د هرات او خواف تر منځ د ریل پټلۍ غځولو 'وروستۍ برخې هوکړه لاسلیک شوه'

هرات-خواف

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG

    • Author, نور محمد سعید
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د هرات او خواف تر منځ یې د ۵۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د ریل پټلۍ وروستي پړاو بشپړولو قرارداد لاسلیک کړی دی.

ویل کېږي، د دې پړاو له بشپړېدو وروسته به دا پروژه تکمیل شي او هرات به په بشپړ ډول د ریل پټلۍ له لارې د ایران له بندرونو او ریل شبکې سره وصل شي.

ویل کېږي، د دې پروژې لګښت له حکومتي بودیجې ورکول کېږي.

پر پنجشنبه (د وري نهمه) د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ دویم فاز څلورمې برخې جوړولو قرارداد له (ګاما ګروپ) نومي خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د لاسلیک په دې مراسمو کې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د روسیې ریل پټلۍ ادارې مرستیال او ایراني دیپلوماتانو هم ګډون کړی و.

د ښاغلي برادر دفتر وايي، د خواف-هرات ریل پټلۍ وروستۍ برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او په راتلونکو دوو کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.

ویل کېږي، چې دا پټلۍ به د هرات له هوايي ډګره پیل او د رباط پریان پورې به وغځول شي، چې همدا یې وروستۍ برخه ده.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به نه یوازې د افغانستان هرات د ایران له بندرونو سره د ریل پټلۍ له لارې وصل شي، بلکې افغانستان به د ایران سویلي سرحدي سیموریل پټلیو له لارې د ترکیې تر ریل پټلۍ پورې ورسېږي او له همدې لارې به اروپا ته هم د ریل پټلۍ له لارې وصل شي.

د مسوولینو په خبره د هرات او خواف تر منځ ریل پټلۍ به د مرکزي او سویلي اسیا تر منځ هم د ریل پټلۍ له لارې سوداګرۍ ته لار هواره کړي.

د ملا برادر له دفتره په دې هکله خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره امکان شته، چې ''د افغانستان په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د ریل پټلۍ غځولو ته زمینه برابره شي.''

افغانستان

د عکس سرچینه، Afghanistan Railway Authority

د عکس تشریح، د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې مسسولین وايي، د روسیې د ريل پټلۍ ادارې له مرستيال سره یې د ریل پټلۍ پراختيا په هکله خبرې کړې

د هرات- خواف تر منځ د ریل پټلۍ ۷۷ کیلومتره برخه د ایران په خاوره کې ده او پاتې ۶۶ کیلومتره یې له ایران سره د افغانستان له پولې بیا د هرات تر روزنک سیمې پورې غځېدلې ده.

د افغانستان او ایران تر منځ دا ټوله پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږده ده چې تر اوسه یې له څلورو برخو درې برخې بشپړې شوې وې.

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال (د ۲۰۲۰ کال دسمبر کې) د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ پرانیستل شوه.

د دې پټلۍ هوکړه لیک په ۱۳۸۵ کال د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لارښونه لاسلیک او یو کال وروسته یې عملي چارې پیل شوې.

هممهاله د افغانستان اوسپنیزې پټلۍ ادارې مشر بخت رحمان شرافت د روسیې ریل پټلۍ ادارې له مرستیال ایلیا کازاکوف سره د افغانستان ریل پټلۍ کارکوونکو ته د روزنې ورکولو په هکله خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې ښاغلی کازاکوف په یوه رسمي سفر افغانستان ته تللی.

د افغانستان ریل پټلۍ ادارې مسوولینو په وینا ښاغلي کازاکوف ویلي، د روسیې ریل پټلۍ اداره به د هرات-بولدک او افغان ټرانس ریل پټلۍ پروژو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.