د هغې عسکرې کیسه چې په توپان کې دوه ورځې وږي پاتې ماشوم ته یې خپلې شیدې ورکړې

Arizbeth Ambrosio amamantando a un bebé

د عکس سرچینه، SSC

    • Author, هیداسيون
    • دنده, بي‌بي‌سي، مونډو

اریزبت ډیونیسیو امبروسیو هغه پولیسه ده چې په مکسیکو کې د تازه راغلي ویجاړوونکي توپان له کبله د خلکو پر ژغورلو بوخته وه او له یو څه فاصلې یې د ماشوم ژړا تر غوږ شوې وه.

دا ۳۳ کلنه مېرمن په خپله هم د دوو بچیو مور ده او د ماشوم په ژړا پسې یې څار کړی و چې پيدا یې کړي.

تر یو څه هڅې وروسته یې یوه مور او ورسره څلور میاشتنی ماشوم وموندل چې د دې مرستې ته اړ وو.

د واړه مور ورته وویل چې بچي یې له څه باندې دوو ورځو راهیسې هېڅ شی نه دي خوړلي او له لوږې ژاړي.

د اریزبت ډيونیسیو امبروسیو په نوم دې پولیسې ویلي، "زه هم خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوم، ما ورته وویل چې که غواړي نو زه یې ماشوم ته شیدې ورکولای شم"

A policewoman breastfeeding a baby

د عکس سرچینه، SSC

د عکس تشریح، دې عکس داسې مهال د اکاپولکو خلکو تر منځ‌ د مینې او عاطفې څپه خپره کړه چې اوټېس توپان پرې تېر شوی او سخت مالي او ځاني‌ زیانونه یې اړولي دي.

د مور تر هوکړې وروسته دې پولیسې خپل ژغورونکی جاکټ ښکته کړ او وږي ماشوم ته یې له خپل تي شیدې ورکړې چې هماغه شېبه ماشوم کرار او ژړا یې بس کړه.

اغلې ډیونیسیو وايي، "ډېر خوږ احساس و. هغه یو وړوکی ماشوم و. یوه مور خو همدا ځوروي چې یو کوچنی په داسې ناوړه حالت کې وویني."

د مکسیکو امنیتي ادارې دغه ماشوم ته د تي ورکولو پر مهال د دې عسکرې یو اخیستل شوی عکس خپور چې پر خواله رسنیو یې د خلکو عاطفه وپاروله او له کبله یې دا پولیسه مور ډېره وستایل شوه.

دې عکس داسې مهال د مکسيکو د اکاپولکو خلکو تر منځ‌ د مینې او عاطفې څپه خپره کړه چې 'اوټېس' نومی توپان پرې تېر شوی او سخت مالي او ځاني‌ زیانونه یې اړولي دي.

مرګ ژوبله او ویجاړی

Destroyed buildings in Acapulco

د عکس سرچینه، Getty Images

په مکسیکو کې اکاپولکو بندر لرونکی ښار دی چې د دې ځای په ګډون څېرمه سیمې هم توپان سختې ځپلې دي.

د ځايي چارواکو د اکتوبر ۳۱مې نېټې د شمېرو له مخې هلته په توپان کې ۴۵ تنه وژل شوي او ۴۷ نور لا تری‌تم دي.

په وژل شویو کې درې بهرني وګړي هم شامل دي چې یو امریکایی، یو برېتانوی او بل هم کاناډایی دی.

د اکتوبر پر ۲۵مه د راغلي دغه توپان شدت پنځمه درجه ښودل شوی چې ۱۲ ساعته یې دوام وکړ او په ارام سمندرګي کې تر اوسه د راغلو توپانونو تر ټولو زورور هغه یاد شوی.

اوس د قربانیانو لټه او په توپان کې د اوښتي زیان ارزونه روانه ده.

لوټ تالان او د اوبو او برېښنا کمښت

A man standing in front of a fire holding a machete

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په یو شمېر سیمو کې خلکو د لوټمار له وېرې خپلو مېنو نه ګرد چاپېر له کاڼو او د ونو له ښاخونو وېړې راتاو کړې دي چې شوکمار یې ګاونډ ته ور نه شي.

تر توپان وروسته د اکاپولکو څنډو او څېرمه سیمو کې د سوداګریزو مارکیټونو تر لوټ او تالان وروسته ګډوډي رامنځ ته شوې.

حکومت د ګډوډۍ او د لوټمارو د مخینوي لپاره اړ شوی چې په سیمه کې د امنیت د ټينګښت په موخه نږدې ۱۵ سوه سرتیري وګماري.

ځينې ځایونه بیا د اوبو، خوراکي او سون‌وتکو او د برېښنا له کمښت سره مخ دي او په دې بېړني او توپان ځپلي وضعیت کې یې د خلکو کړاو لا پسې ډېر کړی دی.

په یو شمېر سیمو کې خلکو د لوټمار له وېرې خپلو مېنو نه ګرد چاپېر له کاڼو او د ونو له ښاخونو وېړې راتاو کړې دي چې شوکمار یې ګاونډ ته ور نه شي.

خو په همدې حال کې د مکسیکو دفاع وزیر ویلي چې ملي ځواکونه په اکاپولکو کې د امنیت پر خوندیتوب لګیا دي.

نورې اړوند ادارې او مسولان د توپان له کبله د ویجاړیو او سړکونو پر پاکولو اخته دي او ځينې نور بیا هڅه کوي چې ځپل شویو سیمو ته خوراکي توکي او اوبه ورسوي او د برېښنا ستونزه حل کړي.