په ۲۰۲۳ کال افغانستان کې د ګوزڼ لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې

ګوزڼ‌

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي،‌ په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ یا پولیو لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوې ده.‌

په نړۍ کې افغانستان او پاکستان یوازني دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې دغه وېروس پاتې دی.

د طالبانو د روغتیا چارواکو ویلي‌ چې دغه پېښه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې شوې ده.‌

په دغه وزارت کې د پولیو د له منځه وړلو عملیاتي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن وايي: "په پولیو ناروغۍ اخته شوی ماشوم څلور کاله عمر لري."

د طالبانو روغتیا وزارت وايي،‌ پلان لري چې په ننګرهار کې د پولیو مخنیوي لپاره د کوزڼ وېروس پر ضد واکسین ډېر کړي.

د دغه وزارت په وینا "روانه اوونۍ کې به څه باندې ۴ اعشاریه ۶ میلیونه ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. دغه کمپاین به د هېواد د ۲۳ ولایتونو په ۲۱۷ ولسوالیو کې پلی شي."

د طالبانو روغتیا وزارت چارواکي له کورنیو او د ټولنې له مشرانو غواړي چې د واکسین په کمپاین کې یې له رضاکارانو سره مرسته وکړي.‌

ګوزڼ څه ډول وېروس دی؟

ګوزڼ

د عکس سرچینه، EPA

ګوزڼ عمومآ تر پنځو کلو کم عمره ماشومان اغېزمنوي او درملنه یې ناشونې ده.

د دې ناروغۍ په هرو ۲۰۰ کې یوه پېښه د نه رغېدو وړ شلتوب (فلج) لامل ګرځي، او له دې ډلې له پنځو تر لس سلنې کسان له دې کبله مري چې تنفسي غړي یې له فعالیت لوېږي.

په ۱۹۸۸ کال د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او)، یونېسف، د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز، روتاري او دغه راز د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ په همکارۍ د ګوزڼ ضد واکسین نړیوال کمپاین پیل او په دې توګه د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې دا ناروغي لمنځه یوړل شوه.

روغتیا پالان وايي چې د دې وېروس د مخنیوي تر ټولو غوره لار ماشومانو ته د پولیو واکسین کول دي.‌

د افغانستان او پاکستان په هغو سیمو کې چې جګړې وې، ماشومانو ته پر خپل وخت دغه واکسین نه رسېدل د دې ستر لامل بلل کېږي چې په دغو سیمو کې لا هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شي.‌

د پاکستان او افغانستان ځینو سیمو کې د ګوزڼ‌ واکسین په اړه ناسم پوهاوي او پر خلاف یې د منفي‌ تبلیغاتو له کبله پر واکسیناتورانو مرګوني‌ بریدونه شوي دي.‌