د ماشومانو لپاره لیکل شوې کیسه د ۱،۲۵میلیونو ډالرو بدل کې پلور ته وړاندې کېږي

د ماشومانو کیسه

د عکس سرچینه، Peter Harrington Rare Books

د ماشومانو لپاره په ټائپ رایټر یوه لیکل شوې کیسه د یو اعشاریه ۲۵ میلیونو امریکايي ډالرو بدل کې پلور ته وړاندې کېږي.

د کوچني شاهزاده تر سرلیک لاندې دا کیسه تر بل هر چاپ شوي کتاب زیاته نورو ژبو ته ژباړل شوې ده. د دې کیسې متن د دې لیکوال انتوني دي سینټ ایکسوپیري په ۱۹۴۰ کلونو کې د امریکا په نیویارک کې لیکلې وه.

لیکوال هغه مهال له خپل ټاټوبي فرانسې ځکه لېرې اوسېد، چې فرانسه هغه مهال نازیانو اشغال کړې وه. ویل کېږي، چې د دې کتاب ایله درې ټائپي مسودې پاتې دي.

په دې کتاب کې چې اوس به د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې پلور ته وړاندې شي، د لیکوال ایکسوپیري په قلم لیکل شوي یاداښتونه او رسمونه هم شته. دا کتاب به په نومبر میاشت کې په ابوظهبي کې د هنرونو مېلې په ترڅ کې پلور ته وړاندې شي.

د پیټر هرینګټون کمیابو کتابونو اداره کې د ټائپي متنونو کارپوه سامې جای وايي: ''دا خورا کمسارې پېښه ده.''

سینټ ایکسوپیري د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال دا کیسه په فرانسوي ژبه د لي پیټیټ پرنس په نامه لیکلې وه، چې وروسته په ۱۹۴۳ کال کې لومړی ځل چاپ شوه.

کیسه

د عکس سرچینه، Peter Harrington Rare Books

دی چې د هوايي چلن یو تجربه لرونکی کارپوه و، د دې کتاب له چاپ وروسته اروپا ته د خپلواکې فرانسې د هوايي ځواک بیارغاونې یوه ماموریت لپاره بېرته وګرځېد.

دی د خپل وروستي ماموریت په ترڅ کې په مدیترانه کې تری تم شو او تر اوسه معلومه نه ده، چې د سپرلۍ الوتکه یې څنګه وغورځېده.

د ده لیکلې کیسه د یوه پیلوټ د ژوند پر یوه پېښه راڅرخي، چې په دښته کې ایسار پاتې کېږي او بیا هلته له یوه ماشوم سره ویني، چې کوچنی شاهزاده بلل کېږي او د ځمکې لیدو ته راغلی دی.

له لومړي چاپ وروسته د دې کتاب میلیونونه ټوکه پلورل شوي دي.