پر افغانستان انټرنېشنل د طالبانو حکومت بندیز ته غبرګون؛ "افغانانو ته د خبرونو او تحلیلونو له رسولو مو څوک نه شي منع کولای"

د عکس سرچینه، Afghanistan International
پر 'افغانستان انټرنېشنل' رسنيزې شبکې د طالبانو حکومت اعلان کړو بنديزونو ته په غبرګون کې دا رسنۍ وايي چې اغېز به پرې ونه کړي او خلکو ته د خبرونو او تحلیلونو له رسولو به یې منع نه شي کړای.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت پرون په یوه اعلامیه کې دغه رسنۍ پر ځينو "مسلکي سرغړونو" او "اخلاقي او حقوقي پولو باندې په تېري" تورنه کړه او د رسنیزو سرغړونو کميسون یې پر خلکو، کارپوهانو، شنونکو او خبریالانو غږ وکړ چې له دې رسنۍ سره له همکارۍ او ورسره له اړیکه نیولو ډډه وکړي.
'افغانستان انټرنېشنل' چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دی او د سپوږمکۍ له لارې خپرونې کوي، د طالبانو حکومت دا چلن "خواشينوونکی" بللی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې "دوی [طالبان] افغانان له خبرونو او تحلیلونو منع کوي خو دا به پر موږ اغېز ونه کړي، ځکه چې موږ نه شي بندولی".
که څه هم د رسنيزو سرغړونو کميسون د 'افغانستان انټرنېشنل' کوم ځانګړی رپوټ یا مرکه نه ده یاده کړې خو په اعلامیه کې يې دا رسنۍ قومي، ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو ته په لمن وهلو تورنه شوې او ادعا شوې چې له دې رسنۍ دوی ته شکایتونه هم شوي چې ګواکې د وګړو او حقوقي شخصیتونو پر خصوصي حریم تېری کوي او د خبرونو کرهوالی په پام کې نه نیسي.
دغه کمېسیون دا تور هم لګولی چې یاده رسنۍ د دوی د نظام او ټیکاو پر خلاف خپرونو کې د دوی مخالفینو ته د خبرې فرصت برابروي.
خو د 'افغانستان انټرنېسنل' په خبرپاڼه کې بیا راغلي چې "زموږ شبکه د طالبانو، د هغوی د خواخوږو خلکو، شنونکو او فعالانو پر مخ خلاصه ده. موږ یې له خپل پوښښه نه منع کوو. موږ هلته [افغانستان کې] کوم کارکوونکی یا خبریال نه لرو او تر ډېره مو تکیه د عامو افغانانو پر خبرونو ده چې ډېره ننګوونکې او زبادول یې سخته چاره ده".

د عکس سرچینه، Getty Images
دې شبکې د طالبانو حکومت دا کار ازادو رسنيو ته یو "ګواښ" بللی او ویلي یې دي چې "دا پر موږ فشار راوړي چې مسلکي معیارونه پرېږدو" خو په وینا یې، "دا کار نه ورکوي".
د یادولو ده چې د بيبيسي د ميډيا اېکشن څانګې د یوې سروې له مخې 'افغانستان انټرنېشنل' داسې یوه رسنۍ ده چې په افغانستان کې ډېر کتونکي او اورېدونکي لري.
په اعلامیه کې هم دې شبکې ویلي چې ګواکې د همدې له کبله یې د بندولو هڅه کېږي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر کورنیو او بهرنیو رسنیو ګڼ محدودیتونه لګولي او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د خبریالانو د نیولو او ځورولو په څېر شکایتونه هم ترې کېږي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر کورنیو او بهرنیو رسنیو ګڼ محدودیتونه لګولي او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د خبریالانو د نیولو او ځورولو په څېر شکایتونه هم ترې کېږي.
په دې موده کې له افغانستان زرګونه خبریالان وتلي او سلګونه رسنۍ تړل شوې هم دي، خو طالبان د دوی په ټکو "اسلامي چوکاټ" کې د رسنیو ازادۍ ته ځان ژمن ګڼي.
په ورته مهال، د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په هرات کې د سولې تلویزیون مسؤول مدیر رامین امیري له ۴۸ ورځو نیول کېدو او بندي کېدو وروسته خوشی شوی.
دغه مرکز په یوه اعلامیه کې کښلي چې ښاغلی امیري د یوې مالي موضوع په خاطر د طالبانو استخباراتو نیولی او اوس په ضمانت خوشی شوی.











