سره دغه صنعتونو ډېر اغېزمن شوي دي.

خو یو څه چې پاتې دي هغه انټرنټ او ټولنیزو شبکو ته د عامو خلکو لاسرسی دی چې خلک په اسانه هر وخت یې چې زړه وغواړي، د خپلې خوښې موسیقي اورېدلی او فلمونه کتلی شي.