د اسرائیلي ځواکونو له سختې بمبارۍ وروسته د غزې له الشجاعیه سیمې فلسطینیان وتلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ډېویډ ګرېتن
- دنده, بي بي سي
د غزې په ختیځ کې له الشجایه سیمې فلسطینیان په داسې حال کې وځي، چې اسرائیلي ځواکونو په دې سیمه کې سخته بمباري کړې.
رپوټونه وايي، ځمکنیو پوځیانو هم پر دې سیمه یرغل کړی.
د غزې یوه اوسېدونکي په خبره داسې غږونه یې اورېدلي، ''لکه جګړه چې بیا له سره پیل شوې وي'' او د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا چارواکي وايي، د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
فلسطیني وسله والو ویلي، د تېر کال په وروستیو کې چې د الشجایه سیمې په ختیځ کې یې هغه مهال یو ټانک او یو بلډوزر په نښه کړي، چې په دې سیمه کې سختې نښتې روانې وې.
اسرائیلي ځواکونو د دې رپوټونو په هکله څه نه دي ویلي، خو ځايي اوسېدونکي ته یې ویلي، چې له دې سیمې د سویل پر لور ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې اسرائیلي لومړي وزیر ویلي و، د حماس پر ضد د جګړې ''سخت پړاو پای ته رسېدونکی دی.''

د عکس سرچینه، Reuters
د الشجاعیه اوسېدونکو او د حماس اړوند فلسطیني رسنیو د پنجشنبې پر ګهیځ د اسرائیلي ځواکونو د یو شمېر هوايي بمباریو، توپچي ګوزارونو او چورلکو د ډزو رپوټونه ورکړل.
وروسته بیا دوی وویلي، ځمکني پلي پوځیان هم د الشجاعیه ختیځې برخې پر لور ورغلي دي. د یادونې ده، چې دا سیمه د غزې او اسرائیل تر منځ غځېدلي اغزن تار ته نژدې پرته سیمه ده.
هیما خلیل نومي یوه فعال پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره کړې، چې خلک پکې د پناه لپاره د تېښتې په حال کې لیدل کېږي. نوموړی ادعا کوي، چې دا ویډیو پر یوه څو پوړیزه ودانۍ له بمبارۍ وروسته ثبت شوې ده.
په نورو تصویرونو کې بیا سلګونه ملکي خلک لیدل کېږي، چې پلي له سیمې د تېښې په حال کې دي او په یوه ځايي سیار روغتون کې د یو شمېر ټپي شویو ماشومانو درملنه کېږي.
اسرائیلي ځواکونو د حماس له منځه وړلو لپاره له هغه وروسته پوځي عملیات پیل کړل، چې د تېر اکتوبر پر اوومه پر سویلي اسرائیل وسله والو بریدونو کې نژدې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول.
بل لور په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیايي ادارې وايي، له هغه راهیسې په غزه کې ۳۷ زره ۷۶۰ کسان وژل شوي دي.











