د افغانستان- ایران ترمنځ د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ پرانیستل
نن پنجشنبه (د لیندۍ/قوس ۲۰مه) د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ پرانیستل شوه. د سوداګریزو توکو او مساپرو د لیږد رالېږد دې لیکې د پرانیستې لپاره کابل او تهران کې د ولسمشرانو په ګډون پر مجازي غونډو سربېره د ایران په خواف او د افغانستان د هرات په روزنک سیمو کې مراسم جوړ شوي وو.
دا پټلۍ ۲۲۵ کیلومتره اوږده ده او د افغانستان هرات ولایت د ایران له خواف ښار سره تړي، خو دمګړۍ یې له څلورو- درې پړاه بشپړ شوي او افغانستان کې یې له روزنک تر هرات ښاره برخه پاتې ده.
چارواکي وايي د "خواف - هرات" دا پټلۍ به په کلنۍ کچه د افغانستان او ایران ترمنځ د ۶ میلیون ټنه سوداګریزو توکو او ۱ میلیون انسانانو د لېږد رالېږد وړتیا ولري.