جعلي ډاکتره چې د یوې ښځې د ښکلا جراحي عملیات کړی و په اووه کاله بند محکومه شوه

لورینا

د عکس سرچینه، THE VIEWER

کولمبیايۍ لورینا بیلتران ۲۰۱۴ کال کې په شل کلنۍ کې د تیونو جراحي عملیات کړی و چې بریالی نه شو. یو کال وروسته یې د ښه کېدو لپاره بل عملیات وکړ خو وضعیت یې له پخوا لا پسې بدتر شو.

لورینا وايي،‌ کله چې ډاکترې ورته په خورا عجیبه انداز وویل چې څه ستونزه نشته نو دا پوه شوه چې یو څه خامخا پېښ شوي دي.

له دې پېښې وروسته لورنا د ډاکترې په اړه پلټنې پیل کړې او په پای کې یې وموندله چې دې ډاکترې د یوه پوهنتون پر جعلي‌ اسنادو څو کسان عملیات کړي دي.

له دې پېښې اووه کاله تېر شوي، لورنا اوس ۲۸ کلنه ده.

فرانچسکو سېلز پوچینې چې ځان یې ډاکتره معرفي او د لورینا جراحي عملیات یې کړي، اوس له خپلو شپږو نورو ملګرو سره په اووه کاله بند او نغدي‌ جریمې محکومه شوې.

د تورونو کسانو وکیل جیمي ګرانادوس سیمه ییزو رسنیو ته ویلي‌ چې د دې پرېکړې په اړه به تجدید نظر وکړي.

بي بي سي موندو په دې اړه آغلې لورنا سره غږېدلې ده.

هغه ډاکټره وه خو جراحه نه وه

اووه کاله وړاندې لورینا د پوهنتون د یوې ملګرې په سپارښتنه نسايي ولادي ډاکترې فرانچسکو سېلز پوچینې ته لاړه.

د هغې کلینیک د بوګاتا په یوه ځای کې و، لورنا موندلې وه چې دا د پلاستیکي جراحۍ ډاکتره ده او عملیات کې ورسره مرسته کولی شي.

لورینا چاغه وه غوښتل یې د جراحي عملیاتو په مرسته له خپل بدنه اضافي‌ وازګه لېري کړي.

لومړی جراحي عملیات ظاهرا ښه ترسره شول نو ځکه لورینا پرېکړه وکړه چې خپل تیونه هم د عملیات په مرسته کوچني‌ کړي او د دې لپاره یو بل عمیات وکړي.

هغه وايي "زما وزن ډېر دی، تیونه مې لوی دي، کله مې چې له خېټې وازګه لیرې کړه سینو مې یو ډول زړېدلی حالت واخیست."

سره له دې چې لورینا د خپل بدن د ښکلا په لټه کې وه خو تر څنګ یې اوږده موده د ملا په درد هم اخته وه چې لامل یې لوی تیونه یاد شوي دي.

سېلز پوچیني ورته س‍پارښتنه وکړه چې د تیونو د کوچني کولو لپاره هم ورته عملیات وکړي.

"هغه وخت مې پرې باور وکړ ځکه چې یوه ډاکتره چې سپینه چپنه یې اغوستې وي په ځان د باورمندۍ یوه بېلګه ده او خلک پرې باور کوي."

د تیونو په جراحي عملیاتو کې باید د لورینا له تیونو اضافه غوښه او وازګه لیرې شوې وای چې له دې سره یې د تیونو د څوکو ځای هم بدلېده.

د تیونو څوکې باید د بدن له یوې بلې برخې جوړ کړل شي، په دې عملیاتو کې د لورینا سینې زیانمنې شوې او زخمونه یی له یوې ورځې بلې ته د بدترېدو په حال کې و.

له عملیات یو کال وروسته د لورینا د تیونو زخمونه ورغېدل خو ښکلا یې زیانمنه شوه او ډاکټرې د تیونو سرونه یې هغه ډول چې جوړ وای و نه شو کړای او پر سینو هم خاپونه د ټټو په څېر پاتې شول.

دا مهال لورینا پرېکړه وکړه چې یو بل متخصص ډاکتر ومومي.

هغه وايي:"زه څو جراح متخصص ډاکترانو سره اړیکه کې شوم خو هېڅ څوک نه حاضرېدل چې مرسته راسره وکړي او راته ویل یې چې دا کار نه شي کولی. خو بلاخره یې د ډاکتر هوګو کورتس وړاندیز راته وکړ."

لورینا په یو ډول وکړای شول چې ډاکتر کورتس دې ته قانع کړي چې درملنه یې وکړي، هغه ډاکتره پوچیني پېژندله، له لورنا یې وپوښتل چې ولې د خپل عملیاتو لپاره نسايي ولادي ډاکترې ته ورغلې؟

وايي‌ ما ځواب ورکړ چې هغه د پلاستیکي جراحۍ متخصصه ده او راته ویل شوي و چې دواړو برخو کې یې کار کړی دی.

لورینا وايي،‌ ډاکتر کورتس ورته ویلي چې پوچینې د پلاستیکي جراحۍ متخصصه نه ده او دا چې ته یوه خبریاله یې نو په دې اړه باید پلټنه وکړې.

پوهنتون شته خو د پلاستیکي جراحۍ څانګه نه لري

لورینا

د عکس سرچینه، MAURICIO ALVARADO

ظاهرا ویل شوي چې پوچیني په Vega de Almeida پوهنتون کې د پلاستیکي جراحۍ برخه کې تخصصي زدکړې کړي دي.

دا پوهنتون ۲۰۱۴ کال کې د کولمبیا د لوړو زدکړو له خوا په رسمي ډول ومنل شو.

لورینا سره یې یوې همکارې هم په پلټنو کې مرسته کوله.

هغه وايي:"مونږ هلته لاړو، ماته یې وویل چې په دې پوهنتون کې د طب پوهنځي څانګه نشته."

له دې خبرې سره لورنا د حقیقت موندلو په لټه کې شوه.

"وضعیت ډېر جدي و ځکه یو پوهنتون کې چې د طب برخه هېڅ نه وي نو څنګه شونې ده چې له هغې دې د جراح متخصصه ډاکتره فارغه شي او په دې برخه کې دې خلکو ته خدمات وړاندې کړي."

لورینا هڅه وکړه چې له وزارته د مالوماتو ترلاسه کولو غوښتنه وکړه چې شاوخوا ۳۴ ډاکترانو له دې پوهنتونه د سندونو ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

او هغه زدکړې چې دې ډاکترانو یې ادعا کړې په یاد پوهنتون په درسي سیتم کې نشته.

عمومي شکایت

له دې هر څه وروسته لورینا پرېکړه وکړه چې هر څه بربنډ کړي، هغه وايي:"اول مې نه غوښتل خپل هویت په ډاګه کړم خو وروسته مې پرېکړه وکړه چې دا کار وکړم او ښه به دا وي‌ چې دا هر څه ښکاره او عمومي کړم."

لورینا رسنیو ته حاضره شوه او د پېښې کیسه یې وکړه. هغه له دې هر څه سره پر انلاین یو کمپاین هم پیل کړ.

هغه وايي:" ما له مخې پر ټوېټر ډېر فالور لرل نو د هغې په مرسته مې دا خوځښت پیاوړې کړ."

نوموړې زیاته کړې:"زه یوه نېکمرغه ناروغه وم ځکه چې خبریاله وم او ډېرو کسانو سره مې پېژندګلوي وه او کولی مې شول چې ډېر مالومات پیدا کړم او حقیقت ته ځان ورسوم."

لورینا د سیاسي چارو خبریاله وه او د لوړې کچې سرچینو سره یې اړیکې پراخې وې چې د هغه وخت د روغتیا وزیر هم پکې شامل و.

هغه وايي: "ما احساسوله چې د نورو ناروغانو پرتله په ښه موقف کې یم نو باید یو کار وکړم او خپل غږ پورته کړم. ښايي ما پیل کې د دې اقدام لګښت نه و سنجولی خو زه اوس هم په دې کار نه یم پښېمانه."

د کولمبیايي رسنیو له پلټنو او د لورینا او نورو قربانیانو له خوا د پیل شوي عمومي کمپاين په پایل کې څارنوالۍ د مشکوکو تحصیلي‌ اسنادو درلودونکي ۴۲ ډاکټران وموندل.

دغو ډاکترانو ته جنايي قضیه پرانیستل شوه، لومړۍ ډله کې د پوچینې په ګډون شپږ ډاګتران شامل و.

د دې کسانو محاکمه په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوه چې له شپږو کالو وروسته د محکمې پرېکړه د سږ کال په فبرورۍ کې صادر شوه او دا پرېکړه د اکتوبر په څلورمه په عمومي ډول اعلان شوه.

لورینا وايي،‌ قاضي پوچیني ماته د ۲۰ زره امریکايي ډالرو غرامت په راکولو هم محکومه کړې خو تر اوسه ما نه دي‌ ترلاسه کړي.