د اېچ اېم پي وي په اړه څومره پوهېږئ؟

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

په وروستیو اونیو کې، د چین د روغتونونو په چاپېریال کې ماسک لرونکي کسان لیدل کېږي، چې انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او د یوې بلې وبا خپرېدو اندېښنې یې راپارولي.

بیجینګ له هغه راهیسې د والګي په څېر، انسانانو په ځانګړې توګه ماشومانو ته میټاپنیوموویرس (اېچ اېم پي وي) پېښو کې زیاتوالی منلی، خو دا یې موسمي ناروغي بللې ده.

خو (اېچ اېم پي وي) د کووېډ ۱۹ په څېر نه دی. روغتیایي کارپوهانو ویلي، دا ویروس له لسیزو راهیسې شته، نژدې هر ماشوم د پنځمه کلنۍ په عمرې کې پرې اخته کېدای شي.

په همدې حال کې، په ځینو ډېرو کوچنيو ماشومانو او هغو کسانو کې چې د بدن معافیت سیسټم یې کمزوری وي، کولی شي د جدي ناروغۍ لامل شي.

هغه څه چې تاسو اړتیا لرئ پرې پوه شئ:

HMPV(اېچ اېم پي وي) څه شی دی او څنګه خپرېږي؟

(اېچ اېم پي وي) یو ویروس دی چې ډېرو خلکو ته د تنفسي سیستم له لارې د د انتان لامل کېږي، چې په عملي ډول له والګي توپیر نه لري.

(اېچ اېم پي وي) په لومړي ځل په ۲۰۰۱ کال کې په هالنډ کې وپېژندل شو. دا ویروس د مخامخ تماس له لارې خپرېږي او یا هم چې ککړه شوې سطحه لمس کړل شي.

په زیاتره خلکو کې یې نښې ټوخی، تبه او د پوزې بندیدل شامل دي.

په سینګاپور کې د ساري ناروغیو معالج هوسو لی یانګ وايي، له دوه کلونو کم عمره ماشومانو په ګډون ډېر ځوانان د ویروس پر وړاندې زیان منونکي دي. دغه راز هغه کسان چې د بدن معافیت سیسټم یې کمزوری دی او یا هم د سرطان په پرمختللې بڼه اخته وي، د دې ناروغۍ پر وړاندې حساس دي.

په ناروغي د اخته کېدو په صورت کې د هغو کسانو ترمنځ چې د وجود معافیت سیسټم یې کمزوری وي، "کوچنۍ خو د پام وړ" جدي ناروغي رامنځته کوي، چې نښې یې د سږو اغېزمنېدل، ساه لنډي، په سینه کې خرهاری دی.

ولې یې پېښې په چین کې مخ په ډېرېدو دي؟

د زیاتره نورو تنفسي انتاناتو په څېر، HMPV هم د ژمي په وروستیو او پسرلي کې خورا فعال وي. یو شمېر کارپوهان وايي، دا ویروسونه په یخ کې ښه ژوند کوي او په اسانۍ له یو کس بل ته لېږدېږي، ځکه خلک ډېری وختونه په کور کې دننه پاتې کېږي.

د چین په شمال کې، د HMPV اوسنۍ پېښې سپکې، لږې تبې سره دي او اټکل دی چې تر مارچ میاشتې به دوام وکړي.

په اسټرالیا کې د فلینډرز پوهنتون د وبايي ناروغیو د کارپوه جاکولین سټیفنز په وینا

په شمالي نیمه کره کې ډېرو هېوادونو کې خلک پر دې ناروغي اخته کېږي او یوازې په چین پورې محدوده نه ده.

په امریکا او بریتانیا کې د روغتیا مسؤلینو معلومات ښیي چې په دغو هېوادونو کې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د HMPV پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

ایا HMPV د کوویډ ۱۹په څېر ناروغي ده؟ څومره یې په اړه اندېښنه ولرو؟

د کارپوهانو په اند له کرونا وبا وېره له حده ډېره ده. دوی وايي وبا معمولا د ناروغیو رامنځ ته کېدو عواملو له کبله وي چې له اېچ ایم پي وي سره سر نه لګوي.

ډاکټر هسو وايي، HMPV په نړیواله کچه له لسیزو راهیسې شته. دا په دې مانا ده چې په ټوله نړۍ کې خلک "د مخکېنیو موندنو له امله یو څه معافیت لري."

په بریتانیا کې د ختیځ انګلیا پوهنتون د طبي پروفیسور پاول هنټر وايي: "نژدې هر ماشوم به لږ تر لږه د HMPV سره د دوی په پنځمه کلیزه کې یو انتان ولري او موږ تمه کولی شو چې د ژوند په اوږدو کې ډېری ورته انتانات بیا ولرو."

"په ټولیز ډول، زه فکر نه کوم چې اوس مهال د یوې جدي نړیوالې مسلې نښې دې ولري."

خو ډاکټر هسو په ناروغي د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې عمومي احتیاطي تدبیرونه لکه په ګڼې ګوڼې ځایونو کې د ماسک اغوستل، د امکان تر حده له ګڼې ګوڼې ډډه کول، په تنفسي ناروغیو له اخته کسانو ځان، د بدني حفظ الصحې ساتل، او د والګي واکسین کول مهم ګڼي.