هغه پلار چې د لور زدکړو لپاره یې خپل کور او رکشا وپلورله

هند

د عکس سرچینه، Bhagyashree Raut

د عکس تشریح، د ادیبې پلار اشفاق احمد رکشا چلوي

"ما خپل کور وپلوره، خپله رکشا مې وپلورله، خو څه مې له لاسه نه دي ورکړي، ځکه پر دغو پیسو به مې لور یوه لویه افسره شي. که د لور افسرېدو لپاره مې د ځان پلورلو اړتیا پېښه شوې وای،‌ دا کار مې هم کاوه. او هېڅکله به پرې پښیمان شوی هم نه وم."

دا د هند د مهاراشټرا ایالت د یاوتمال سیمې د یوه اوسېدونکي اشفاق احمد خبرې دي، چې لور یې 'ادیبې' د ټول هېواد په کچه د عامه خدماتو کمېسیون په ازموینه کې ۱۴۲م ځای خپل کړی او اوس کولی شي چې د 'هند په اداري‌ خدماتو' (ای‌اې‌اېس) کې افسره ده.‌

د ادیبې کورنۍ د یاوتمال ضلعې کالمب څلورلاره کې په یوه کرايي کور کې اوسي.‌ خپل کور نه لري.‌

د ادیبې پلار اشفاق احمد رکشا چلوي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي.‌ هغه په پوره ډاډ او بشپړ زیار دا هڅې جارې ساتلې چې پر خپله لور به زدکړې کوي.‌

یاوتمال کې د لږکیو سیمه‌ییز کمېسیون مشر پيارې خان ادیبې ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي‌ چې نوموړې به د مهاراشټرا ایالت په کچه لومړنۍ مسلمانه 'ای‌اې‌اېس افسره' وي.‌

ادیبه درې ځله ناکامه شوې وه، خو نهیلې نه وه

کابل

د عکس سرچینه، Facebook/Rais Shaikh

د عکس تشریح، درې ځله ناکامېدو هم د ادیبې حوصله ماته نه کړه

ادیبه په یاوتمال کې د اردو ژبې له یوه ښوونځي‌ فارغه شوې.‌ هغې کله هم دا فکر نه و کړی چې یوه ورځ به د هند د اداري خدماتو افسره شي، ځکه د کورنۍ اقتصادي‌ وضعیت یې دومره ښه نه و چې د دغو ګرانبیه زدکړو زمینه ورته برابره کړای شي.‌ ان پلار ورته د رکشې چلول ور زده کړي وو.‌

خو ادیبې یوه هیله درلوده او هغه دا چې لوړې زدکړې وکړي‌ او چېرته رسمي دنده واخلي.‌

په پيل کې یې غوښتل طب ولولي او ډاکتره شي.‌ خو دې لپاره باید په دولتي پوهنتون کې شامله شوې وای ځکه چې کورنۍ یې ورته د خصوصي‌ زدکړو د زمینې برابرولو وس نه درلود.‌

د طبي زدکړو په ازموینه کې بریالی نه شوه.‌ تر هغې وروسته ورسره پوښتنه دا وه چې اوس څه کولی شي. بلخوا یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت دا تقاضا کوله چې څومره ژر کېدای شي، باید زدکړې بشپړې او کار پيدا کړي.‌

هغې د بي‌بي‌سي‌ مراټي څانګې ته ویلي‌ نهیلې شوې وه، خو یوه نادولتي‌ سازمان ورسره مرسته وکړه او پر دې یې وپوهوله چې د عامه خدماتو څانګه څومره مهمه ده. دې ادارې له ادیبې سره پر عامه پوهاوي‌ سربېره یو څه مالي مرسته هم وکړه.

هغه پونې ښار ته ولاړه او هلته یې د عامه خدماتو کمېسیون ټولنې (یو‌ پي‌ اېس‌ اې) ازموینې ته چمتووالی پيل کړ.‌

ادیبه وايي‌ "پونې کې مې خصوصي روزنه وکړه.‌ په لومړۍ هڅه کې ناکامه شوم. بیا د ممبي د حاجیانو ادارې ته ولاړم،‌ هلته مې بخت وازمایه، خو بیا هم نهیلې شوم.‌"

"تر هغې وروسته ډيلي کې جامعه ملیه اسلامیه ته لاړم او پراخه مطالعه مې پیل کړه. څلورمه هڅه کې بریالۍ شوم.‌ مور او پلار مې پر دې ډېر ویاړي چې د ټول هېواد په کچه مې ۱۴۲م ځای خپل کړی دی."

ادیبه زیاتوي "زه مې د خپل پلار او هر هغه کس ډېره منندویه یم چې مرسته یې راسره کړې.‌ مور او پلار چې مې ما لپاره کومې قربانۍ ورکړي،‌ هغه نه شم جبرانولی."

نوموړې دا هم وايي‌ چې اوس ټولنې لپاره د کار او خدمت مسوولیت ور تر غاړې کېږي.‌

'د لور زدکړو لپاره به مې ځان هم پلورلی وای'

کورنۍ

د عکس سرچینه، Bhagyashree Raut

د عکس تشریح، ځايي چارواکي او مشرانو د ادیبې د بریا مبارکۍ لپاره کور ته ورځي‌

د ادیبې د کورنۍ اقتصادي‌ وضعیت ډېر کمزوری و.‌ پلار اړ شوی چې د لور زدکړو لپاره خپل کور وپلوري.‌ هغه دغه کار لپاره خپله رکشا هم وپلورله.

اشفاق احمد له بي‌بي‌سي‌ سره مرکه کې وویل "ما مې د لور له زدکړو یوه روپۍ هم ونه سپموله. چې کله به یې هم زنګ راوواهه چې د زدکړو لپاره مې پیسو ته اړتیا ده، نو ما ورته دا نه دي ویلي چې له ما سره نه شته."

دی وایي‌ "هغه وخت راسره پيسې نه وې. خو دا [ادیبه] مې نه ده پرېښې چې دا ستونزه احساس کړي.‌ ځکه چې زدکړې یې باید نه وای اغېزمنې شوې. هغه رکشا مې هم وپلورله چې د کورنۍ کفالت مې پرې کاوه."

اشفاق احمد وايي‌ له خلکو یې هم ډېر پورونه اخیستي.‌ "که څه هم د لور مې د لومړنیو ازموینو پایله ښه نه وه، خو زه نهیلی نه شوم.‌ پر دې باوري وم لور به مې یوه ورځ 'ای اې اېس' افسره شي، او هر وخت مو همدا ډاډ‌ ورکاوه."

د ادیبې پلار وايي‌ د لور د زدکړو لپاره یې ګڼې ستونزې ګاللې، "کور مې وپلوره،‌ رکشا مې وپلورله، خو هېڅ مې هم له لاسه نه دي‌ ورکړي.‌ ځکه پر دغو پيسو به مې لور یوه لویه افسره شي."

دی زیاتوي چې "که د لور زدکړو لپاره دې ته اړ شوی وای چې ځان وپلورم، دا کار مې هم کاوه او هېڅ‌ به پرې پښیمان شوی هم نه وم."