تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د استاد فریده مهوش د هنري اثارو ډیجیټلي کېدل: "اندېښمنه وم چې کډوالۍ کې به رانه ورک شي"
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بيبيسي
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د افغانستان د موسیقۍ یوازینۍ (استادې) فریده مهوش هنري آثار د امریکا په یوه معتبر پوهنتون (سټنفورډ) کې، په ډیجیټلي بڼه خوندي شول.
ګلالۍ فریده چې وروسته بیا د فریده مهوش په نامه وپېژندل شوه، نړۍ کې د "افغانستان غږ" بلل کېږي او د مرکزي اسیا یوه له محبوبو او مشهورو ښځینه سندغاړو ده.
د هغې سندریز غږ نه یوازې افغانستان کې بلکی د نړۍ د ګڼو هېوادونو پر سټېجونو انګازې کړي او په میلیونونه خلک یې د غږ مینهوال دي.
آغلې مهوش بيبيسي افغان برخې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دغه آثارو د ډجیټلي کېدو په تړاو ویلي "دا راته لوی ویاړ دی. او خوشاله یم چې آثار مې ډيجیټلي شول."
هغه لومړنۍ افغانه سندرغاړې شوه، چې آثار یې په یوه معتبر نړیوال پوهنتون کې په ډیجیټلي بڼه خوندي کېږي.
کلفورنیا کې د سټنفورد پوهنتون متخصصین وايي، دا هغو زدکړیالانو لپاره د مالوماتو مهمه سرچینه ده چې غواړي د افغانستان د موسیقۍ او افغان ښځو په تړاو څېړنه وکړي.
د استاد فریده مهوش د هنري آثارو د ورکېدو اندېښنه
فریده مهوش لومړۍ ښځه ده چې په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د سردار داود خان د واکمنۍ پر مهال ورته د (استادې) ویاړلی لقب ورکړل شو.
دا لقب تر دې مخکې یوازې سړیو ته ورکول کېده.
آغلې مهوش ۲۱کلنه وه چې موسیقۍ ته یې مخه کړه او د خپل ژوند په څه باندې پنځو لسیزو کې یې شاوخوا ۱۵۰۰ ویډیويي او غږیزې سندرې ویلي دي.
هغې په څه باندې نیمه پېړۍ (۵۶) کالونو کې بېشمېره هنري فعالیتونه کړي او ګڼې جایزې یې هم ګټلې دي.
مېرمن مهوش د بيبيسي راډیو۳ غوره سندغاړې جایزې تر څنګ د امریکا د مشهورې سندرغاړې (جنېس جپلېن) جایزه هم ترلاسه کړې ده.
دا جایزه په نړیواله کچه ډېره لویه او پېژندل شوې جایزه ده چې د ګوتو په شمار کسانو ته ورکول کېږي.
وايي د خپلو هنري آثارو د خونديتوب په تړاو اندېښمنه وه، چې ښايي ترې ورک شي او یا ورته څه زیان ورسېږي.
"تاسې پوهېږئ چې زه یوه کډواله یم، له یوه ښاره بل ښار او له یوه کوره بل کور ته کوچېږم، دا راته ګرانه وه چې ځان سره یې هر ځای ولېږدوم."
هغې له دې وړاندې هم بيبيسي ته موسیقۍ سره د خپلې مینې په تړاو ویلي وو چې درې ځله مینه شوې، لومړی ځل پر خپل خاوند، دویم ځل پر موسیقۍ او درېیم ځل د خپل وطن پر ځوانانو.
د سټنفورډ پوهنتون استاده او د افغانستان تاریخ پېژندونکې مژګان معصومي چې د دغه اثارو د راټولولو برخه کې یې څرګنده ونډه لرلې ده، د دې هنري آثارو ډیجیټلي کول "نه یوازې د افغانستان" بلکې "د ټولې نړۍ د موسیقۍ لپاره" ډېره مهم ګڼلي دي.
آغلې مژګان چې افغانستان کې یې د راډیو تاریخ او افغان ښځو غږ برخه کې څېړنه کوله وايي، د استاد مهوش د آثارو د ډیجیټلي کېدو پروژې ټولټال دوه نیم کاله ونیول چې بشپړه شي.
هغې بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، " ډېره اوږده پروسه وه، ځکه چې ما باید لومړی استاد مهوش دغه پوهنتون ته وروپېژندلې وای، چې هغه څوک ده او ولې دومره اړینه ده چې آثار یې باید خوندي کړل شي."
په دغو ډیجیټلي آثارو کې د استاد مهوش د ویډیويي او غږیزو سندرو تر څنګ مجلې، اخبار او ځینې خطونه هم شته چې په اړه یې لیکل شوي دي.
په دوی کې هغه خط هم موجود دی چې مشهور سندرغاړي استاد سر آهنګ ورته په خپل لاس لیکلی و.
امریکا کې د سټنفورډ کتابتون مرستیال (ریان پرکېنز) د آغلې فریده مهوش په تړاو ویلي، "د استاد مهوش غږ هېڅکله نه غلی کېږي ځکه زمونږ په وجود کې ژوندی دی. په دې هیله چې طالبان هغو ښځو ته څه تاوان و نه رسوي چې د چوپتیا پر وړاندې غږ پورته کوي."
وروستۍ سندره او د موسیقۍ له سټېجه خدای پاماني
استاده فریده مهوش او مېرمن پروین د افغانستان د موسیقۍ په اسمان کې دوه هغه ځلېدونکي ستوري دي، چې خپل راتلونکي نسل ته یې هم د مزل لار روښانه کړې ده.
آغلې مهوش د نړۍ پنځو لویو وچو کې له ۳۵۰ ډېر کنسرتونه ورکړي دي.
هغې د خپل هنر په دغه مزل کې د استادۍ لقب تر څنګ د "موسیقۍ مور" د "موسیقۍ بېلګه" او د "موسیقۍ شهبانو" ویاړلي لقبونه هم ترلاسه کړي دي او پخواني پاچاه محمد ظاهر شاه ورته د سرو زرو مډال ډالۍ کړی دی.
استاد فریده مهوش د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د امریکا د کلفورنیا ایالت پر یوه ستیج د سندرو له ویلو خدای پاماني وکړه.
دا خدای پاماني داسې مهال وه چې، په افغانستان کې د موسیقۍ پر اورېدو او غږولو بندیز لګول شوی او په عامه ځایونو کې د ښځو لوړ غږ "حرام" ګڼل کېږي.
هغې د خدای پامانۍ پر مهال ویلي وو، "یوه مسلمانه افغانه ښځه کولی شي کالونه سندرې ووايي او د بل هر چا په څېر، په سپینو وېښتو هم د موسیقۍ پر لار خپل مزل ته دوام ورکړي."
فریدې مهوش په یوه لوی کنسرت کې چې سلګونه ګډونوال پکې وو له خپلې مشهورې سندرې سره (وقتی عاشق شوی راز دل ته گفته نتانی) له موسیقۍ مخه ښه واخیسته او دې برخه کې یې خپل ۵۶ کلن مزل پاېته ورساوه.