په څلور کلنۍ کې د تښتول شوي کډوال کيسه: څرنګه په امریکا کې بريالی وکيل شو او بېرته یې خپله کورنۍ ومونده؟

انتونیو سالازار-هوبسن

د عکس سرچینه، Antonio Salazar-Hobson

د عکس تشریح، انتونیو سالازار-هوبسن د نه بیانیدونکي ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شو، خو خوصله یې له لاسه ور نه کړه او بریالی شو. خپل ژوند یې د نورو ژوندي پاتې شویو کسانو د ملاتړ لپاره وقف کړ.

انټونیو سالازار- هوبسن څلور کلن و چې د امریکا په اریزونا ایالت کې له کوره د هغه ګاونډي وتښتاوه او کلیفورنیا ته یې بوتللو. له نوموړي سره هلته سخت او ناوړه چلند کېدو، خو بالاخره لوی شو او ټولې ستونزې یې په چوپه خوله وزغملې. خپل کور او کلي ته یې د بېرته راستنېدو لېوالتیا ورځ تر بلي زیاتېده.

"هغه تر ټولو ښکلې ښځه ده چې ما په خپل ژوند کې لیدلې ده."

دا خبره انتونیو سالازار-هوبسن وروسته له هغه وکړه، کله چې یې مور په پخلنځي کې په داسې حال کې ولیده، چې هغه ته د سهار ناشتې لپاره خواړه او کافي جوړوله.

انتونیو په یوه لویه مکسیکوي- امریکایي کورنۍ کې زيږېدلی و، د څوارلسو ماشومانو له ډلې یوولسم دی. د هغه مور او پلار، پیترا او جیسس د امریکا په فینېکس او ارېزونا ایالاتو کې موسمي کروندګر وو.

انتونیو په درې کلنۍ پر خبرو راغی. مور ډېره پرې ګرانه وه، ځکه سات یې ورسره تېر و.

که څه هم د نوموړي کورنۍ د کورني تاوتریخوالي له امله سره وپاشل شوه، خو دی داسې وو لکه د سورو زرو غوټی، د ټول کور سات پر تېر و. مور یې د دغه خاموشه او فکرمند هلک روزنې ته ځانګړی پام کاوه.

"پلار مې په ونه جګ و، معمولا به نشه و او ډېره غوسه به یې کوله. په اونۍ کې به یې پنځه یا شپږ ځله وهلم."

کله چې هغه د خپل کوچنیوالي په اړه خبرې کوي نو وايي، که څه هم سختۍ ډېري وې، خو زه به تل موسکی وم او پر مور مې ډېر ګران و.

"کورنۍ مې زه په هر څه کې ور ګډولم، ما د وروڼو او خویندو خپله ډله درلوده او دوی په بشپړ ډول زما ملاتړي وو."

انټونیو اوس ډېر بریالی وکیل دی. هغه تل له لویو شرکتونو سره په دعوه کې وي، ترڅو هغوی خپلوغریبو کار کوونکو ته د ښه مزد او مناسب کاري چاپېریال زمېنه برابره کړي. هغه تر اوسه دعوه یا قضیه نه ده بایللې. خو مخکې له دې چې هغه ګټونکی شي، هر څه یې له لاسه ورکړل او ډېرې خوارۍ یې لیدلې دي.

د انټونیو کوچنیوالي له سختو، یوازیتوب او کړاوونو سره تېر شوو، خو هغه دا هر څه وزغمل او له خپل کلتور سره د بې‌ساري مینې او زغم په وجه اوس د بریالي ژوند خاوند دی.

د انټونیو مور او پلار، پیترا او عیسی

د عکس سرچینه، Antonio Salazar-Hobson

د عکس تشریح، جیسوس او پیترا له مکسیکو راغلي وو، خو انټونیو په ۱۹۵۵م کال کې د امریکا په فینکس ایالات کې زېږیدلی و.

هغه مهرباني، چې په ظلم بدله شوه

د انټونیو مور او پلار به د مېوو او پنبې په کروندو کې په ساعتونو، ساعتونو سخت کار کاوه، خو مزد به یې لږ و. په امریکا کې د کروندو ډېر کارګران له مکسیکو دي. د سالازار کورنۍ په کور کې یوازې په اسپانوي ژبې خبرې کولې. انټونیو درې کلن و چې لومړنۍ خبره یې وکړه او مور یې ور ته ډېره خوشحاله وه.

د دوی ژوند وروسته له هغه بدل شو، کله چې سارا او جان هابسن، چې سپین پوستي مېړه او مېرمن وو، د دوی ګاونډیان شول. دوی زده کړې کړې وې، خو اولاد نه درلود او د سالازار له کورنۍ سره یې مرسته کوله. ماشومانو ته به یې بوټونه ور رانیول او هغوی ته به یې کلچې ورکولې، نو همدا مهرباني د دې لامل شوه، چې د سالازار کورنۍ پرې باور وکړ.

د دغې جوړې دا مهرباني بې څه نه وه. د انټونیو له مور او پلاره یې وغوښتل، چې انټونیو دې کله نا کله له دوی سره په کور کې پاتې شي. د ظلم پیل له هماغه ځایه وشو. په اول سره کې به انټونیو یوازې د همدوی لخوا ځورول کېده، خو وروسته به د دغې جوړې په کور کې نورو خلکو هم په عذابوی. دې ځوروني څو اونۍ دوام وکړ، د انټونیو کورنۍ پرې خبره نه وه او انټونیو هم دا هر څه په پټه خوله زغمل.

انټونیو وایي: "غلی وم، مور او پلار ته مې د ویلو جرئت نه درلود. د شرم او ګناه احساس مې کاوه."

څه وخت وروسته د انټونیو مور او پلار متوجه کېږي، چې هلک ورځ تر بلي کمزوری کېږي او تر سترګو لاندې یې خړې هلکې یا کرښې پیدا شوې دي. د ۱۹۶۰م کال په جنورۍ کې یې انټونیو د لومړي ځل لپاره د هابسن له کوره راوګرځاوه. ټولې کورنۍ ته یې وویل، چې نور سارا او جان هابسن ته اجازه ور نه کړي، چې انټونیو ته لاس ور وړی.

سارا او جان هابسن

د عکس سرچینه، Antonio Salazar-Hobson

د عکس تشریح، د هابسن کورنۍ د ماشومانو لپاره بوټونه واخیستل او بپتسما ته د هغوی د تګ غوښتنه وکړه.

میاشت نه لا وه تېره، چې هابسن داسې مهال د انټونیو کور ته ورغلی، چې د هغه مور او پلار په کروندو کې په کار بوخت وو او انټونیو له شپږو وروڼو او خوېندو سره په کور کې و.

هابسن د کور په دروازه کې ماشومانو ته ورغږ کړ، چې غواړي دوی ته ایسکریم ور رانیسي، خو انټونیو باید ورسره ولاړ شي. انټونیو ځان پټ کړ، د همدې خبرو اترو پر مهال یو ماشوم دروازه لږ خلاصه کړه، جان لاس ور واچاوه، انټونیو یې ونیو او موټر ته یې واچاوه. په هماغه شپه یې کالیفورنیا ته وتښتاوه. انټونیو هغه مهال د څلورو کالو او څلورو میاشتو و.

په پټه خوله هر ظلم زغمل

انتونیو سالازار-هوبسن

د عکس سرچینه، Antonio Salazar-Hobson

د عکس تشریح، انتونیو سالازار-هوبسن

هابسن انټونیو له کوره نژدې ۵۰۰ کیلومتره لېرې د نارنجو په یوه باغ کې بندي کړ. کلونه، کلونه یې پرې بد کارونه وکړل، هغه یې په جنسي، فزیکي او روحي لحاظ وځوراوه، خو انټونیو د ژوندي پاتې کېدو په موخه هر ظلم په پټه خوله وزغملو.

انټونیو وایي: "خپلې کورنۍ ته د رسېدو هېڅ لاره را ته نه وه مالومه."

انټونیو یوازې و او چا یې غږ هم نه اورېده. له کورنۍ سره د تړاو په خاطره یې ۱۵ خښتې خښې کړې – ۱۳ یې د خپلو خويندو او وروڼو لپاره، او ۲ یې د مور او پلار لپاره. هر سهار به یې خښتې را ایستلې او په زړه کې به یې ور ته ویل: "را باندې ګران یاست، ډېر مې یادېږي او یوه ورځ به بیا سره یو ځای شوو."

دغو خبرو هغه ته هیله وربښله.

دوه نیم کاله وروسته یې، یوه ورځ د چرګانو یو فارم پیدا کړ، چې زیاتره کار کوونکي یې د لاتیني امریکا وو. هغوی په اسپانوي خبرې کولې، هماغه ژبه چې د انټونیو مورنۍ ژبه وه.

انټونیو ټول اوړی له هغوی سره تېر کړ. کله چې په فارم کار کوونکي مېرمني پوه شوې چې انټونیو مکسیکويی دی، نو هر سهار به یې هغه ته سهارنی یا ناشته تیاروله او د غرمې ډوډۍ به یې ورکوله.

انټونیو وايي: "له تښتولو وروسته مې د لومړي ځل لپاره د نورو له لورې مهرباني تجربه کوله. دغې مهربانۍ یو وار بیا را په زړه کړه، چې زه مکسیکویی یم او دوی زما خپل خلک دی."

هغه کاوبوی چې انټونیو یې وژغورلو

انتونیو د ځمکنیو توتانو په کرونده کې.

د عکس سرچینه، Billy Douglas

د عکس تشریح، انتونیو د ځمکنیو توتانو په کرونده کې.

له تښتولو نژدې درې کاله وروسته، هابسن انټونیو په ښوونځی کې د خپل زوی "توني هابسن." په نوم شامل کړ. هابسن ځکه انټونیو په ښوونځی کې واچاوه، وېرېده خلک به پرې شک وکړي، چې هغه د دوی زوی نه دی.

انټونیو په انګلیسي لوستل زده کړل او ښه زده کوونکی و، خو هېڅکله یې د هابسن پر ضد په ښوونځی کې شکایت و نه کړ.

د دوبي په رخصتیو کې به یې هغه د امریکا نیواډا ایالت ته یوازې په کښتۍ ته واستاوه. انټونیو هلته درې اوړي تېر کړل، خو هلته هم د نورو خلکو له ظلمونو سره مخ و.

انټونیو وایي: "هغوی به په دې بهانه ځورولم، چې باید د اس سپرلي زده کړم، خو پوهېدم چې دا یوازې پلمه ده."

کله چې درېیم دوبی انټونیو نیواډا ته د رخصتۍ لپاره واستول شو، د نهو کالو و. هلته ته یې د ځان وژني هڅه یې وکړه، خو د روي په نوم یو کاوباي هغه وژغوره. روي هغو کسانو ته، چې انټونیو ورسره اوسېده، ګواښ وکړـ که پر انټونیو له روانو ظلمونو لاس وانخلي نو دی به یې پر ضد قانوني ګامونه پورته کړي. روي انټونیو له ځان سره ملګری کړ اود هابسن کور ته یې بوتللو. کله چې په اصلي کیسه خبر شو، نو یې ټول ظلمونه ختم کړل.

له دې هر څه وروسته هابسن جان له دندې وشړل شو او ژوند یې خراب شو. مېرمن یې سارا هم په شرابو روږدې شوه او تاوتریخوالی به یې کاوه.

انټونیو خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ساعتونو، ساعتونو به یې په کور کې د کالیو مینځلو په کوټه کې په پټه مطالعه کوله.

هغه وایي: "ما له ځان سره وویل، دا چې مکسیکویی یې، نو باید و ویاړي او زده کړه وکړې ترڅو له خپلو خلکو سره د مرستې جوګه شي."

له خپل اتل سره لېدنه

د مدني حقونو فعال سیزر چاویز.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیزر چاویز، یو مکسیکو-امریکایی کروندګر، په ۱۹۶۲م کال کې د ډولورس هورټا سره د متحده کروندګرو کارګرانو اتحادیه جوړه کړه او د مدني حقونو مخکښ فعال په توګه راڅرګند شو.

کله چې انټونیو ۱۳ کلن شو، د خپل مور او پلار په څېر یې په کروندو کې کار پیل کړ. نوموړی هغه مهال د مکسیکوي کورنیو او زده‌کوونکو فعالانو سره اوسېده.

د کروندګرو د لوی ټولنې په یوه غونډه کې هغه له داسې سړي سره مخ شو، چې ژوند یې ور بدل کړ: د حقونو مشهور مشر، سیزر چاوېز. انټونیو، هغه ته کیسه وکړه، چې په څلور کلنۍ کې وتښتول شو، په کروندو کې سختې ستونزې وګاللې او اوس غواړي د ظلم پر ضد مبارزه وکړي.

انټونیو زیاتوي: "ور ته ومې ویل، هلته چې زه کرونده کوم، د ښځو لپاره تشناب او موږ ته سړې اوبه نشته او بلا نورو ستونزو سره هم مخ یو."

چاوېز انټونیو ته د ګډ کار بلنه ورکړه او هغه ورسره ومنل. کال وروسته یې ور ته وویل چې د کارګرانو وکیل شي.

انټونیو وایي: "هغه مهال ما یوازې د خپلې کورنۍ د موندلو هیله درلودله، خو چاویز را ته یو نوی هدف وټاکی."

انټونیو د کالیفورنیا د سانتا کروز له پوهنتون بشپړ بورس تر لاسه کړ. له فراغت یوه ورځ وروسته، هابسن له کوره وشړی. هغه یوازې له یوه بکس سره له کوره ووت، خو ځان یې ازاد احساس کړ.

هغه وویل: "احساس مې کړه چې ورځ مې رسته شوې او هابسن نور هېڅکله تاوان نه شي را رسولای."

انټونیو بیا هېڅکله هابسن و نه لېد.

ژمنه

انټونیو له خپلې میرمنې کاترین سره.

د عکس سرچینه، Antonio Salazar-Hobson

د عکس تشریح، انټونیو له خپلې مېرمنې کاترین سره.

انټونیو خپله ژمنه له سیزر چاوېز سره پوره کړه او د کارګرانو د حقونو بریالی وکیل شو. هغه د کروندګرو او بې‌وسه خلکو د حقونو تر لاسه کولو لپاره مبارزه پیل کړه او تر اوسه یې یوه قضیه هم نه ده بایللې.

هغه خپله بله ژمنه هم هېره نه کړه، هغه چې د نارنجو په باغ کې یې له ځان سره کړې وه. د خپلې مېرمن کاترین په مرسته یې د خپل روان درملنه پیل کړه او د خپلې کورنۍ پیدا کولو لپاره یې یو پلټونکی وګوماره. پلټونکي ډېر ژر د هغه د خوېندو او وروڼو نوملړ ور ته راوړ.

انټونیو وېره لرله چې کورنۍ به یې و نه مني، ځکه هغه "ډېر انګلیسي شوی" ښکارېده. خو د هغه ورور رامون سم لاسی پلټوونکي ته وویل: "انټویو ته ووایه، چې موږ د ستا غږ اورېدو ته کلونه - کلونه انتظار کړی، نو څومره چې ژر کولای شي، زنګ را وواهه."

د انټونیو لومړۍ پوښتنه دا وه: "مور مې ژوندۍ ده؟"

هو! ژوندۍ ده.

له کورنۍ سره بیا یو ځای کېدل او شفاء

انتونیو سالازار-هوبسن په صوفه کې ناست دی.

د عکس سرچینه، Billy Douglas

د عکس تشریح، "ما یو ځای درلود چې ځان ورسره وتړم، یانې زما اصلي کورنۍ. دا مهمه نه ده چې زه یې څومره لیري له دوی بولی وم، مهمه دا ده، چې زه دوی ته اړتیا لرم."

د کورنۍ بیا یو ځای کېدل یې ډېره له احساسه ډکه شېبه وه. د هغه مور د انټونیو سترګو ته وکتل او په غېږ کې یې ونیولو. د خويندو له سترګو یې اوښکې وبهېدلې.

انټونیو وویل: "لکه له سره چې ماشوم شوی یم، ځکه هر څه را ته په زړه پورې وو."

وروڼو یې لږ سړه رویه ورسره وکړه، ځکه د هغه ورک کېدل، د دوی لپاره سخته وه. پلار یې د انټونیو د ورک کېدو ملامتیا د هغه پر مور عیسي پیترا او پر زوی روډي ور اچولې وه. هغه مهال روډي نهه کلن و، نو ځکه مسؤل وګڼل شو. د انټونیو له ورک کېدو وروسته یې پلار عیسي پیترا له کوره وشړله او روډي یې ليليه ښوونځي ته واستاوه. د دوی کورنۍ له هغه وروسته بیا هېڅکله ښه ورځ و نه لیده.

انټونیو دوه کاله له خپلې مور سره تېر کړل. له هغې سره به یې ډوډۍ پخوله او خپله کیسه به یې لږه په نرمه بڼه ور ته کوله.

هغه وایي: "مور مې ډېره مهربانه او خوشاله وه. د هغې لاسونه او څېرې د اوږده سخت ژوند نښې بیانولې. زه پرې ډېر ویاړم."

عیسي پیترا او زوی روډي د کرنېزو زهري دواوو له ناروغۍ مړه شول. انټونیو د خپلې مور ته درناوي ته وخت ومونده.

د بې‌‌ږغ خلکو ږغ

د انتونیو سالازار-هوبسن د کتاب پر پوښ د هغه د ماشوموالي عکس.

د عکس سرچینه، Wyatt-MacKenzie Publishing, Inc.

د عکس تشریح، د هغه د جایزه ګټلي کتاب نوم "انټونیو، موږ تا پېژنو" دی. دا نوم د هغه د لارښود سیزر چاویز له خبرو اخیستل شوی دی. چاویز یو ځل کروندګرو ته وویل چې انټونیو د باور وړ انسان دی.

د وخت په تېرېدو سره انټونیو له خپلو خوېندو، وروڼو او د هغوی له اولادونو سره نژدې اړیکې جوړې کړې. انټونیو او کاترین دوه ماشومان لري، کله چې یې اولادونه لویان شول، نو انټونیو ټوله کیسه ور ته وکړه.

هغه وویل: "ماشومان مې تل زما ملاتړ کړی. ما چې هر څه کړي، هغه زما د مېرمنې د مینې له برکته دي، ځکه هغې به تل را ته ویل: ته! یې کولای شې او هغې رښتیا ویل."

انټونیو د هغو کسانو په ملاتړ د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ، چې ظلم پرې شوی او تښتول شوي وو.

هغه وايي: "زما کیسه ځورونکې وه، خو له نورو سره د مرستي او عامه پوهاوي لپاره مې باید کړې وای. ځکه پوهېدم چې د ماشومانو تښتونه او ځوړونه لا هم روانه ده. زه یوازنۍ کس نه وم، چې تښتول شوی وم، بلکې زما په شان زرګونه کوچنیان غلا شوي او ځورول شوي دي."

اوس هغه د بې‌وسه خلکو ږغ دی.

هغه د دریو مهمو شیانو لپاره مبارزه کوي: پیترا، چې له هغې یې د مهربانۍ درس زده کړ؛ سیزر چاوېز، چا چې د هغه په ژوند کې نوې مانا ور پیدا کړه او د هغه ټولنې د دفاع لپاره، چې هغه په کې یې سختۍ ولیدلې، خو مات نشو او له ځان سره یې د ژمنې پوره کولو هنر ور زدکړ.

هغه وایي: "زما په مخکې دوې لارې وې:

یا به وژونکی کېدم، ځکه له ما سره ظلم شوی و. بله لاره دا وه، چې پر ځان او نورو مهربانه شم، نو ما دوهمه غوره کړه.

مور مې مهرباني را زده کړه.

ما د رڼا لمن ټینګه کړه، د نېکۍ پر لور مې قدمونه اوچت کړل او د خپل کار په ارزښت پوه شوم. خو که د مور مینه نه وای، زه به بل ډول انسان وای."