'افغانستان کې طالبانو له کتاب‌پلورنځیو ځینې سیاسي او مذهبي کتابونه ټول کړي'

کتابونه

د عکس سرچینه، @abid_jawid

د کابل ښار یوه کتاب پلورونکي بي بي سي ته د نوم او غږ نه خپرولو په شرط وويل، د طالبانو حکومت یې څو ځلي کتابپلورنځی پلټلی او په وروستیو ورځو کې یې بالاخره ور بند کړی دی.

ځینو سرچینو بي بي سي ته دا هم ویلي، چې د طالبانو حکومت اړوند کسان په کتابپلورنځیو ګرځي؛ د ایران چاپ او همدارنګه د سیاسي او مذهبي کتابونه ترې ټولوي.

روانه اونۍ لیکوال او ژورنالیست نذیراحمد سهار هم پر خواله رسنیو ادعا کړې وه چې ګویا د طالبانو حکومت یې له کتابپلورنځیو "وزیرستان وروستی مورچل" نومی کتاب ټول کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي دا وړ ادعاوې نه تاییدوي او وايي، برعکس دوی په افغانستان کې د کتاب لوست د دودولو لپاره هڅې کوي.

پرون د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په یوه غونډه کې وویل، یوازې هغه کتابونه به راټول کړي چې د افغانانو ترمنځ د بېلتون اچولو لپاره لیکل شوي وي.

د هغه په خبره، هغه کتابونه به هم راټول کړي چې د دین له اصولو سره په ټکر کې وي.

هغه چې په کابل کې په افغانستان کې د کتابتون او کتابولۍ کلتور د ساتنې او ودې د سمپوزيم په پرانیست‌غونډه کې خبرې کولې وویل، تر اوسه یې هیڅ کتاب سانسور کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د یوه کتاب پلورنځي څښتن بي بي سي ته وویل، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو په دې وروستیو ورځو کې یوه خپروندویه ټولنه اړه کړه چې خپل تازه خپور کړی ناول له بازاره بېرته را ټول کړي.

د 'ذهني انحراف' مخنیوی

حیات الله مهاجر فراهي

د عکس سرچینه، Taliban

تازه چې په دې تړاو د کتابپلورنځیو او خپرندویه ټولنو شکایتونه رسنیز شول، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین حیات الله مهاجر فراهي بي بي سي ته وویل د خلکو د ذهني انحراف د مخنیوي لپاره به له کتابپلورنځیو ځينې کتابونه راټول کړي.

ورته مهال د تېر جمهوریت یوه ویاند مجیب الرحمن رحیمي هم پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې وه چې طالبانو د ده څو لیکلي کتابونه له کتاب پلورنځیو ټول کړي دي.

د کابل پوهنتون ځینو محصلانو هم بي بي سي ته ویلي، د لوړو زدکړو وزارت د پوهنتونونو کتابتونونو ته سپارښتنه کړې چې د طالبانو د تفکر خلاف کتابونو ته پخپلو نندارتونونو کې د نندارې اجازه ور نه کړي.

د ځینې راپورونو پر بنسټ وړاندې هم په کابل ښار کې ځينې کتابپلورنځي چې د مېرمنو له خوا اداره کېدل، د طالبانو حکومت له خوا مهرولاک شوي دي.

LAILA BASIM/FACEBOOK

د عکس سرچینه، LAILA BASIM/FACEBOOK

د عکس تشریح،

د تېر کابل په مارچ میاشت کې په کابل کې د "ښځو کتابتون" مسؤلانو بي بي سي ته تایید کړې وه چې طالب امنیتي مامورانو د پرله پسې امنیتي ګواښونو له کبله ښځو ته د دغه ځانګړي شوي کتابتونه بندولو ته اړ شوي دي.

دا کتابتونه کابو اوه میاشتې وړاندې جوړ او په بېلابېلو موضوعاتو کې شاوخوا پنځه زره کتابونه پکې ځای پرځای شوي وو.

د دغه کتابتون یوې بنسټګرې لیلا بسیم بي بي سي ته وویل، په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو امنیتي کسانو د ښځو د کتابتون پر دروازې درې ځلې د تړلو مهر وهلی،‌ خو دوی به لا هم هلته تللې ان تر دې چې د طالبانو له مکررو سختو ګواښونو وروسته د کتابتون د دروازې تړلو ته اړایستل شول.‌

د دغه کتابتون یوې بلې چلوونکې ژولیا پارسي لیکلي، یوازې د طالبانو ګواښونه نه، بلکې اقتصادي ستونزې هم د دې کتابتون د بندېدو لامل شوې دي.