ایټالیا د مسک او زوکربرګ ترمنځ د قفس سیالۍ کوربتوب کولی شي

زوکربرګ او اېلان مسک

د عکس سرچینه، REUTERS AND GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د دواړو ترمنځ د مقابلې دا عجیب نظر په تېره جون میاشت کې پیل شو، هغه مهال ښاغلي مسک ټویټ کې لیکلي وو چې له ښاغلي زوکربرګ سره د (پنجرې/قفص جګړې ته تیار دی).

د ټکنالوجۍ برخې د دوو مشرانو اېلان مسک او مارک زوکربرګ ترمنځ قفس کې پلان شوې مبارزه اوس په ایټالیا کې ترسره کېدلی شي، چې د لرغوني روم رنګ به پکې نغښتی وي.

د کیسې وروستي پرمختګ کې د ایټالیا د کلتور وزیر د جمعې په ورځ وویل چې هغه له ښاغلي مسک سره د خیریه کار په توګه د نندارې کوربتوب په اړه خبرې کړې دي.

د ټسلا او میټا (پخواني فیسبوک) میلیاردر اجراییوي مشران له تېرې جون میاشتې راهیسې له یو بل سره د مقابلې ناندرۍ وهي.

که دا کیسه مخته ولاړه شي، اټکل کېږي چې میلیونونه ګټه به یې د ماشومانو اړوندو روغتونونو ته ور کړل شي.

خو ښاغلي زوکربرګ ویلي چې تر اوسه په دې اړه کومه نېټه نه ده منل شوې.

پر ټولنیزې رسنۍ اېکس X (چې پخوا د ټویټر په نوم پېژندل شوی) د خپل لیدلوري د وضاحت لپاره ښاغلي مسک ویلي، هغه د ایټالیا له لومړي وزیر او د کلتور وزیر دواړو وسره خبرې کړې دي.

هغه لیکلي: "دوی په یوه عجیب ځای کې موافقه کړې ده. د کامرې په چوکاټ کې هرڅه به لرغونی روم وي، هېڅ عصري څه به هلته نه وي".

په هر صورت، پلازمېنه روم او د هغه مشهور کولوزیم – چېرې چې په پخوا وختونو کې افسانوي ګلیډیاټور جګړې کېدلې- له منځه تللي.

د ایټالیا د کلتور وزیر ګینارو سنګیولیانو په یوه بیان کې وویل،‌چې د "لویه خیریه" پېښه به د هېواد تاریخي اهمیت لا پسې ډېر کړي او دا به یو کلتوري میراث پاتې شي.

ښاغلي سنګیولیانو ویلي "ما له اېلان مسک سره اوږدې او دوستانه خبرې وکړې، موږ د لرغون روم تاریخ لپاره زموږ د ګډې لېوالتیا په اړه خبرې وکړې."

"موږ ددې په اړه فکر کوو چې څنګه یوه لویه او تاریخي پېښه تنظیم کړو او په بشپړ ډول یې مدیریت کړو.. دا به په روم کې ترسره نه شي".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي سنګیولیانو دا هم وویل چې "د پام وړ اندازې، په کافي اندازه میلیونه یورو" تمه کېږي چې د کېج مېچ یا په قفص کې د ننه جګړې کوربتوب په پایله کې د ایټالیا د ماشومانو دوو اړوندو روغتونونو ته ورکړل شي.

زوکربرګ پر خپله رسنۍ تریډز- چې له X (ټویټر) پلټ فارم سره د مستقیمې سیالۍ لپاره تېره میاشت پی شو- ویلي دی "له هغې ورځې راهیسې مقابلې ته چمتو یم چې اېلان زه وننګولم" او که پر یوې نېټې سره سلا شو، "تاسو به یې له ما نه واورئ."

"تر هغه وخته، داسې وانګېرئ، فرض کړئ هر هغه څه چې دی وايي موافقه پرې لا نه ده شوې."

ښاغلي زوکربرګ وویل،‌ کله چې دی سیالي کوي، غواړي "په داسې طریقه یې وکړي چې د لوبې په سر کې غوره لوبغاړو ته ځای ورکړل شي."

۵۲ کلن اېلان مسک او ۳۹ کلن مارک زوکربرګ د ټکنالوجۍ له برکته د نړۍ ډېره ګټه وټه ترلاسه کوونکي میلیاردران دي.

د دواړو ترمنځ د مقابلې دا عجیب نظر په تېره جون میاشت کې پیل شو، هغه مهال ښاغلي مسک ټویټ کې لیکلي وو چې له ښاغلي زوکربرګ سره د (پنجرې/قفص جګړې ته تیار دی).

د میټا (فېسبوک) اجراییوي مشر -چې د مخه یې د مخلوط‌ مارشل آرت یا اېم اېم اې روزنه هم بشپړه کړې او‌ په وروستیو کې د جیو جیټسو ټورنمنټونه ګټلي- په ساده توګه (ځای را ولېږه) سره ځواب ورکړ.‌