په ټوله امریکا کې زرګونو کسانو د ټرمپ خلاف لاریونونه کړي

د ویډیو تشریح، د امریکا لر و بر کې زرګونه کسانو د ټرمپ په مخالفت کې لاریون وکړ

زرګونه کسانو د شنبې پر ورځ د امریکا متحده ایالتونو لر و بر کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیاستونو پر ضد مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکو ویل، چې ډېموکراسي او د قانون واکمني له ګواښ سره مخ دي.

یو له تر ټولو لویو لاریونونو په نیویارک کې وشو، هلته معترضان د منهټن پر سړکونو روان وو.

ځینو د هغو کډوالو په ملاتړ شعارونه ورکړل چې شړل شوي وو او ځینو نورو د پوهنتونونو د بودیجې د پرې کولو ګواښ وغانده.

په سنفرانسيسکو کې معترضانو د ساحل پر غاړه اوږه پر اوږه ودرېدل او یو انساني سپر یې جوړ کړ چې پرې لیکل شوي وو: "استیضاح او لرې کول".

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه اعتراضونه، چې د شنبې د ورځې د مظاهرو پرتله پراخه وو، د امریکا ټولو ۵۰ ایالتونو په ۱۲۰۰ ځایونو کې ترسره شول.

د روانې میاشتې په پیل کې هم سلګونه زره امریکایان سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د بېرته ستنېدو راهیسې، په تر ټولو لویو سراسري مخالفتونو کې راټول شول.

دغه اعتراضونه، چې د شنبې د ورځې د مظاهرو پرتله پراخه وو، د امریکا ټولو ۵۰ ایالتونو په ۱۲۰۰ ځایونو کې ترسره شول.

د ګالوپ د نوې سروې له مخې، ۴۵ سلنه رایه‌ورکوونکي د ټرمپ د اوسنۍ دورې د درېیو لومړیو میاشتو کړنې تاییدوي، چې دا شمېر د هغه د لومړۍ دورې په ورته موده کې له ثبت شویو ۴۱ سلنه لوړ دی.

اعتراض

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نیویارک ښار
امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له سپینې ماڼۍ بهر

خو سره له دې، دا کچه له ۱۹۵۲ تر ۲۰۲۰ پورې د ټولو منتخبو ولسمشرانو لپاره د درېیو لومړیو میاشتو د منځنۍ تایید له کچې، چې ۶۰ سلنه وه، ټیټه ده.

راپورونه ښيي چې دا مظاهرې عموماً سوله‌ییزې وې.

ډېرو مظاهره کوونکو داسې لوحې په لاس کې نیولې وې چې لیکلي وو: "پادشاهي نه"، چې دا د امریکا د انقلاب د پیل کلیزې ته اشاره وه، هغه انقلاب چې د برېتانیا د واک پر ضد پیل شوی و.