د بامیان بند امیر کې ښځو ته ځانګړی پارک جوړېږي

بامیان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د بامیان ولایت ځايي اداره وايي، راتلونکی کال به بند امیر کې د ښځو لپاره یو ځانګړی پارک جوړ شي.

ملي پارک بند امیر د افغانستان مرکزي ولایت بامیان کې دی او له مهمو تفریحي سیمو بلل کېږي.

هر کال یې لسګونه زره کسان لیدلو ته ورځي.

د طالبانو په واکمنېدا سره دغې سیمې ته د ورتلونکو کسانو شمېر لا ډېر شوی، خو څه موده وړاندې دې سیمې ته وروسته له هغه لا ډېر پام واوښت چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر وویل ښځې دده په وینا د حجاب نه مراعاتولو له کبله له دې وروسته دغې سیمې ته نه شي ورتلی.

د طالبانو دې پرېکړې په کور د ننه او بهر غبرګونونه پارولي وو، خو د بامیانو لپاره د طالبانو ګومارل شوي چارسمبالي والي عبدالله سرحدي تازه څرګندونو کې له دولتي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي، غواړي راتلونکی کال د بند امیر یوه برخه کې د ښځو لپاره ځانګړی پارک جوړ کړي.

د ویډیو تشریح، د بامیان بند امیر کې ښځو ته ځانګړی پارک جوړېږي

ده ویلي چې ددغه پارک ټول کارکوونکي او ساتونکي به ښځې وي.

له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، پر ښځو یې د کار، ټولنیزو فعالیتونو او د زدکړې برخه کې یو لړ محدودیتونه لګولي.

له دې وړاندې یې کابل او نورو ولایتونو کې پارکونو،‌ سینګارتونونو، لوبیزو ځایونو او حمامونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی.‌

د طالبانو دې کړنو پراخ غبرګونونه پارولي او دا ډول کړنې یې د بشري حقونو ضد بلل شوې دي، خو طالبان وايي د شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.