د غږیزې ککړتیا له زیانونو خبر یئ؟ "نړۍ کې یې د نږدې ۴۵۰ میلیونه وګړو روغتیا اغېزمنه کړې"

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي، لندن

غږیزه ککړتیا د هوا د ککړتیا په څېر یوه لویه ننګونه ده چې د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې خلک ورسره مخامخ دي.

غږیزه ککړتیا هغو لوړو غږونو ته ویل کېږي چې پر غوږونو ښه نه لګېږي او کولای شي چې انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي.

هر کال د غږیزې ککړتیا له امله په نړۍ کې لسګونه زره کسان مري او د میلیونو کسانو د اوریدو توان کمېږي. اوس مهال د افغانستان په ډېرو ښارونو کې غږیزه ککړتیا تر بل هر وخت ډېره ده.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، دوی یې د مخنیوي لپاره ګامونه اخلي خو په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه بولي.

افغانستان کې بیا په دې برخه کې تر ټولو لوی زیانمن ښار کابل دی،‌ چې له شور او ځوکه ډک بلل کېږي. خو له کابله وروسته د افغانستان د ډېرو نورو ولایتونو په بازارونو کې هم حالت په پرلپسې ډول خراب شوی.

له یوې خوا موټرو، ریکشاوو او نورو لېږدونکو وسایطو شورماشور جوړ کړی او له بله پلوه د پلورونکو لوډسپیکرونه هرې خوا ته انګازې کوي.

افغانستان

ډېر ځله دا غږونه له مخکې نه ثبت شوې وي او په لوړ سپیکرونو کې په لوړ غږ غږول کېږي. پلورونکي وايي دا کار خپلو توکو ته د خلکو د پام اړولو په موخه په کوي.

خو غږیزه ککړتیا یوازې تر بازارونو پورې محدوده نه ده، په لارو کوڅو کې هم د پلورونکو د لوډسپیکرونو له امله خلک اندېښمن دي.

د محمد اصف په نوم یوه اوسیدونکي له بي بي سي سره خبرو کې وویل "په بازارو کې خو هسې هم بد حال وي، په کوڅو او لارو کې له لاوډسپیکرونو او اعلانونو څخه اوس ډېر وخت په کور کې هم استراحت سخت وي."

د دې برخې کارپوهان وايي غږیزه ککړتیا د انسانانو، حیواناتو یا هم ماشینونو له لوړو غږونو پیدا کېږي چې د انسان په روان باندې نیغ په نیغه اغېزه کوي او په ځانګړې توګه ماشومان ډېر اغېزمنوي.

اوس چې د ژوندانه ډېری چارې پر ماشینونو تکیه دي، غږیزه ککړتیا تر بل هر وخت ډېره شوې ده. د جلال اباد ښار اوسیدونکی عبدالحلیم وايي "په ښار کې شورماشور یې خوب ورک کړی دی."

غږیزه ککړتیا کومې روغتیايي ستونزې پیدا کوي؟

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکټران هم دا خبره تائیدوي چې د هغو سیمو اوسېدونکي چې هلته غږیزه ککړتیا ډېره وي، ښه خوب نه شي کولای او له خوب وروسته هم د ستړیا احساس کوي.

د خوب د ګډوډولو ترڅنګ غږیزه ککړتیا نورې څه روغتیايي ستونزې پیدا کولای شي؟ دا پوښتنه مو په کندهار کې له ډاکتر ګلاب وطنوال نه وکړه.

"هغه ستونزې چې له غږیزې ککړتیا را منځته کېږي، په عمومي ډول کوڼوالی دی، دا مطلق کوڼوالی نه دی بلکې نسبي وي."

دی زیاتوي " کله چې څوک په ککړ محیط کې ژوند کوي، د زړونو ناروغۍ هلته ډېرې پیدا کېدای شي، په ځينو رپوټو کې راغلي له دې د شکرې ناروغۍ هم پیدا کېدای شي، او په عمومي ډول عقلي ستونزې ترې رامنځته کېږي، بل دا چې که څوک په داسې محیط کې ژوند کوي چې هلته غږونه ډېر وي، حافظه یې کمزوري کېږي او ناحقه تر فشار لاندې وي."

په پلازمېنه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې ښاروالیو د غږیزې ککړتیا د کمولو لپاره یو لړ ګامونه اخیستي،‌ خو داسې ښکاري چې جوته پایله یې نه ده لرلې.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، تر هغه چې خلک په دې برخه کې همکاري ونه کړي، د غږیزې ککړتیا مخنیوی ګران دی.

"کابل ښاروالی پرلپسې ګزمې لري او دا ګزمې تل ګرځي، خو مونږ په هره کوڅه او هر ځای کې نشو درېدلی، مونږ له خلکو غواړو چې له مونږ سره دې همکاري وکړي، دا فرهنګ جوړولو ته اړتیا لري او داسې ښکاري چې د دې فرهنګ بدلولو لپاره لا نور وخت ته هم اړتیا شته."

غږونه

د عکس سرچینه، Getty Images

کارپوهان وايي غږیزه ککړتیا یا په عامه اصطلاح شورماشور نه یوازې د انسانانو بلکې د حیواناتو او ان نباتاتو روغتیا هم زیانمنوي. که څه هم په افغانستان کې د غږیزې ککړتیا له امله په رواني او نورو ناروغیو د اخته کېدونکو کسانو کره شمېر معلوم نه دی، خو داسې ګڼ رپوټونه شته چې پام وړ شمېر خلک د غږیزې ککړتیا له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

د ترسره شوې یوې نړیوالې سروې له مخې، چې پایله یې د روان ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې خپره شوه په ټوله نړۍ کې د ۴۳۲ میلیونه وګړو روغتیا چې ۳۴ میلیونه په کې ماشومان دي، د غږیزې ککړتیا اغېزمنه شوې ده او هرکال لسګونه زرګونه کسان د عږیزې ککړتیا له امله د ورپېښو ناروغیو له امله له وخته مخکې مري.

دغه راز هرکال په نړۍ کې لږ ترلږه ۳۰۰ سوه زره نور کسان د غږیزې ککړتیا له امله په رواني او د نه اورېدو په ستونزو اخته کېږي. په دې وروستیو کې د یوه امریکايي څیړنیز بنسټ لخوا په اسیايي هېوادونو کې چې هند هم په کې شامل دی، یوې سروې وموندله چې د هغو ښارونو اوسیدونکي چې د هوا او غږیزه ککړتیا په کې ډېره وي، د نورو سیمو د اوسیدونکو پرتله لږ عمر کوي، په دې مانا چې د نورو سیمو د اوسېدونکو پرتله یې عمر لنډ وي.