د سرطان د ۵۰ بڼو لپاره د وینې له معاینې په زړه پورې پایلې راوتلي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فرګس والش
- دنده, بي بي سي
د یوې نوې څېړنې له مخې، د سرطان له ۵۰ زیاتو ډولونو لپاره د وینې معاینه کولی شي د تشخیص په چټکولو کې مرسته وکړي.
په شمالي امریکا کې د یوه ازمایښت پایلې ښیي چې دا معاینه د سرطان پراخ ډول پېژندلو کې بریالۍ وه، چې درې پر څلورمه یې (۷۵٪) د سکریننګ یا لومړنۍ معاینې هېڅ ډول پېژندنه وړاندې نه وه شوې.
له نیمایي ډېر سرطانونه په لومړني پړاو کې کشف شوي، چیرې چې درملنه یې اسانه او د بشپړې درملنې شونتیا یې شته.
د Galleri معاینه، چې د امریکایي درمل جوړونې شرکت Grail لخوا یې چارې سمبالېږي، کولی شي د سرطاني DNA هغه ټوټې کشف کړي چې له تومور جلا شوي او په وینه کې ګرځي.
د معاینې بڼه اوس مهال د (د بریتانیا ملي روغتیایي خدمتونو) ادارې له لوري تر ازمایښت لاندې ده.
په دې ازمایښت کې له امریکا او کاناډا ۲۵،۰۰۰ لویان شامل وو چې د یو کال په اوږدو کې پرلپسې وڅارل شول، او له سلو نږدې یو کس یې مثبته پایله درلوده.
په دې قضیو کې په ۶۲٪ کې یې وروسته سرطان تایید شو.
د څېړنې د چارو مشر، ډاکټر نیما نبویزاده، چې په اوریګون روغتیایي او ساینسي پوهنتون کې مرستیال پروفیسور دی، وايي چې معلومات ښیي، دا معاینه کولی شي د سرطان (سکریننګ) لپاره د دوی لاره "په بنسټیزه توګه بدله کړي".
هغه څرګنده کړه چې دا کولی شي د سرطان ډېرو ډولونو په کشف کې مرسته وکړي او "د هغوی لپاره، چې د بریالۍ درملنې یا ان د بشپړې روغتیا چانس یې ډیر وي" یو ښه زېری دی.
دې معاینې په هغو کسانو کې چې پایله یې منفي وه، له ۹۹٪ زیاتو کې په سمه توګه سرطان رد کړ.
کله چې دا معاینه د سینې، کولمو او رحم له سکریننګ سره یوځای وکارول شوه، نو په ټولیز ډول یې د کشف شویو سرطانونو شمیر اووه چنده زیات کړ.
تر ټولو مهمه دا ده چې د کشف شویو سرطانونو درې پر څلورمه (۷۵٪) هغه وو چې د (سکریننګ) پروګرام نه لري، لکه د تخمدان، ځیګر، معدې، مثانې او پانقراص سرطان.
د وینې معاینې دې بهیر د ۱۰ قضیو په ۹ کې د سرطان مبدا (سرچینه) په سمه توګه وپېژندله.
دا اغېزمنې پایلې ښیي چې د وینې معاینه کولی شي په پای کې د سرطان په ژر تشخیص او پېژندنه کې لویه ونډه ولري.
خو هغه ساینس پوهان چې په دې څېړنه کې شامل نه وو وايي، د دې معاینې د لا ښو پایلو ښودلو لپاره نورو شواهدو ته اړتیا ده چې ایا د وینې معاینه د سرطان له امله مړینې کمولی شي که نه.
د دې معاینې عمومي پایلې به د شنبې پر ورځ په برلین کې د Europe Society for Medical Oncology کانګریس کې خپرې شي خو بشپړ جزئیات یې لا تر اوسه په یوې علمي ژورنال (peer-reviewed journal) کې نه دي خپاره شوي.








