د ازبکستان له غوښتنې وروسته، طالبانو د نوایي د نوي څلي جوړولو چارې پیل کړې

د عکس سرچینه، BNA
- Author, محب مدثر
- دنده, بي بي سي
په بلخ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وايي د هېواد د ستر شاعر او لیکوال امیرعلي شېرنوایي کتیبه د مزارشریف ښار د ښکلا او په هغه کې د مثبت بدلون راتلو په موخه په نوې بڼه بیارغول کېږي. دغه اعلان یوازي یوه ورځ وروسته له هغه کیږي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو د یاد څلي د ویجاړولو په اړه سپیناوی غوښتی و.
د طالبانو حکومت کې د مزار شریف ښاروال عبدالرحمن همت د ښار د دریمې ناحیې د مخابراتو څلور لارې کې د پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې په دې پروژه کې به "یوه لیک دړه، څلی ، شنه سیمه او پنجرې " شاملې وي او د یوې میاشتې په اوږدو کې به د شاوخوا یو نیم ملیون افغانیو په لګښت بشپړې شي. د هغه په وینا، د پروژې لګښت به د مزار شریف د ښاریانو لخوا ورکړل شي.
د مزارشريف ښاروالۍ همداراز ویلي، چې د ښار د ښکلا لپاره څه باندې ۴۰ پروژې پیل شوې ، چې د "امير عليشير نوایي د لیک دړې" تر څنګ د مشهور ترکمن شاعر د ترکمن مخدومقلي فراغي څلی هم پهکې شامل دي.
د فرهنګیانو او سیاستوالو توند غبرګونونه

د عکس سرچینه، Social Media
امیر عليشیر نوایي د تیموریانو د دورې نوموتی شاعر او سیاستوال و، چې څلی یې د مزارشریف د مخابراتو پر څلورلاري په دوو جلا پړاوونو کې د طالبانو د حکومت له خوا په بشپړ ډول ونړول شو.
دغه څلی، چې پر دواړو خواوو یې د امیر عليشیر نوایي ژوندلیک او ویاړونه په فارسي، ازبکي او انګلیسي ژبو پر ډبرو لېکل شوي وو، ۱۷ کاله وړاندې ترک توکمه فعالانو د مزارشریف ښاروالۍ په مرسته د هغه د فرهنګي او تاریخي دریځ د درناوي په موخه جوړ کړی و. پر دې څلي د نوموړي مجسمه هم ځای پر ځای شوې وه.
تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر اوومه، یوازې دوه ورځې مخکې له دې چې د هغه د زېږېدو ۵۸۲مه کلیزه ولمانځل شي، طآلبانو د نوایي مجسمه، چې پر همدې څلور لارې ودانه وه، ونړوله.
په هغه وخت کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د نوایي د مجسمې د تخریب له امله خواشیني څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، چې طالبانو ورسره ژمنه کړې، چې د دغه شاعر څلی به ورغوي.
د ترکتوکمو ځینو فرهنګیانو او سیاستوالو په ګډون د جنبش ملي ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم د طالبانو دا وروستی ګام د هېواد د تاریخي میراثونو او کلتوري ارزښتونو لپاره ښکاره بېاحترامي بللې او دا یې د افغانستان د ګډو میراثونو لپاره یو دروند ګوزار بللی و.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ګڼ څلي، نقاشۍ، د دیوالونو انځورونه او مجسمې، چې د افغانستان په پخوانیو پاچاهانو، سیاستوالو، شاعرانو، لیکوالانو او هنرمندانو پورې تړلي وو، په بېلابېلو ښارونو کې ویجاړ کړي دي، خو دا لومړی ځل دي، چې د یوه څلي له ویجاړولو وروسته هغه بیا جوړوي.
د بېلګې په توګه په بامیان او کابل کې د عبدالعلي مزاري مجسمه او څلی، په شبرغان کې د امیر عليشیر نوایي ډبرین انځور ، د بلخ د مشاهیرو دیوال، د مزارشریف څلورلارې کې فرهنګي سمبولونه، په بلخ کې د مولانا جلالالدین بلخي څلی، سویلي ولایت روزګان کې د احمد شاه دراني او میرویس خان هوتک انځورونه او همداراز په تورخم کې د امان الله خان څلی تخریب شوي دي.
د امیر عليشیر نوایي ژوند، سیاسي او ټولنیز رول

د عکس سرچینه، Social Media
امیر عليشیر نوایي، د سلطان حسین بایقرا په دربار کې یو پراخ نفوذ لرونکی وزیر او سیاستوال و، د ۱۴۴۱م کال د فبرورۍ په ۹مه (د ۸۴۴ هجري کال) په هرات کې زېږېدلی او د ۱۵۰۱ میلادي کال د جنورۍ پر ۳مه (د ۹۰۶ هجري کال) په همدغه ښار کې مړ شوی و.
نوایي د نهمې هجري پېړۍ له سترو ادبي څېرو څخه ګڼل کېږي او هغه په فارسي او ترکي "چغتایي " ژبو د شعرونو ویلو له امله د "ذواللسانین " شاعر په توګه پېژندل کېږي.
هغه په ترکي او فارسي ژبو د خپلو لسګونو تلپاتې اثارو له لارې د ژبې او ادب په ټینګښت او وده کې مهم رول لوبولی او په خپل وخت کې د کلتور او پوهې له سترو ملاتړ کوونکو شمېرل کېده.
د خپل ادبي حیثیت سربېره، نوایي د عامه پرمختګ او هوساینې په برخه کې هم مهم رول لوبولی دی. هغه په خراسان او ماوراءالنهر کې په سلګونو عامه ودانۍ جوړې کړې، چې په کې ښوونځي، جوماتونه، روغتونونه، کتابتونونه، کاروانسرایونه او پلونه شامل دي، چې د افغانستان او سیمې د معمارۍ او ټولنیز میراث برخه ده.
هغه د مزارشریف ښار له بنسټ ایښودونکو څخه هم ګڼل کېږي. په ۸۵۵ هجري قمري کال کې د بلخ په"خیران" کلي کې د علي ابن ابی طالب ته د منسوب زیارت له موندلو سره، د روضې ودانۍ د تیموریانو په دوره کې د سلطان حسین بایقرا په امر او د نوایي په مشوره جوړه شوې، چې د همدې پر شاوخوا د مزارشریف ښار بنسټ کېښودل شو او پراختیا یې وموندله.








