پاکستان کې ولې د پولیو پېښې ډېرې شوې؟

د ویډیو تشریح، پاکستان کې ولې د پولیو پېښې ډېرې شوې؟
پاکستان کې ولې د پولیو پېښې ډېرې شوې؟
پاکستان

د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې د پوليو پر وړاندې مبارزه له پرله پسې تاوتريخوالي او بريدونو سره مخامخ شوې ده.

تېره يوه لسيزه کې د پوليو پر کارکوونکو سربېره سلګونه هغه پوليس سرتېري هم وژل شوي، چې د کارکوونکو خوندي کولو دنده يې پر غاړه وه.

سږ کال پاکستان کې د پوليو پېښې ډېرې شوې، او تر دې مهاله لږترلږه ۱۷ پېښې په کې ثبت شوې دي. له کوټې پرې ازاد خبریال محب الله خان راپور رالېږلی دی.