ایا حکومتونه باید له هر چا سره مالي مرسته وکړي؟

An employee counts banknotes in Cairo, Egypt

د عکس سرچینه، Khaled Desouki/AFP via Getty Images

    • Author, نېک اریکسن
    • دنده, بي بي سي نړیوال سروېس

فکر وکړئ، چې اقتصادي وضعیت یا ټولنیز حیثیت ته مو له پام پرته هره میاشت یوه مشخصه اندازه پیسې درکول کېږي، څنګه به وي؟

همدا د نړیوال بنسټیز عاید مرستې یا یو‌بي‌ای‌جي نومې (Universal Basic Income Grant - or UBIG) پروګرام تر شا فکر دی، چې د نړۍ په لر او بر کې یې یو شمېر حکومتونه له کلونو راهیسې په هکله غور کوي.

همدا مفهوم د ځینو ټولنیزو تجربو لپاره هم د یوه فکر په توګه کارول کېږي.

د جرمني په برلین کې د مین ګرووندینکومین په نامه یوه خیره بنسټ تر درې کلونو پورې د ۱۲۲ داسې کسانو وضعیت وڅاره چې هره میاشت یې بې قید او شرطه ۱۳۶۵ امریکايي ډالر ترلاسه کول.

دې تجریې کې ولیدل شول، چې کار کولو ته د خلکو لېوالتیا کمه نه شوه، بلکې دې هر یوه کس دنده هم درلوده او ګڼ شمېر دې کسانو د دندو بدلون کې د بې روزګاره پاتې کېدو ډار نه درلود.

دوی له خپل کاره هم راضي ښکارېدل او ډېر وخت یې د نورو زدکړو پر ترلاسه کولو لګیاه وو.

په کینیا کې بیا د مستقیمې ورکړې په نامه یوې بلې خیریه ټولنې تجربې هم ورته خو موقتې پایلې درلودې.

هلته په ۲۹۵ کلیو کې یو شمېر کسانو ته د موبایل له لارې مشخصه اندازه پیسې ورکول کېدې، چې له دوو کلونو تر ۱۲ کلونو پورې یې دوام وکړ.

هلته هم په کار، روزګار کې کموالی رامنځته نه شو، خو ډېری ګډونوالو ځکه ورځنۍ مزدوري پرېښووله، چې خپل شخصي کاروبار وکړي.

ځینو بیا خپل عاید سر یو ځای کړ او ګټه یې سره ووېشله.

د کینیا یوه کونډه کاډي چې دا پیسې ترلاسه کوي وايي، په ټولنه کې د ګډون یو ډول احساس ورسره پیدا شوی دی.

د عکس سرچینه، JustGiving

د عکس تشریح، د کینیا یوه کونډه کاډي چې دا پیسې ترلاسه کوي وايي، په ټولنه کې د ګډون یو ډول احساس ورسره پیدا شوی دی.

په کینیا کې یوه کونډه کاډي، چې د عاید بله سرچینه نه لري وايي: ''دا فکر مې له اندېښنې خلاصوي، چې بالاخره وږې نه پاتې کېږم.''

دا کله، کله مزدوري هم کوي، خو د همدې پروګرام له مخې هره میاشت ۳۴ ډالره مومي، چې په وینا یې ''دا مې یوازینی داسې عاید سرچینه ده، چې تل یې لرم او پرې ډاډه یم. همدا نوښت مې ناهیلۍ ته نه پرېږدي، په یوه ځای کافي اندازه پیسې ترلاسه کوم، چې مخکې مې په دې هکله فکر هم نه و کړی، او چې وخت یې راشي د قلبې لپاره به د غوایانو جوړه اخلم.''

په سویلي افریقا کې د اقتصادي انصاف انسټیټیوټ ماهره ډاکتره کیلي وايي، د دې څېړنو پایلې د حیرانۍ وړ نه دي، داسې هره هڅه تل ناکامېږي، چې خلک په کې د اقتصاد پر بنسټ جدا کېږي. نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل: ''موږ داسې نورو بېلګو ته اړتیا نه لرو، چې ثابته کړو، چې یو بي ای پروګرامونه خلک له کاري بازاره لېرې کوي، بلکې دا خلکو ته وړتیا ورپه برخه کوي، چې خپل کاروبار پیل کړي او ځايي اقتصاد ورسره وغوړيږي.''

ډاکتره کیلي زیاتوي د نړیوال عایداتي ملاتړ پر ځای نور ټول داسې پروګرامونو تجربو کې تر یوه بریده نېمګړتیاوې رامنځته کېږي او له هماغه ځایه بیا ځینې کسان بهر پاتې کېږي.

د نیمګړتیا له کبله بهر پاتې کېدل

A family returns home along a dirt track in the Eastern Cape in South Africa after receiving food parcels from a non-governmental organisation

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډېر داسې خلک شته چې د دولتي مالي مرستې مستحق وي، خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې نه ترلاسه کوي.

د بېلګې په توګه په سویلي افریقا کې د عاید ملاتړ پروګرام پورې تر یوه بریده د ډیجیټل پوهاوي شرط غوټه شوي، خو هلته د نفوس ۲۰ سلنه وګړي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

دغه راز له هغو کسانو چې دې پروګرام کې شامل دي، تمه کېږي، چې باید د ښه معیار کېمره لرونکي ځیرک ټیلیفونونه ولري، چې بایومېټریک پېژندګلوۍ یې اسانه شي.

د ډاکترې هوسون په وینا له همدې کبله داسې ډېر کسان له دې پروګرامه بهر پاتې دي، چې باید پکې شامل وای.

په هند کې بیا د بیوزلۍ تر کرښې لاندې کارډونه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې حکومتي مالي مرستې ترلاسه کوي، خو په ترسره شویو سروې ګانو کې معلومه شوې، چې له نیمايي زیات بیوزله هندیان دا کارډونه نه لري.

په ۲۰۱۶ کال کې د کالفورنیا پوهنتون پروفیسر پرنب بردهان په دې هکله د نړیوال اقتصادي فورم پر وېبپاڼه یوه خپره شوې لیکنه کې کښلي و: ''هلته چې په غیر رسمي سیکتور کې یا د شخصي کاروبارونو په برخه کې د کره معلوماتو ترلاسه کول خورا ستونزمنه چاره ده. په دغسې شرایطو کې د معلوماتو ترلاسه کول له پېچلتیا، ګډوډۍ، فساد او ناندریو ډک کېدای شي.''

ایا په جرمني کې ترسره شوې تجربه د نړۍ د نورو برخو شرایط هم منعکسوي؟

په دا وروستیو کلونو کې په یو شمېر مخ پر وده هېوادونو کې هم د یو بي ای تجربې په بېلابېلو بڼو شوې دي، چې د هند مدهیه پردېش ایالت یوه تجربه هم پکې شامله ده.

دغه راز د نیمیبیا کلیو او په ایران کې د نغدو پیسو ورکړې هغه پروګرام هم پکې شامل دی، چې ۲۰۱۱کال کې پیل شوی و او د خوړو او تېلو سبسډۍ پروګرام بدیل په توګه پیل شوی و.

د نوبل جایزه ګټونکي ابهیجت بنرجي په ګډون د اقتصاد پوهانو یوه ډله، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د اقتصادي څېړنو بیورو (این بي اي ار) لپاره یوه لیکنه کې ویلي، سخته ده، چې د دومره پراخو تجربو وروستیو مشخصو پایلو په هکله څه وویل شي.

پیسې د ټولو لپاره

A man sells food in his street booth in Shanghai, China

د عکس سرچینه، Alex Plavevski/EPA-EFE/REX/Shutterstock

د عکس تشریح، څېړنې ښيي، چې پیسې خلکو ته فرصت په لاس ورکوي، چې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

که څه هم دا مرستې د هغو کسانو لخوا چې ورکړل شوې، د ځینو شخصي لګښتونو په برخه کې لګول شوې دي، ډاکتره هوسون وايي، د اقتصادي نابرابرۍ په برخه کې د پام وړ دي.

نوموړې زیاتوي په سیاسي ډګر کې هم د دې پروګرام لپاره ملاتړ شته.

د میلیاردر سوداګر او سیاسي سلاکار ایلون مسک په څیر مدافعینو په تیرو وختونو کې ویلي دي چې د مخ په زیاتیدونکي د مصنوعي ځیرکتیا د زیاتوالي پر وړاندې د مصرف کوونکو غوښتنې ته دوام ورکول یوه معنی لري.

ډاکتره هوسون زیاتوي: ''یو بي ای د پرمختیا لپاره یوه پیاوړې وسیله ده.''

دا وايي، ''د بېلابېلو شرایطو لپاره ښايي دلیلونه توپیر لري، خو بحث پر خپل ځای پاتې دی.''

دا د اداري یو بي ای جي نورو احتمالي ګټو خبره هم کوي. له هغو معلوماتو ورهاخوا چې دا پر ذهني او فزیکي روغتیا مثبتې ګټې لري، د سواد یا زدکړو په برخه کې یې هم ګټې مستندې شوې، ځکه د هغو کورنیو ماشومان چې دا عاید ترلاسه کوي تر اوږده مهاله پورې په ښوونځیو کې پاتې کېږي.

نوموړې زیاتوي، په کینیا او هند کې هغو ښځو چې دا مرستې ورسره شوې دي، دوی ځکه زیاته خپلواکي ترلاسه کړې، چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره د کورنیو نارینه وو ته اړې نه دي.

A shopping aisle in a supermarket in Texas in the United States

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې د دې پروګرام زیاتې مثبتې پایلې لیدل شوې دي.

خو ځینې بیا وايي، د جرمني تجربې ته په کتو سره وروستۍ پایله نه جوتېږي. د کاناډا ټورنټو پوهنتون ایوا وایوایولټ د امریکا دوو ایالتونو ټکساس او الینویس کې د یو بي ای جي په هکله د یوې څېړنې مشرې کړې.

هلته بیا هغو کسانو چې تر درې کلونو پورې یې هره میاشت د همدې پروګرام له مخې یې په کال کې ۱۲ زره ډالر ترلاسه کول، هره اونۍ یو اعشاریه درې ساعته کم کار کړی او د جرمني تجربې برعکس یې په کال کې ۱۵۰۰ ډالره عاید کم شوی و.

اغلې وایوایولټ په کم عاید لرونکو هېوادونو کې پایلې مثبتې دي، خو په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې بیا ګونګې پایلې لیدل کېږي:

''زموږ په څېړنه کې ولیدل شول، چې زیاتېدونکی شمېر خلکو له کار کولو ډډه کوله او یا یې کاري ساعتونه کمول. دا یوه ګوماني خبره ده، خو په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې خلک تر ډېره پورې په نغدو پیسو پورې محدود دي، خو په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې بیا خلک داسې ستونزې لري، چې ښايي له نغدو پیسو سره حل نه شي.''

د مالیې ورکوونکو په هکله څه فکر کېږي؟

ډاکتره هوسون وايي، په نړیواله کچه اوس هم داسې فکر کېږي، چې یو بي ای جي سره به ''پر نورو د تکیه کولو'' دود زیات شي او د مالیې ورکولو کوچنۍ شوې ساحه به لا زیات فشار سره مخامخ شي چې له هغو سره د نورو مرستو لپاره لا زیاتې پیسې ورکړي، چې نه شي کولای مالیه ورکړي.

د اسټرالیا په سډني پوهنتون کې پروفیسره فلورا ګیل د یو بي ای په تړاو شکمنه ده. د ۲۰۲۳ کال کې د بدلېدونکې ټولنې لپاره په یوه وېبلاګ کې نوموړې ویلي: ''که خلک غواړي چې دوی کار وکړي، نو باید ویې کولای شي، خو اوس داسې نه ده. د یو بي ای جي له پیل مخکې باید موږ د خلکو د دې بنسټیز بشري حق په هکله فکر وکړو.''

دا وايي، د دې ډول پروګرام لپاره به د مالیو کچه تر هغه حد لوړیږي، چې اوسمهال یې پر بنسټ اقتصادونه روان دي.

خو ډاکتره هوسون بیا فکر کوي، چې یو بي ای برعکس پایلې ترلاسه کوي:

''د سویلي افریقا په څېر بېلګو کې وینو چې ډېری کسان له اقتصاده بهر دي. د مالیو زیاتوالي لپاره لومړی دا ګورئ چې د خوړو کمښت پر موضوع غور وشي او خلک د پوړیو لومړۍ زینې ورسېږي. له هغه وروسته د خلکو خلاقیت مخې ته راځي خلک غواړي چې زیات تولید ولري.''

نورې اندېښنې

د دې له وړتیا سره سره اوس هم ځینې څېړونکي د یو بي ای جي پیل په هکله اندېښنې لري. د بېلګې په توګه دوی وايي، که خلکو ته مزد نه ورکول کېږي، له کاره به ډډه وکړي او کاري ځواک به ورسره کمزوری شي.

انفلاسیون یوه بله مسئله ده.

د ایران یونیورسل نغدي نظام له مخې په ۲۰۱۰ کال کې ورکړل شوې پیسې له هغه راهیسې په انفلاسیون کې نه شمېرل کېږي او له همدې کبله د هغو کسانو عاید کچه په اتومات ډول ټیټه شوې ده، ځکه د این بي اي ار د ۲۰۱۹ کال یوه رپوټ له مخې په دې هېواد کې د ژوند لګښتونه خورا په چټکۍ سره او ډېر لوړ شوي دي.

ماهرین وايي، ټولنیزه اډانه او ګډون هم له ګواښ سره مخامخېدای شي، چې له کبله یې بې ثباتي رامنځته کېدی شي.

د پروفیسرې وایوایولټ په خبره دا په دې پورې تړاو لري، چې حکومتونه خلکو ته څومره فرصتونه ورکوي او څومره لګول غواړي. دا وايي: په لنډ وخت کې، دا به په پراخه کچه د لوړ عاید لرونکو شرایطو کې له سیاسي پلوه ممکن نه وي، ځکه چې دا خورا ګران دی:

"ډېری وخت (په ټیټ عاید لرونکو هیوادونو کې)پالیسي جوړونکي ممکن د روغتیا پاملرنې یا تعلیم په برخه کې د ځانګړو پایلو ښه کولو ته لومړیتوب ورکړي. که هدفونه همدا وي، نو دا به ډېر اغېزمن وي، چې داسې پروګرامونه ولرل شي، چې دا کره څیزونه په نښه کړي. د نغدو پیسو خبره دا ده چې خلک کولی شي دا په مختلفو لارو او مختلفو څیزونو ولګوي."