تاجکستان کې د خپلو او پرديو د جامو په اړه بحثونه راپورته شوي

تاجکستان کې د خپلو او پرديو د جامو په اړه بحثونه راپورته شوي

په تاجکستان کې د خپلو او پرديو جامو په اړه بحثونه يو ځل بيا تاوده شوي دي. پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي انځورونه ښيي چې عامو ځايونو کې ځينو محجبو يا پړوني پر سر ښځو او نجونو ته د چارواکو له لوري د دوی د پوښاک او جامو بڼې په اړه يادګېرنه کېږي.

خو د تاجکستان اسلامي مرکز عالمانو شورا، د يوې فتوا په خپرولو ويلي، ښځو او نجونو ته د تنګو، تورو رنګه او ورېښمو جامو اغوښتلو سپارښتنه نه کوي.

د بي بي سي خبريال سهراب ضيا پرې له دوشنبې دا راپور رالېږلی دی.