مسک وايي له ټویټره چې اوس اېکس نومېږي د بلاک غوراوی لېرې کوي

د عکس سرچینه، ETIENNE LAURENT/EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
امریکايي میلیاردر او د ټېسلا او اېکس شرکت مشر اېلن مسک اعلان کړی چې له اېکس خواله رسنۍ چې مخکې یې نوم ټویټر و د بلاک کولو غوراوی یا اپشن لېرې کوي.
هغه ویلي، دا اپشن کومه معنی نه لري.
نوموړی وايي د اېکس کاروونکي به دا غوراوی ولري چې څوک ورته د دوی له خوښې پرته مسج ونه کړای شي.
خو ایکس یا پخواني ټویټر کاروونکو د اېلن مسک دغه اعلان ته په غبرګون کې ویلي، د بلاک یا بندولو اپشن لېرې کول به دوی لپاره دا ستونزمن کړي چې له خپلو پاڼو ځوروونکي مطالب لېرې او بند کړي.
تر هغه وروسته چې نوموړي تېر کال دغه ټولنیزه شبکه په ۴۴ میلیارد ډالره پيرلې، ګڼ بدلونونه یې پکې راوستي دي.
تېره میاشت یې نوم هم له ټویټره اېکس ته واړاوه.
اوس که د دې خواله رسنۍ یو کاروونکی څوک بلاک کړي، د بلاک شوي کس لخوا خپرېدونکي مطالب ده او د ده هغه بلاک شوي کس ته نه ښکاري. ورسره یو بل ته پیغام هم نه شي استولی.
د دې ټولنیزې رسنۍ پخوانی خاوند او بنسټګر جاک ډورسي د اېلن مسک له پرېکړې سره موافق ښکاري.
هغه یوه پيغام کې لیکلي "۱۰۰ فیصده. یوازې خاموشي."

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
له میوټ یا خاموشۍ هدف هغه اپشن دی چې پر مټ یې د اېکس کاروونکي کولی شي د بل کس لخوا د خپرېدونکو مطالبو د خبراوي یا نوټیفیکېشن مخه پرې ونیسي.
ځینې کاروونکي له همدې کبله اندېښمن دي او وايي دا به له خلکو دا امکانات واخلي چې له ځوروونکو او نا مناسبو پوسټونو ځان خوندي وساتي.
یوه کاروونکي دا د اېلن مسک لویه تېروتنه بللې.
هغه ویلي دغه ټولنیزه شبکه کې داسې کاروونکي هم شته چې څوک نه غواړي په هېڅ ډول ورسره اړیکه ولري.
له اېکس یا پخواني ټویټره د بلاک اپشن لرې کول د اپسټور او ګوګل پلې له تګلارو او اصولو سره هم ټکر کې راتلی شي.
په دې معنی چې دغه کاریال یا اپلیکېشن به ښايي نور له اپسټور او ګوګل پلې د اپلیکیشنونو له دغو ذخیرو د ښکته کولو یا ډانلوډ وړ نه وي او ښايي له دغه سټورونو لرې کړای شي.
د موبایل اپليکېشنونو د دغو دوو سترو سټورونو یا ذېرمو یو مهم شرط دا دی چې د دوی له لارې د خواله رسنیو خپرېدونکي اپلیکېشنونه باید کاروونکو ته د ځوروونکو مطالبو د فلترولو وړتیا ورکړي.
تر اوسه مالومه نه ده چې که د ښاغلي مسک دغه نوې پالیسې پلې کېږي، نو د اېکس کاروونکو لخوا پخوا د بلاک شويو کسانو پيغامونه او پيغامونه به په اتومات ډول دوی ته راڅرګند شي، که څنګه.











