هجري کال: د سپوږمۍ کلیز په اړه حقایق چې له اسلام ۲۰۰ کاله مخکې وو

میاشت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هجري کال هر کال د لمريز تقويم پرتله ۱۱ ورځې مخکې کېږي، چې له امله یې اسلامي مراسم او مناسبات هر کال په بېلابېلو فصلونو او وختونو کې راځي.
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

ځینې عربي هېوادونو د نوي هجري ۱۴۴۷ کال پیل اعلان کړی دی، هغه کلیز چې له مکې مکرمې نه مدینې منورې ته د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له هجرت سره تړاو لري. خو د هجري تقويم په اړه نور مهم معلومات هم شته، چې په دې راپور کې به یې در وپېژنو.

سپوږميز تقويم

هجري تقويم د سپوږمۍ پر مدار ولاړ دی، یعنې د هجري میاشتې بشپړېدو لپاره باید سپوږمۍ خپله دوره د ځمکې شاوخوا پوره کړي. دا د ميلادي یا لمريز تقويم خلاف دی، چې د لمر شاوخوا د ځمکې د ګرځېدو پر بنسټ حسابېږي.

د هجري میاشتې پیل او پای د نوي میاشتې په لیدو پورې تړلی وي، له همدې امله د هجري میاشتو ورځنۍ شمېرې ثابتې نه دي، برعکس د لمریز تقويم. له همدې امله، د هجري میاشتې ورځې یا ۲۹ وي یا ۳۰ وي.

له همدې امله، هجري کال هر کال د لمريز تقويم پرتله ۱۱ ورځې مخکې کېږي، چې له امله یې اسلامي مراسم او مناسبات هر کال په بېلابېلو فصلونو او وختونو کې راځي.

همداراز، د سپوږمۍ د دورې د بشپړېدو لید هم د جغرافیایي موقعیت پر بنسټ توپیر لري، یعنې د هجري میاشتې پیل کېدای شي په یوه ځای کې وشي، خو په بل ځای کې نه وي.

نړیوال هجري تقويم

دا یوه داسې طریقه ده چې د یو شمېر ستور‌پوهانو له خوا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې وړاندې شوه، چې د مختلفو هېوادونو تر منځ د هلال یا میاشتې د لیدو اختلافات راکم کړي.

دغه مفکوره د اسلامي فلکي دویم کنفرانس پر مهال ومنل شوه، چې د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر میاشت کې د اردن پلازمېنې عمان کې ترسره شو.

د عرب ټولنې د فضا او فلک د علومو له خوا د "هلال یا میاشتې، تقویمونه او وختونه" کمېټې دا مفکوره وړاندې کړه، چې د هجري تقويم د اندازه کولو لپاره یې پر ځمکه ولاړه نړۍ په دوو برخو ووېشله:

ختیځه نیمه کره: هغه سیمه چې د ۱۸۰ درجې ختیځ طول البلد او ۲۰ درجې لوېدیځ طول البلد ترمنځ موقعیت لري.

لوېدیځه نیمه کره: هغه سیمه چې د ۲۰ درجې لوېدیځ طول البلد نه تر لوېدیځو امریکایي وچو پورې غزېدلې ده.

د دې تقويم مفکوره دا ده چې د هجري میاشتې په ۲۹مه نېټه باید د هرې نیمې کرې په یوه وچه سیمه کې د هلال لید وڅارل شي. که هلال ثابت شي (که په سترګو وي یا د فلکي وسایلو په مټ)، نو د هماغې نیمې کرې په ټولو سیمو کې بله ورځ د نوې میاشتې پیل اعلانېږي.

د دې تقويم معنا دا نه ده چې د هجري میاشتې پیل به د ټولې نړۍ په هر ځای کې یو شان ورځ وي، خو دا مرسته کوي چې د هجري میاشتو د پیل اختلاف تر یوې ورځې زیات نه شي.

له اسلامه دوه پېړۍ مخکې

د ویډیو تشریح، هجري کال: د سپوږمۍ د تقویم په اړه حقایق چې له اسلام ۲۰۰ کاله مخکې وو

د اسلامي سرچینو له مخې، د ۴۱۲ میلادي کال په شاوخوا کې د مکې مشران سره راټول شول، چې د سپوږمیز تقویم (کلیز) پر سر یو توافق ته ورسېږي. دا ځکه چې د عربو قبیلو تر منځ د میاشتو په ټاکلو کې اختلاف موجود و او دې توپیر د حج د موسم او سوداګرۍ په چارو کې ګډوډي رامنځته کوله.

په دغه تاریخي غونډه کې د پېغمبر محمد ﷺ پنځم نیکه هم ګډون درلود. په دغه غونډه کې عربو د میاشتو پر شمېر او نومونو توافق وکړ.

همداراز، دوی پر دې هم هوکړه وکړه چې هره میاشت به د ځانګړو فعالیتونو لپاره ځانګړې وي: ځینې یې د جګړې لپاره، ځینې د سوداګرۍ لپاره او ځینې د حج لپاره ځانګړې شوې.

په همدې غونډه کې د "حرامو میاشتو" اصول هم وټاکل شول، یعنې هغه میاشتې چې جګړه پکې حرامه ګڼل کېږي. دا اصول تر اسلام وروسته هم پاتې شول. دغه میاشتې دي: ذوالقعده، ذوالحجه، محرم او رجب دي

۱۷ کاله وروسته

که څه هم هجري کلیز د پېغمبر محمد ﷺ له هجرت (له مکې نه مدینې ته) سره تړل شوی، خو دا تقویم له هجرت څه ۱۷ کاله وروسته عملي شو.

دا خلیفه عمر بن الخطاب و، چې په اسلامي دولت کې یې د هجري تقویم رسمي پلي کېدل اعلان کړل. تر هغه مخکې دا تقویم د "عربي تقویم" په نوم یادېده، خو کله چې له هجرت سره وتړل شو، نو د "هجري تقویم" نوم ورکړل شو.

د هجري میاشتو اوسني نومونه هم هماغه دي، چې د ۴۱۲ میلادي کال د مکې په غونډه کې پرې توافق شوی و، ځکه له هغې مخکې قبایلو د میاشتو بیلابېل نومونه کارول.

د نسیء ورځې

نسیء هغه پنځه ورځې وې چې عربو به یې له سپوږمیز کال سره زیاتولې یا ترې کمولې.

د دغو ورځو په سبب اختلاف شته؛ ځینې وايي دا به د سپوږمۍ د ځمکې شاوخوا د دورې د حساب پر بنسټ زیاتېدې یا کمېدې، خو نور باور لري چې دا یوه فرېبکاره لاره وه، چې عربو به د حرامو میاشتو له شمېر سره لوبې کولې، کله چې به یې غوښتل جنګ وکړي.

اسلام بیا دا "د نسیء ورځې" حرامې وبللې، ځکه دې به د اسلامي عباداتو او مناسباتو د دقیقو وختونو په حساب کې ډېر لوی اختلافونه رامنځته کول.

د میاشتو نومونه

د هجري میاشتو نومونه یا له هغه فصل سره تړلي دي چې دا میاشت پکې نومول شوې، یا د عربو له فعالیتونو سره، یا له جګړې سره د حرمت د اړخونو له مخې. د بېلګې ‍په توګه:

ربيع الأول او ربيع الآخر: دا نومونه د پسرلي له موسم سره تړلي، ځکه هغه مهال دا میاشتې د پسرلي له موسم سره برابرې وې.

جمادى الأولى او جمادى الآخرة:‌ دا د ژمي په موسم کې نومول شوې او "جمادي" له "جمود" (یخوالي یا کنګل کېدو) اخیستل شوې ده، یعني د اوبو کنګل کېدل.

رمضان: دا نوم له "رمض" اخیستل شوی، یعنې سخته ګرمي، ځکه په دې نامه د میاشتې د نومولو پرمهال ډېرې ګرمۍ ته برابره وه.

حرامې میاشتې:

ذو القعدة: له "قعود" اخیستل شوی، یعنې د جګړې نه کولو حالت یا له جګړې کېناستل.

ذو الحجة: د حج میاشت وه.

محرم: د جګړې له حرمته اخیستل شوی نوم دی.

رجب: له "رجب النصال عن السهام" اخیستل شوی، یعنې د غشو نوکونه به ترې ایستل کېدل، چې د جګړې د بندېدو نښه وه.

نورې میاشتې:

صفر: دا نوم له دې امله ورکړل شوی چې خلک به جګړې ته وتل او کورونه به تش پاتې کېدل (يَصْفُرُ البيت، یعنې کور خالي شي).

شعبان: له "تشعّب" اخیستل شوی، یعنې خلک به له رجب وروسته بیا سره ووېشل او خواره شول: ځینې به جګړې ته تلل، ځینې سوداګرۍ ته.