یوازې ډيپ‌سیک نه دی– د چین د ټکنالوژۍ لس کلن پلان رنګ راوړي

د چين ولسمشر

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جو ټایډي
    • دنده, د بي‌بي‌سي نړیوال سروېس سایبري ټکنالوژۍ خبریال

د چین د مصنوعي ځيرکتیا پر مټ جوړ شوي ډيپسیک اپلکشن نړۍ ته ټکان ورکړ خو خپله چین دې تولید ته د حیرانتیا په نظر نه ګوري. دا هېواد ورو خو په پرلپسې ډول 'د چین جوړ ۲۰۲۵' پلان له مخې له تېرو لسو کلونو راهیسې د مصنوعي ځيرکتیا په ګډون د لوړې کچې ټکنالوژۍ تولید ته مخه کړې.

د څيړونکو لپاره د ډیپسیک د بریالي مزل پیل دا مانا لري چې چین په دې برخه کې خپلې پروژې او پلانونه په ښه توګه عملي کوي.

د چین حکومت په ۲۰۱۵ کال کې په ځانګړو مراسمو کې د 'د چین جوړ ۲۰۲۵' یا مېډ اېن چاینا ۲۰۲۵ پلان اعلان کړ.

د دې موخه دا وه چې په ورځني ډول د هغو کارېدونکو توکو چې ډېر یې ارزانه دي او د ' چین جوړ' پرې لیکل شوي وي په اړه هغه فکر بدل کړي چې د ټېټ کیفیت په سترګه ورته کتل کېږي.

په دې لړ کې د ټکنالوژۍ لس صنعتي ادارې د بنسټیزو ساحو په توګه وپېژڼدل شوې چې تر ۲۰۲۵ کاله پر نړۍ غلبه وکړي.

مصنوعي ځيرکتیا، کمپیوټري سیالۍ، بریښنايي موټر، تازه کېدونکي انرژي، د لمریزو برېښنا تولید دړې او د بټریو تولید په ټکنالوژۍ کې د چین د پرمختګ په پلان کې په ښکاره لیکل شوي دي.

په ډېرو دې برخو کې چین خپلو موخو ته رسېدلی او اوس د عمده لوبغاړي په توګه ان ویل کېږي چې دغه هېواد ځينو برخو کې سختو اټکلېدونکو موخو ته هم رسېدلی دی.

د لندن په کېنګز کالج کې د اقتصادي پراختیا څېړونکې ډاکټره یودان ګانګ وايي، "زما په اند 'د چین جوړ ۲۰۲۵' پلان په پراخه کچه بریالی و."

نوموړې وايي، "په ډېرو برخو کې چین د رهبرۍ تر کچې رسېدلی او په ځینو صنعتونو کې خو ان نړۍ ته سرلاری دی."

چین د ګاډو په تولید کې هم له جرمني، جاپان او امریکا مخکې شوی او دا مهال چین نړۍ کې له بل هر هېواده ډېر موټر خرڅوي.

د برېښنايي موټرو د پرمختګ سر هم چین ته رسېږي ځکه دا هېواد دمګړۍ نړۍ کې د ډېرو بټریو جوړونکی هېواد ګرځېدلی.

د انرژۍ نړیواله ایجنسي (ای اي اې) وايي دا وخت نړۍ کې د لمریزې برېښنا د تولید له ۸۰ تر ۹۵ سلنې دړې په چین کې تولیدېږي.

څېړونکي وايي چین د نوي کېدونکو انرژيو ځواک دی، دوی وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۲۸ کاله به چین نړۍ کې تر ټولو ډېره ۶۰ سلنه نوي کېدونکي انرژي تولیدوي.

چین په خپل پلان کې څومره بریالی دی؟

Showroom with BYD cars

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین د نړۍ هر بل هېواد پرتله ډېر موټر خرڅوي.

په ډرون کامرو کې هم دا هېواد سرلاری دی او چین په فضا حکومت کوي. د بي‌بي‌سي یو څېړنيز رپوټ وايي چې د چین په شينژن کې د (ډي جې ای) مرکز د نړۍ ۷۰ سلنه اړیتا پوره کوي. دا رپوټ وايي د نړۍ له لسو غوره ډرون جوړونکو درې هغه یې په چین کې دي.

د دې لپاره چې چین د ټکنالوژۍ په نړۍ کې خپلو موخو ته رسېدلی وي د چین کمونېسټ ګوند د ۲۵۰ وړو موخو نقشه جوړه کړې د شنونکو په باور چین د ترسیم شوي نقشې ۸۶ سلنه موخې تر لاسه کړې دي.

د جرمن مارشال فنډ اداري مسئول او د جوبایډن پخوانی سلاکار لېنډسې ګورمن وايي، "چین د حکومتي ملاتړي بودجې سم لګښت له کبله بریالیتوب ته ورسېد، د چین حکومت د څېړنو او پانګونې له اجنډا سره مخکې ځي."

لنډسې ګورمن دا هم وايي چې چین دا وړتیا لري چې بهرنۍ پانګونې او هنر خپلې خوا جذب کړي، دوی هڅول کېږي چې له چینايي کمپنیو سره پر ګډه کار وکړي.

چین دغې موخې ته د رسېدو لپاره یوه زیاته اندازه پیسې مصرف کړي. د امریکا متحده ایالاتو د کانګرېس یو څېړنیز رپوټ وايي چې چین داسې پلان جوړ کړی چې په څېړنو او د بهرنیو کمپنیو په اخيستلو یونیم ټریلیون ډالره ولګوي. دا رپوټ زیاتوي چې تر ۲۰۲۰م کاله دې برخه کې ۶۲۷ میلیارده ډالره لګېدلي دي.

'د چین جوړ ۲۰۲۵' کال پلان دومره بریالی شو چې له اعلان څو کاله وروسته چین له دې کبله چې د سیالانو به یې ډېر ورپام شي د دې شعار بیا بیا اعلان او یادول بند کړل. که څه هم دا ناوخته و ځکه په وروستیو کلونو کې په لوېدیځه نړۍ کې ډېرو هېوادونو په هغو توکو او تخنیکي شیانو محدودیتونه ولګول چې چین ته صادرېږي.

د دې بندیزونو یوه موخه دا وه چې د چین ګړندی پرمختګ ودروي.

Visitors observe DJI drones at the World Intelligent Manufacturing Expo 2024 in Nanjing

د عکس سرچینه، CFOTO/Future Publishing via Getty Images

د عکس تشریح، د بي بي سي یوه څيړنه ښيې چې د نړۍ اویا سلنه ډرون کمرې چین کې جوړېږي.

څېړونکي وايي دا ډول بندیزونو چین لا پرمختګ ته اړ کړی که څه هم له پیله د 'چین جوړ ۲۰۲۵' پروژې یوه موخه پر ځان د چین بسیا کېدل وو خو بندیزونو لا ژور کار ته وهڅاوه.

بريتانيا کې د کارډېف پوهنتون د اقتصاد د برخې څېړونکی پروفیسور پېنګ زو وايي په چین کې یوه پخوانی مشهوره معقوله ده چې "ژوند تل خپله لاره خپله جوړوي."

چینایان وايي چې محدویتونه او بندیزونه یوازې ریښې بدلوي او په لوري یې اغېز نه پرېږدي.

د بېنګ زو غوندې څېړونکي د ډيپ‌سیک جوړول د داسې کار یوه ښه بېلګه بولي.

د امریکا لخوا چین ته پر صادراتو د ډېر کنټرول وروسته چین ونه توانېد چې پیاوړي چېپونه ومومي خو وروسته یې په ډېر کم نرخ اغېزناکه خپل موډل جوړ او کمپنیو ته ور وپيژانده.

ځینو کمپنیو بیا هم د چین ادعاوې دروغ بللې او پرې یې باور نه کاوه خو د ډیپسیک جوړولو امریکا او نورې نړۍ ته ډېر ټکان ورکړ او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ د چین 'ډیپ‌سیک' ټېکنالوژي امریکايي شرکتونو ته د 'خبرداري زنګ' وباله.

د چین د مصنوعي ځيرکتیا کمپنۍ دا مهال نړۍ کې له بل هر هېواده ډېر تولیدات تیاروي او د چین د ټکنالوژۍ لویې کمپنۍ د بېلګې په ډول علي بابا او بایټ ډانس په خپلو توکو لکه د ګوګل او خلاصې مصنوعي ځيرکتیا (اوپن اې ای) هومره پیسې لګوي.

خو له دې سره امریکا اوس هم نړۍ کې په مصنوعي ځيرکتیا کې مخکښه ده او 'د چین جوړ ۲۰۲۵' پلان لا له امریکا نه دی مخکې شوی خو ګواښ هرو مرو دی.

چينايي موټر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چین له بل هېواده ډېر موټر تولید او صادوري

د کوانټم میخانیک نړۍ کې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ یوه پرمختللی محاسبوي برخه ده لا هم امریکا مخکې ده سره له دې چې چینايي ساینسپوهان د نړۍ هر بل هېواد پرتله په کلني ډول په دې اړه ډېرې لیکنې او څېړنې خپروي.

امریکا په پرلپسې ډول د چین لخوا ورپېښو ننګونو او پرمختګونو ته د ګواښ په سترګه ګوری او له همدې کبله یې خپل مزل ګړندی ساتلی. امریکا د مصنوعي ځیرکتیا او نورو برخو کې د سلګونو میلیاردو ډالرو پانګونه کړې.

د چین لپاره بیا بل ګواښ د املي امنیت اړوند اندیښنو ته ځواب ورکول او ترې ځان خلاصول دي.

ټېک ټاک چې لومړۍ ناامریکایي مشهوره ټولنیزه شبکه ده د امریکا لخوا پرې تورونه دي چې د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښولی شي او ګواکې مهم معلومات د چین حکومت ته ورکوي. امریکا کې په دغې چینايۍ ټولنیزې رسنۍ د جاسوسۍ شک کېږي او محکمو یې د بندولو پرېکړه کړې.

دې ته تجربې ته په کتو د چین د انلاین خرڅلاو اپلکشنونه لکه شېن او ټيمو چې د امریکايي امازون په څېر کار کوي او نوی اپلکشن ډيپسيک پر مختګ هم له ګواښ سره مخ کېدی شي.

بلخوا که د چینايي موبایل جوړونکي کمپنۍ هوايي مسیر ته وکتل شي له لوېدیځې نړۍ پرته هم بریالی بلل کېږي. په ۲۰۱۹ کال کې چې کله د موبایلونو د تولید دا چینايي کمپنۍ د ملي امنیت اندېښنو له کبله له بندیزونو سره مخ شوه نو دغې کمپنۍ د پنځم نسل ( ۵جی) او موبایل نورو تیلفونونو په جوړولو کې د پام وړ پرمختګ درلود.

دغه کمپنۍ چې لوېدیځه نړۍ کې پرې محدودیتونه لګېدلی اوس خپل پام د نړۍ نورو هېوادونو ته اړولی او د پام وړ ګټه کوي.