ملګري ملتونه وايي نړۍ کې د مذهب یا عقیدې پر بنسټ تاوتریخوالی په ډېرېدو دی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګنده
- دنده, بيبيسی
د اګست ۲۲مه د مذهب یا باور او عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د یاد نړیواله ورځ ده.
ملګري ملتونه پر دې ورځ وايي په ټوله نړۍ کې د افرادو پر وړاندې د مذهب یا عقیدې پر بنسټ تاوتریخوالی دوام لري او شمېر یې په ډېرېدو دی.
دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې نه یوازې د افغانستان په څېر وروسته پاتې، بلکې پرمختللو هېوادونو کې هم د مذهب او عقیدې پر بنسټ تاوتریخوالی کېږي.
افغان سیک، رکپال سنګ دوه کاله وړاندې د کابل په زړه کې د دوی پر عبادتځي یا درمسال له خونړي بریده ژوندی ووت.
پلازمېنه کابل کې د سیکانو پر ګوردوارې په وسله وال برید کې لږترلږه یو سیک او یو طالب ووژل شول او اوه نور کسان ټپیان شول.
مسولیت یې وروسته اسلامي دولت نومې ډلې"داعش" ومانه. انګیزه یې دیني او عقیدوي ښودلې وه.
ملګري ملتونو دې ته ورته پېښو ته په اشاره وايي، په ټوله نړۍ کې د مذهبي ټولنو او مذهبي اقلیتونو په ګډون د افرادو پر وړاندې د مذهب یا عقیدې پر بنسټ نه زغم او تاوتریخوالی دوام لري او د دې ډول پېښو شمېر او شدت چې ډیرمهال جرمي بڼه لري، مخ په ډېرېدو دی.
دغه سازمان وايي د مذهب او د نظر د بیان آزادي او د سوله ییزو غونډو حق سره تړلي دي.
ملګري ملتونه زیاتوي "د مذهب یا عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د یاد نړیواله ورځ" د تاوتریخوالی او د ترهګرو کړنو دوام چې مذهبي اشخاص، دیني او عقیدوي لږکي او نور په کې په نښه کېږي، په کلکه غندي.
د مذهب او عقیدې پر بنسټ تاوتریخوالی یوازې په وروسته پاتې هېوادونو پورې محدود نه دی.
تېرې څو اوونۍ په بریتانیا کې د کډوالو خلاف لاریونونه کېدل، چې دیني او عقیدوي شعارونه هم په کې ورکول کېدل.
د ټولنپوهانو په وینا په ټولنو کې د اړ دوړ پر مهال د مذهب او عقیدې پر بنسټ تاوتریخوالی په اسانه او ژر پېښېږي چې ډېر وخت سیاستوال او نور کسان ترې ګټه پورته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه زیاتوي غړو هېوادونو یې د ترهګرۍ او تاوتریخجن افراطیت هر ډول کړنې غندلې دي او وايي دولتونه د مذهبي اقلیتونو د بشري حقونو په ګډون، د ټولو د بشري حقونو د ودې او ساتنې مسؤلیت لري چې په سیوري کې يې هر څوک له خپلو باورنو سره خوندي ژوند وکړی شي.
په افغانستان کې بیا پر افغان سیکانو او هندوانو تر خونړیو بریدونو وروسته، د هند حکومت د دوی خوندي کولو ته لار جوړه کړه او ډېر یې له افغانستانه واېستل.
څو میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وویل د افغان هندوانو او سیکانو د غصب شویو ځمکو د بررسۍ بهیر یې پیل کړی چې ځمکې بېرته اصلي څښتنانو ته ستنې کړي.
داعش په افغانستان کې پر شیعه ګانو هم خونړي بریدونه کړي او ګڼه مرګژوبله یې اړولې ده.
له دې سره لوېدیځو هېوادونو د دوی د اېستلو او منلو لپاره شرایط اسانه کړي، خو ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د هغه فکر پر وړاندې باید مبارزه وشي چې د عقیدې پر بنسټ د تاوتریخوالي لامل ګرځي.











