د عراق او پاکستان له زندانونو ۲۷۸ افغان بندیان خوشي او کابل ته ستانه کړل شوي

زندانیان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي
    • رپوټ له:, لندن

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان او عراق په زندانونو کې بندي لسګونه زندانیان خوشي او کابل ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت د دوی ټول شمېر ۲۷۸ تنه یاد کړی چې له ډلې یې ۱۲ تنه په عراق کې بندیان وو.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني بي‌بي‌سي پښتو ته وویل،‌ "په تېره اوونۍ کې ۲۶۶ تنه افغانان چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه شتون په تور نیول شوي وو، ازاد او هېواد ته را ستانه شوي دي."

په عراق کې افغان بندیان؟

ښاغلي حقاني که څه هم دا یاده نه کړه چې په عراق کې افغانان په څه تور یا جرم نیول شوي وو خو ویې ویل چې، "۱۲ تنه افغانان په عراق کې بندیان وو چې ښايي دغه هېواد ته د کار لپاره تللي وو. دوی بېرته ازاد شوي او په عراق کې د افغانستان سفارت په همکارۍ د ایران له لارې خپل هېواد ته را رسېدلي دي."

دغه وزارت د خوشي شوو بندیانو د څو ګروپي عکسونو له خپرولو سره یوه خبرپاڼه هم خپره کړې.

په اعلامیه کې راغلي چې له دې ډلې یې ۱۱۱ تنه چې له شپږو ورځو تر درو میاشتو د پاکستان په بندخونو کې وو، د سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي. ۱۶۴ تنه چې له دوو تر نهو ورځو په بندخونو کې وو، د تورخم پر لار او ۱۲ کسان چې له دوو تر شپږو میاشتو پورې د عراق په زندانونو کې بندیان وو، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شول.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني وايي چې افغانستان ته له رسېدو سره دا ټول بندیان خپلو کورونو ته ګرځېدلي‌ دي.

حقاني

د عکس سرچینه، د رسنیو مرکز

د عکس تشریح، مفتي عبدالمطلب حقاني وايي چې په عراق کې نیول شوي افغانان "ښايي هلته د کار لپاره تللي وو"

دی وايي، "له دغو ازادو شوو بندیانو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري یو لړ بېړنۍ مرستې شوې او د ټرانسپورټ زمینه هم ورته برابره شوې، خپلو سیمو ته لېږدول شوي او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي."

تر ډېره په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال هلته د کار روزګار لپاره تللي او یا بهرنیو هېوادونو ته د تلو په تکل هلته شپې ورځې تېروي. خو په دې وروستیو کې یې ګڼ هغه یا نیول شوي او یا په زور افغانستان ته ستنېدو ته اړ ایستل شوي دي.

عراق ته د کار لپاره د افغانانو تګ او هلته یې نیول کېدل یو څه نوې خبره ده. ویل کېږي چې په افغانستان کې د بېکارۍ له امله یو شمېر افغان ځوانانو په دې وروستیو کې د کار روزګار لپاره عراق ته هم مخه کړې ده.

له پاکستان او عراقه داسې مهال افغان بندیان خپل هېواد ته ګرځول کېږي چې تېره (جولای میاشت)‌ جرمني هم ورته کار وکړ.

جرمني د (جولای ۱۹ / چنګاښ ۲۸) ۸۱ افغان کډوال بېرته کابل ته ولېږل.

دوی هلته پر بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته تسلیم کړای شول.

"پاکستان، ایران او ترکیې زرګونه افغانان په زور افغانستان ته ستانه کړي"

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره میاشت متحده عربي اماراتو ګڼ افغان کډوال کابل ته ستانه کړل.

د بندیانو تر څنګ له پاکستان، ایران، جرمني، متحده عربي اماراتو او ځينو نورو هېوادونو هم هلته مېشت ګڼ افغان کډوال بېرته پر افغانستان سپارل شوي دي.

وړمه ورځ (چهارشنبه – جولای ۳۰) د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي‌ معین شیخ عبدالرحمان راشد د دغه وزارت د کار کړنو په اړه کلني رپوټ کې وویل چې په تېرو درو میاشتو کې یو اعشاریه اته (۱.۸) میلیونه افغان کډوال له ایرانه په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د ده په وینا، روان کال له پاکستانه هم ۱۸۴ زره ۴۵۹ کډوال او له ترکیې ۵۱۳۴ افغانان په جبر خپل هېواد ته ګرځول شوي دي.

شیخ عبدالرحمان راشد وویل چې اوسمهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په کوربه هېوادونو کې کډوال دي او په کور دننه هم دغه هېواد دوه نیم میلیونه بې‌ځایه شوي لري.

دی وايي چې حکومت یې هڅه کوي چې بهر مېشتو ټولو کډوالو ته په خپله خوښه افغانستان ته د ستنېدو او ورته د دایمي مېشت‌ځایونه زمینه برابره کړي.

وزیر

د عکس سرچینه، MORR

شیخ عبدالرحمان همدا راز وویل چې د دوی د مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې، افغانستان ته ستنېدونکو کډولو ته یې په ۲۹ ولایتونو کې ۳۴ ښارګوټي "ایجاد" کړي دي.‌

د یادولو ده چې افغانستان ته بېلابېل هېوادونه په داسې حال کې افغان کډوال ورستنوي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو ځينو بنسټونو پر دې کار اندېښنه څرګنده کړې.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي وو چې "افغانستان خوندي نه دی" او په وینا یې بېرته ستانه شوي هلته له "تاوتریخوالي، ځورونې او د غچ اخیستنې له لوی خطر سره مخامخ دي."

خو د طالبانو حکومت وايي چې افغانستان خوندي دی، ټول وګړي د دوی له لوري له "اعلان شوې عفوې برخمن دي" او له بهر مېشتو افغان کډوالو یې غوښتنه کړې چې په خپله خوښه بېرته خپل وطن ته ور ورګرځي.