د لوڅو فلمونو ډېر کتل مو ګډ ژوند او جنسي روغتیا څه ډول اغېزمنولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د راکېش او مالا په نوم (اصلي نومونه یې نه دي) یوه ښځه او مېړه د جنسي مسلو یوې ډاکټرې ته د ورتلو پرېکړه کوي چې د کوروالي او د حمل نه اخیستلو په څېر ستونزو باندې خبرې ورسره ورسره وکړي.
په لومړنیو طبي معاینو کې ډاکټرې ته جوتېږي چې دوی دواړه کومه ځانګړې ستونزه نه لري نو بیا یې له دواړو سره جلا جلا خبرې وکړې.
مالا ډاکټرې ته وايي چې، "راکېش هره شپه تر دوو بجو پورې لوڅ فلمونه ګوري"
د دې لپاره چې راکېش په ټولنه او د ملګرو تر منځ ډېر قدر او عزت درلود نو مالا یې د دغه خوی په اړه هېڅکله چا ته څه نه وو ویلي.
د ښځينه ناروغیو او جنسي ستونزو دې ډاکټرې یا سېکسالوجسټ جیاراني کامراج بي بي سي ته وویل چې د مالا ورکړل شويو مالوماتو پر بنسټ یې د راکېش درملنه پيل کړه.
هغې په دې اړه له بي بي سي سره مرکه وکړه چې ایا د بربنډو یا سېکس فلمونو هر کتونکی طبي مرستې ته اړتیا لري او که څنګه؟ او پر ګډ ژوند څه اغېز کولای شي؟
ځواب یې په لاندې څو ټکو کې په ډاګه کړی:
د لوڅو فلمونو کتل روغتیا ته ګټه کوي که تاوان؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوېډ-۱۹ له کبله د ټولبنیز پر مهال په نړۍ کې د لغړو فلمونو کتل ډېر شوي.
سېکس فلمونه کتل پرې عادت شویو کسانو ته یو ډول ذهني سکون ورکوي او رواني فشار يې ورسره کمېږي.
که واده کړې جوړه د یوه بل په خوښه د یو څه وخت لپاره دا ډول ويډیو ويني نو سمه ده خو تر ۱۸ کلنۍ کمو ماشومانو ته ډېر خطر لري. ځکه چې د لوڅو فلمونو کتل د جنسي مسلو په اړه زدکړې سره هېڅ اړیکه نه لري.
د لوڅو فلمونو کتلو تاوانونه څه دي؟
څېړنو په ډاګه کړې چې د یوازېتوب احساس کوونکي کسان که د لنډ وخت لپاره پورن یا لوڅ فلمونه ګوري نو کله کله یې ذهني یا رواني فشار کموي. خو که د فاحشو ویډيوګانو کتل خپل عادت ګرځوي او دا خوی یې اوږده موده دوام کوي نو منفي پایلې لرلای او دا کس د ژور خپګان په څېر ستونزو سره مخ کېدلی شي.
تر اړتیا ډېر د لوڅو فلمونو کتل ستاسې پر ګډ ژوند او جنسي اړیکو هم ناوړه اغېز پرېباسلی شي.
هغه کسان چې بربنډې ویډیوګانې ډېرې او تل ویني نو په خپل ګډ ژوند کې هم د کوروالي پر مهال د فلم غوندې لوړې تمې لري او د هماغسې څه ترسرولو هڅه کوي. خو په حقيقي یا عام ژوند کې هغسې څه ممکن نه وي او له ناکامۍ سره مخ کېږي چې دا بیا په دغه کس کې ناهیلي پيدا کوي.
څنګه پوه شو چې يو څوک د لوڅو فلمونو پر کتلو روږدی شوی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بربنډو یا پورن فلمونو کتونکي په درې ډوله دي.








