ملګرو ملتونو د راستنېدونکو کډوالو نوملیکنې مرکزونو ته خپلې بهرنۍ کارکوونکې ور واستولې

د عکس سرچینه، Getty Images
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یواېناېچسيار) وايي، د راستنېدونکو کډوالو د ثبت په مرکزونو کې یې یو شمېر خپلې بهرنۍ کارکوونکې ور استولې چې د کډوالو د چارو په برخه کې مرسته وکړي.
د کډوالو د ملاتړ دغې ادارې په خبره دا ګام یې د طالبانو حکومت لخوا پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندېز له لګولو وروسته اخیستی دی.
دغه نړیواله اداره وایي، د سپټمبر په نهمه نېټه د طالبانو حکومت د دوی افغان ښځینه کارکوونکو ته د کار او ان د دوی دفترونو ته د تګ اجازه ور نه کړه نو له کبله یې په کابل او ټول افغانستان کې خپل "د کډوالو د ثبت او دوی ته د نغدو مرستو د وېشلو مرکزونه" وځنډول.
د کډوالو دغې ملاتړې ادارې په خبره، په راستنېدونکو کډوالو کې نیمایي یې ښځې دي چې شاوخوا دېرش سلنه یې نارینه سرپرست نه لري.
دغه اداره وایي، په دې مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو شته والی اړین دی ځکه چې دوی له ښځینه کډوالو سره مخامخ خبرې کوي، له هغوی معلومات ټولوي، نوملېکنه یې کوي او ورسره اړینې مرستې کوي.
دغه اداره وایي، اوس چې افغان ښځینه کارکوونکو ته د کار کولو اجازه نشته نو بهرنۍ کارکوونکې یې په یادو مرکزونو کې کار کوي او هغو بېرته ستانه شویو کډوالو ته نغدې مرستې او نورې لومړنۍ اسانتیاوې برابروي چې په پاکستان او ایران کې د کډوالۍ د ژوند له تېرولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دېته اړتیا لري چې افغانستان کې ځای په ځای شي.
د کډوالو دغه ملاتړی بنسټ وايي، د افغان ښځینه کارکوونکو پر ځای د خپلو ښځینه کارکوونکو ور استول یوه دایمي او عملي حل لاره نه ده، بلکې یوازې یو استثنايي ګام و. دا یوازې د کابل په مرکز کې د سخت بشري حالت د کمولو هڅه ده ځکه هلته ډېری ښځې او ماشومان څو څو ورځې د مرستو په تمه پاتې شوي وو.
دوی وايي، د طالبانو حکومت له چارواکو سره په رغنده خبرو بوخت دي او هیله لري، داسې حل پیدا کړي چې ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.
دوی تمه لري چې افغان ښځې به د کلتوري او مذهبي ارزښتونو په رڼا کې خپلې مرستې ترلاسه کړي.
انتونیو ګوتېرېش د ملګرو ملتونو له ادارو سره د افغان مېرمنو د کار مخنیوی "د نه زغملو" او "احمقانه" پرېکړه بللې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتېرېش د سې شنبې پر ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار د مخنيوي په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه په کلکه وغندله او هغه يې د نه منلو او"احمقانه" وبلله.
هغه وویل "هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، په هېڅ ډول د زغملو وړ نه دي. او نه یوازې د زغملو وړ نه دي، بلکې احمقانه هم دي."
ګوتېرېش زیاته کړه دا "ځکه چې ښځو او نجونو ته په بشري مرستو کې د ګډون اجازه نه ورکول د ټول افغانستان د وګړو لپاره سخته زیان اړوونکې ده."
د طالبانو حکومت د ښاغلي ګوتېرېشې دغه څرګندونې "غیر مسوولانه" بللې وې.
اوچا: افغانستان کې يې بودجه د تېر کال پرتله څلوېښت سلنه کمه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان د نړیوالو مرستو کمېدو سخت زیانمن کړی او د تېر کال په پرتله يې د دې هېواد بودیجه ۴۰ سلنه کمه شوې چې له امله یې بشري پروګرامونه د اړتیاوو له ۱۲ سلنې څخه هم لږ پوره کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي، ټام فلیچر، د افغانستان له سفر وروسته خبرداری ورکړی چې پر ښځینه کارکوونکو دوامداره فشارونه هم کولی شي چې د مرستو عملیات لا سخت زیانمن کړي.
د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه بې سارې ده
هاخوا د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی چې جګړو، اقلیمي ناورینونو، او په نړیوالو مرستو کې سخت کمښت زیانمنېدونکي خلک، د خوراکي توکو له سخت کمي سره مخ کړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام اجراییوي مرستیال او عملیاتي مشر، کارل سکا، رسنیو ته ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې اړتیاوې درې برابره ډېرې شوې خو سږ کال له اړتیاوو ډېرېدو سره سره يې ۴۰ سلنه بودیجه هم کمه شوې ده.
ښاغلي سکا زیاته کړې چې په افغانستان کې ېې دوه کاله وړاندې یې لس میلیونه وګړو ته مرستې ورکولې خو اوس دا شمېر یونیم مېلیون ته راټیټ شوی او په هغو سیمو کې د خوړو ځای پر ځای کولو ته هم سرچینې نه لري چې په ژمي کې به ورته لاسرسی نه وي.








