نایجېریایۍ سراشپزې د نړۍ تر ټولو لوی د جولوف وریجو دېګ پوخ کړ

هو، رښتیا هم ډېرې زیاتې وریجې دي... د هېلډا باچي ټیم د غټو لرګیو ګېندو (سپاتولو) په مرسته دغه خوراک په هماغه غټ دیګ کې لاړه.
د عکس تشریح، هو، رښتیا هم ډېرې زیاتې وریجې دي... د هېلډا باچي ټیم د غټو لرګیو ګېندو (سپاتولو) په مرسته دغه خوراک په هماغه غټ دیګ کې لاړه.

نایجېریايۍ پخوونکې 'اشپزې' او د ګینیس د نړیوال ریکارډ لرونکې هېلډا باچي هڅه وکړه چې د "جولوف وریجو" تر ټولو لوی دیګ پوخ کړي. جولوف د لوېدیځې افریقا د وریجو یو ډول مشهور خواړه دي.

زرګونه کسان په لاګوس کې راټول شوي وو چې د خوړو د دې اوڅارې پخوونکې د نړۍ د ریکارډونو په هڅه کې د هغې دا هڅه وویني. هغې په ۲۰۲۳ کال کې د تر ټولو اوږده د پخلي ماراتون سرلیک درلود چې ۹۳ ساعته او ۱۱ دقیقې یې دوام وکړ- نژدې څلور ورځې.

د هغې په ستر جولوف وریجو کې ۴۰۰۰ کیلوګرامه (۸۸۰۰ پاوه) وریجې، ۵۰۰ کارتنه د رومي بانجانو روب او ۶۰۰ کیلوګرامه پیاز شامل وو، چې ټول په ځانګړي ډول جوړ شوي وو او په کابو ۲۳ زره لیټره دیګ کې واچول شول.

د دغو خواړو پخولو څو ساعته وخت ونیو او اوس باید د ګینیس د نړۍ ریکارډ له لوري د انځورونو او ویډیو شواهدو پر بنسټ تایید شي.

۲۸ کلنې باچي د بي بي سي پجن ته وویل، هغې ته یو کال پکار وو چې له دې لویې ننګونې سره مقابله وکړي.

هغې وویل: "موږ د افریقا لوی خلک یو او جولوف هغه خواړه دي چې ټول افریقایان پرې پېژندل کېږي. په دې مانا د که موږ تر ټولو لوی د جولوف وریجو دیګ ولرو، دا به د هېواد لپاره ښه وي."

د دې لپاره د لوی پولادي دیګ جوړولو ته د پخلي ټیم د ۳۰۰ کسانو دوه میاشتې وخت ونیو.

باچي د خپلو مرستندویانو په مرسته چې غټ د لرګیو ګېندۍ یې چلولې، دا ستر خوراک پخ کړ او وروسته یې پر خلکو ووېشه چې هر څوک ترې خوند واخلي.

جولوف وریجې د نایجېریا د خوړو یوه اساسي برخه ده. وریجې د رومي بانجانو په ساس کې پخېږي او ډېری وخت له غوښې یا سمندري خوړو سره خوړل کېږي.

هېلډا باچي په ۲۰۲۱ کال کې د خپل پخلي جولوف وریجو له برکته یوه سیالي وګټله او بیا په ۲۰۲۳ کال کې یې د پخلي د ماراتون ریکارډ په خپلولو د هېواد کچه مشهوره شوه.