طالبان: په تېرو دریو کلونو کې مو له ۳۰۰ زره ډېرې قضیې بیا کتلي او هوارې کړې دي

افغانستان

د عکس سرچینه، Supreme Court Of Afghanistan

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت وايي د واک ترلاسه کولو راهیسې یې په افغانستان کې له ۳۰۰,۰۰۰ څخه ډېرې قضیې بیا کتلي او هوارې کړې دي، چې ډېری یې د پخواني حکومت پر مهال څېړل شوې وې. پر افغانستان دغه واکمنه ډله وايي د پرځېدلي جمهوري حکومت ټول قاضیان یې له دندو شړلي او له خلکو څخه یې د پخواني حکومت د وخت د څېړل شو قضیو د بیا پرانېستلو لپاره پراخې غوښتنې ترلاسه کړې دي. هغه قضیې یا خو په جمهوري حکومت کې حل شوې وې یا د عملي کېدو په تمه وې.

د تېر حکومت پر عدلي سیستم بي باوري او د طالبانو د مشرتابه له خوا د دعوو د بایللو په صورت کې د جریمې له ورکړي معافیت ددې لامل شوي وو، چې ګڼ کسان بېرته خپلي دعوې په محاکمو کې پرانیزي .

پر دغې چارې نیوکه کوونکي وايي، طالبانو د اساسي قانون په لغوه کولو او د اسلامي شریعت د سخت تعبیر پر بنسټ د قوانینو رامنځته کولو سره د هېواد قضايي سیستم ګډوډ کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته د طالبانو بیا رسېدلو په افغانستان کې د نظام د بدلون تر څنګ دغه اوښتون ګڼو افغانانو ته بېلابېلو ارزښتونه درلودل. ځینو دا یو فرصت وباله او په عدلي ارګانونو کې یې خپلي زړې دعوې بېرته پرانیستلې، خو ځینو ته بیا دا بدلون د یوې بلي سرګردانۍ پیل وو .

د اروزګان اوسېدونکې شل کلنه نازدانه وايي د طالبانو واک ته له بېرته راګرځېدو یوازې لس ورځې وروسته اړ شوه چې د خپل طلاق قضیه دفاع کړي. دا دفاع د هغه سړي پر وړاندې وه، چې ددې په ټکو هېڅکله یې نه غوښتل واده ورسره وکړي.

نازدانه یوازې اووه کلنه وه، چې پلار یې د یوې کورنۍ شخړي د هواري په موخه هوکړه کړې وه، چې بلوغ ته د رسېدو سره به یې مقابلې کورنۍ ته واده کړي. دا عمل، چې د "بدو واده" په نوم پېژندل کېږي، له لارې یې هڅه کېږي چې د کورنۍ 'دښمني' په "دوستي" بدله کړي.

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

نازدانه وایي کله، چې د ۱۵ کلنه شوه او په دې وپوهېده، چې د کورنۍ له خوا به واده کولو ته مجبوره شي، سمدلاسه یې د طلاق غوښتنه وکړه او په پای کې یې خپله ازادي بېرته ترلاسه کړه.

نوموړې وايي، تر نژدې دوو کلونو مبارزې وروسته یې، بالاخره قضیه وګټله او ددې په خبره محکمې مبارکي ورکړه او ورته وویل شول، چې اوس ازاده یې او له هر چا سره چې غواړې واده کولای شې .

د تېر حکومت د عدلي ارګانونو په پرېکړه کې راغلي، چې نجلۍ په اووه کلنۍ کې ورکړل شوې او د مدني قانون له مخې یې قانوني عمر نه دی بشپړ کړی، ځکه دغه کوژده فسخه اعلانېږي .

خو نازدانه وایي د قضیي مقابل لوري د هغې کورنۍ ته ویلي و، چې پر پخواني قضایي نظام یې باور نه درلود او اوس غواړي دغه ستونزه په شرعي محکمه کې هواره کړي .

د طالبانو مشر تېر کال د یوه فرمان له مخي په بدو کې د ښځي ورکول منع اعلان کړل او ویلي یې و، هېڅوک حق نه لري کومه نجلۍ په زور او جبر نکاح کړي او د نکاح پر مهال یې د بالغو نجونو رضایت اړین بللی و.

د نازادنې مشر ورور ۲۸ کلن شمس الله وايي، طالبانو د هغه له خور څخه دا حق اخیستی و، چې په محکمه کې له خپلې بیا پرانیستل شوي قضیې دفاع وکړي، ځکه دده په خبره طالبانو ورته ویلي وو، چې د هغې غږ محرم دی او باید محکمې ته رانه شي .

شمس الله وایي د قاضي په غوښتنه یې د خپل خور وکالت پیل او د طالبانو په لومړۍ محکمه کې د پخوانۍ پرېکړې خلاف پرېکړه وکړه او حکم یې وکړ چې نازدانه باید سمدستي خپل پخواني مېړه حکمت الله ته بېرته ورشي.

قضا

د عکس سرچینه، Getty Images

خو له دې مخکې چې په اروزګان کې قاضي خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي، نازدانه او د هغې ورور له هېواد څخه وتښتېدل او ګاونډي پاکستان ته واوښتل.

موږ وتوانېدو د شمس الله د ادعاو په اړه د اروزګان ولایت د قاضي غبرګونه ولرو خو د طالبانو سترې محکمې زموږ د پوښتني په ځواپ کې په لیکلي ډول راته ویل، چې د قضیې د ټولو اړخونو تر څېړلو وروسته یې د حکمت الله په ګټه پرېکړه کړې ده. د سترې محکمې د رسنیو مشر عبدالواحد حقاني وایي د تېرې فاسدې ادارې پرېکړه چې د حکمت الله او نازدانې واده یې لغوه کړی و، د شریعت او د نکاح د قوانینو خلاف و. ځکه چې د محکمې د غونډې پر مهال، حکمت الله حاضر نه و.

د نازدانه قضیه د هغو شاوخوا ۳۵۵,۰۰۰ قضیو له جملې څخه یوه ده، چې د طالبانو حکومت وایي له ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې یې په اړه پرېکړې کړې دي. طالبانو ویلي، زیاتره دوسیې د جنایي قضیو وې، چې شاوخوا ۴۰ سلنه یې د ځمکې پر سر شخړې او ۳۰ سلنه یې د کورنیو مسایلو په ګډون د طلاق قضیې وې.

د ستري محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او رسنیو د برخي مشر مولوي عبدالرحیم راشد وایې ډېری قضی، چې د پخواني حکومت پر مهال څېړل شوې وې، د خلکو په غوښتنه د نوي قضایي نظام له خوا بېرته پرانیستل شوې دي.

کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی ژمنه وکړه چې د تېر وخت فساد به له منځه یوسي او "عدالت" به ټینګ کړي.

خو شل کلنه نازدانه وایي له دې سره عدالت نه بلکې پر حق یې تېری شوی دی. پاکستان ته تر تېښتې وروسته یو کال د اسنادو یو کلک تړل شوی بنډل، چې د هغې د هویت یوازېنۍ ثبوت دی "ازاده او مجرده ښځه ده" د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته تېر کړی .

نازدانه وایي ما د مرستې غوښتنې لپاره ډېرې دروازې وټکولې، خو ددې په خبره د ملګرو ملتونو په ګډون، هیچا زما غږ وانه اورېد. هغه وایي ملاتړ چېرته دی؟ ایا زه د یوې ښځې په توګه د ازادۍ مستحقه نه یم؟