د ګوزڼ له منځه وړلو پروګرامونه
په کندهار کې روغتیايي چارواکي وايي داسې پنځه پروګرامونه یې پیل کړې دي چې غواړي له مخې یې په دغه ولایت او ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې له منځه یوسي. کندهار کې چارواکي وايي معلومات ښيي چې ډېری خلک په دې خپلو اولادونو ته د پولیو څاڅکي نه ورکوي چې ناسم تبلیغات او د خلکو ناسم معلومات اوري. په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۱ قضیې ثبتې شوې وې. مامون درانی حال لري.