ولې د ټېسلا برېښنايي موټرو پلور را کم شوی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, تیو لیجیټ
- دنده, سوداګریز خبریال، بيبيسي نیوز
یو وخت، داسې برېښېده چې ګنې ټېسلا هېڅ تېروتنه نه کوي. یوازې د یوې لسیزې په اوږدو کې، د ټېکنالوژي له ابتدائي شرکت نه پر یو لوی موټر جوړوونکي بدل شوی، د پاکې انرژۍ په سوداګرۍ کې یې میلیاردونه پانګونه کړې او د بازار ارزښت یې اسمان ته رسېدلی.
خو شرکت اوس د خپلو موټرو په پلور کې له کمښت سره مخ دی، له چینایي برنډونو سره سخته سیالي، له "سایبر ټرک" موټر سره ستونزې یې داسې څه دي چې رسنیو په پراخه کچه راخیستی دي.
په پلور کې کمښت د ټېسلا پر عاید اغېزه وکړه او ګټې یې زیانمنې کړې. د دې د ونډو بیه د روان کال له پیله له څلورمې برخې ډېره راښکته شوې ده.
شرکت په مهمو بازارونو کې خپل نرخونه کم کړي او د شاوخوا ۱۴،۰۰۰ کارمنان (یعنې په نړیواله کچه د لس سلنه کاري ځواک) له دندو لېرې کوي. په اغېزمنو کسانو کې لوړ پوړي چارواکي او ټول ټیم د خورا مشهور سوپرچارجینګ شبکې مسؤل هم دی.
ایا دا ټول پر سړک کې یوازې د یوې پېښې له کبله دي، یا ټېسلا په ناڅاپي ډول ناکام شو؟
اېلان مسک د ۲۰۱۲ په جون کې د ټېسلا کلیفورنیا فابریکه کې ځانګړو رابلل شويو لیدونکو ته تشریح کړه "دا د جادو ماتولو په اړه دی."
هغه زیاته کړه: "نړۍ په دې فکر کې وه چې برېښنایي موټرونه د پټرول چلوونکي موټرو په څېر کیفیت نشي لرلی."
د مسک په وینا د ټېسلا ماډل ایس د پیلولو مراسمو پرمهال وشوه، هغه موټر چې هغه ټینګار وکړ دا برم به له منځه یوسي او د هغه ژمنه بېځایه نه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په هغه وخت کې، برېښنايي موټر د اوږدې مودې لپاره سست، غیر هڅوونکي، غیر عملي او خورا محدود حد ګاډي بلل شوي وو.
که څه هم نوي ماډلونه لکه د "نیسان لیف" شهرت او مینه وال په ډېرېدو دي، دوی پر پراخه کچه بازار یې د پام وړ اغېزه نه ده کړې.
(اېس) ماډل ځواکمن و او د سپورټ موټر فعالیت یې درلود، په یو چارج کې تر ۲۶۵ مایلونو پورې ځغلېدلی شو. دا موټر ارزانه نه و، په متحده ایالاتو کې یې بیه ۵۷ زرو ډالرو (۴۷ پونډو) پیل شوه، خو له شک پرته یو توپیر یې رامنځ ته کړ.
له هغه وخت راهیسې، ټېسلا د ماډل په ګډون څلور نور ماډلونه پیل کړل، چېX SUV ماډل، ۳ ماډل (معقول نرخونه لرونکی)، او Y ماډل او سایبر ټرک ګاډی.
ټېسلا اوس په د چین شانګهای او د جرمني په برلین کې د موټر جوړولو لویې فابریکې لري، سربېره پردې د کلیفورنیا په فریمونټ او یو شمېر نورو امریکایي ځایونو کې د اصلي تاسیساتو سربېره فعالیتونه لري.
تېر کال یې شرکت ۱،۸ میلیون موټرونه وړاندې کړل، مانا دا چې په نړیوال بازار کې د تولیدوونکي په توګه خپل ځای په ټینګه ساتلی او ثابت کړی دی.
خو د کارډیف پوهنتون کې د موټرو صنعت څېړنې مرکز د مشر پروفیسور پیټر وېلز په وینا، دا د ستونزې یوه برخه ده "کله چې ټېسلا لومړی ځل راپورته شو، دوی یو په زړه پورې نوی محصول درلود، او اجرائیوي مشر یې کاریزماتیکه شخصیت و او شرکت واقعا مخکښ و."

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس، شرکت "نور د متشبثینو نوی مشر او د لوبې بدلونکی نه دی، مګر په صنعت کې په زیاتېدونکې توګه له ټولو ننګونو سره یو لوی سیال دی چې د ورته بازار په ځای کې د سیالانو د ډېرېدونکې لړۍ سره مخ کېږي."
پروفیسور ویلز وايي، نور شرکتونه لکه د چین "نیو" ډېر په زړه پوري محصولات وړاندې کوي او د چین BYD هم په ټیټو نرخونو کې ښه فعالیت کوي "په اصل کې، نړۍ له ټېسلا سره مخ شوې."
په دې کې شک نشته چې د پخوا پرتله اوس سیالي ډېره شوې. کله چې په ۲۰۱۵ کال کې چاپیریال ته د ډیزلو د زیان رسولو رسوايي په ډاګه شوه، فولکس واګن د برېښنایي موټرو صنعت ته پیسې ورکول پیل کړل.
لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې حکومتونو په جدي توګه د نويو پټرول او ډیزلي موټرو په پلور باندې د دایمي بندیز لګولو په اړه غور پیل کړ، نورو تولیدوونکو یې په چټکۍ پر پله پل کېښود.
له کلونو راهیسې د چين پاليسۍ جوړوونکو د برېښنايي وسايطو پرمختګ ته د نړيوال بازار د زياتې برخې د نيولو د يو فرصت په توګه کتلي او د هغوی پرمختګ يې هڅولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
پایله د BYD په څېر د برنډونو ګړندۍ وده وه، چې د تېر کال په پای کې د نړۍ تر ټولو لوی برېښنایي موټرو جوړوونکي کېدو لپاره ټېسلا ته مخه کړه.
په ورته وخت کې، هاغسې چې د برېښنایي موټرو بازار ډېر ګرم شوی، د نړۍ په ډېری برخو کې سبسایډي یا مالي ملاتړ ډېر شوی چې له مصرفوونکو سره د دوی پېر کې مرسته وکړي.
دا ښايي یو له هغه دلیلونو وي چې ولې په وروستیو کلونو کې د برېښنایي موټرو پلور کې لویه وده ورو شوې او پخپله جوړوونکي دې ته اړ شوي چې خپل نرخونه راټیټ کړي.
د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ټېسلا د ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۳۶ سلنه کمښت سره د برېښنایي موټرو پلور په چټکۍ سره راټیټ شو.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا ټېسلا کولی شي ورک شوی حرکت بېرته ترلاسه کړي. ښکاري چې اجرائیوي مشر یې اېلان مسک هیله لري شرکت یې د خپله چلېدونکو موټرو په ډګر کې مخکښ شي.
په ورته وخت کې، ټېسلا د پلور ډېرولو لپاره خپل نرخونه ټیټوي، سربېره پر دې بیا د لګښتونو کمولو او د ګټې حالتونو ته وده ورکولو لپاره خپل کارمنان کموي، دا هغه څه دي چې د موټرو هر بل شرکت یې هم کوي.











