څومره خواږه وخورو څومره نه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, أماني القداح
- دنده, بي بي سي نیوز- عربي
ایا بوره د داسې نښو پیدا کېدو لامل کېدای شي چې د روږدي کېدو له نښو سره ورته وي؟ او که ناڅاپه د بورې پرېښودو پرېکړه وکړئ، نو د پرېښودو یا وایستل کېدو له نښو سره مخ کېږئ؟ همدا کار له ما سره هغه وخت وشو، کله مې چې هوډ وکړ بوره له خپل خوراکي رژيمه په بشپړ ډول لرې کړم، ځکه زه پوه وم دا هماغه اصلي لامل دی چې زه یې دوه کاله پرلهپسې د بېخوبۍ، سستي او همدارنګه د سر دردونو له حملو سره مخامخ کړی یم، چې ورځ تر بلې به زیاتېدې.
هغه اندازه بوره چې ما به د چای په پیاله کې اچوله، تل د دوستانو د ټوکو او ملنډو سبب وه، دوی به راته ویل: ته باید چای د بورې په پیاله کې واچوې. سره له دې، ما هېڅکله فکر نه دی کړی چې د خوب ستونزې مې د خوراکي بورې له اندازې سره تړاو ولري، خو کله مې چې د بېخوبۍ د لاملونو په اړه پلټنه وکړه، پوه شوم چې د بورې له ډېرو خوړلو سره د بېخوبي، خپګان او سستۍ نښې ټینګ تړاو لري.
هوډ مې وکړ چې بوره په بشپړ ډول او سملاسي پرېږدم، خو هغه نښې چې د دې پرېکړې له امله مې تجربه کړې، د نشهيي توکو د پرېښودو له نښو سره ډېرې ورته وې؛ د سر سخت درد، زړه بدوالی او دوه اونۍ دوامداره خپګان. نو ایا رښتیا هم داسې څه شته چې ورته "د بورې روږديتوب" ویل کېږي؟
دا اصطلاح هغه زیاتېدونکې لېوالتیا یا غوښتنه روښانه کوي چې انسان یې د خوږو خوړو لپاره لري، هغه خواړه چې د بورې (شکر) لوړه اندازه لري او له همدې امله خوږ خوند لري.
ډاکټر احمد قيراط، چې په تونس کې د چاغښت او اندوسکوپي متخصص دی، وایي څېړنې په بوره د روږديتوب په اړه یو ډول ګډوډ ضد او نقیض؛ ځینې څېړنې وایي دا روږديتوب واقعي دی او آن د نشهيي توکو د روږديتوب له درجې سره یوشان درجه لري، حال دا چې نورې څېړنې یې د سګریټو له روږديتوب سره ورته ګڼي او ځینې نورې څېړنې بیا وایي دا یوازې د بورې د خواږه خوند پر روږدي کېدو پورې تړاو لري، نه د هغې پر فزیکي ترکیب پورې.
موږ څومره بوره خورو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د برېتانیا د روغتیا وزارت سپارښتنه کوي چې "ازاد خواږه" - یعنې هغه خواږه چې له خوړو یا څښاکو سره اضافه کېږي، یا طبیعي ډول په شاتو، جوسونو او د مېوو او سبزیو په ناخوږو لرونکو اوبو کې موندل کېږي - باید د انسان د ورځنۍ کالورۍ (انرژۍ) له ۵٪ ډېرې نه وي.
مانا دا چې لویان باید د ورځې حد اکثر ۳۰ ګرامه ازاد خواږه یا بوره وخوري، چې نژدې اوه د بوري مکعبونه کېږي.
- ماشومان (۷–۱۰ کلن) باید له ۲۴ ګرامه ډېر بوره یعنې (۶ مکعبه) ونه خوري.
- ماشومان (۴–۶ کلن) باید له ۱۹ ګرامه ډېره بوره ونه خوري (۵ مکعبه).
- په یو بوتل کولا کې شاوخوا ۹ مکعبه بوره وي، چې له ورځني حد ډېره ده - آن د لویانو لپاره هم!
د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د ختیځې مدیترانې ډېرو هېوادونو کې، د شکر مصرف د هر کس لپاره د ورځې له ۷۰ ګرامو زیات شوی. په دې سیمه کې اوس د بورې خوړل په چټکۍ په ډېرېدا دي، چې دې بدلون د خلکو د خوراکي رژيم کیفیت کم کړی دی.
ډاکټر احمد قيراط وايي: د بورې خوړل دوبامین هورمون پیدا کوي، چې د خوشالۍ احساس رامنځ ته کوي. دا مغز ته د "جایزې" یا "مکافاتي احساس" په توګه ثبتېږي او دا کار په نالیدلي ډول انسان ته بوره زړه راښکونکې کوي.
همداراز، ستړیا، فشار، د فزیکي فعالیت کمښت او د اوبو لږ څښل انسان اړباسي چې د انرژۍ لپاره بوره وخوري.
د بورې د پرېښودو نښې

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر احمد قيراط وویل، د بورې د پرېښودو نښې د هر چا د روغتیايي حالت او د بورې د روږديتوب درجې پورې تړلې دي او دا نښې له یوه انسانه تر بله توپیر لري.
ځینې خلک، چې ناڅاپه بوره پرېږدي، له زړه بدوالي، ستړیا، سر درد او بېخوبۍ سره مخ کېږي. همداراز، رواني نښې لکه خپګان هم ښايي پیدا شي.
له بورې د مخ اړولو نښو د مخنیوي لپاره باید بوره په تدریجي ډول پرېښودل شي او له هغې سره روغتیایي بدیلونه وکارول شي.
د بریتانیا د روغتیا وزارت سپارښتنې:
هغه خواړه او څښاکونه کم کړئ چې ازاده بوره یا خواږه لري. د خوږو ګاز لرونکو مشروباتو پر ځای، اوبه، شیدې او بېبورې مشروبات وڅښئ.
ډاکټر احمد قيراط دا هم سپارښتنه وکړه چې باید کافي اندازه اوبه وڅښل شي، بدني فعالیت یا ورزش وشي، سالم او متوازن خواړه وخوړل شي او هڅه وشي چې له ذهني فشار یا سټرېس ځان وساتل شي.
هغه زیاته کړه چې په خوږو یا بورې روږدي کسان د تغذیې له یوه متخصص سره دوامداره اړیکه نیولی شي او د سلوکي تغذیې درملنه تر لاسه کړي، چې په دې سره خپل خوراکي عادتونه په منظمه او روغتیایي توګه بدل کړي او وتوانېږي چې بوره په سالم ډول پرېږدي.








