قحطي څه ده او کله اعلانېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې میلیونونه کسان د خوړو له ناورین سره مخ دي او د قحطۍ پر څنډه دي.
په ورته مهال ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سوډان کې روانه شخړه ښايي په نړۍ کې د لوږې تر ټولو ستر ناورین رامنځته کړي.
د قحطۍ اعلان
قحطي هغه وخت رامنځ ته کېږي چې یو هېواد د خوراکي توکو له کمښت سره دومره مخ شي چې اوسېدونکي یې له سختې خوارځواکۍ او لوږې سره مخ شي او یا هم له لوږې مړه شي.
د قحطۍ اعلان معمولا د ملګرو ملتونو لخوا کېږي. کله کله دا پرېکړه د قحطۍ ځپلي هېواد له حکومت سره په ګډه کېږي او معمولا نړیوال مرستندویه سازمانونه او بنسټونه هم د هغو د نښو په پېژندلو کې خپل رول لوبوي.
ملګري ملتونه په رسمي ډول د قحطۍ اعلانولو لپاره د یوه معیار پر بنسټ عمل کوي، چې "د خوړو خوندیتوب پړاو طبقه بندي (IPC)" نومېږي.
د دې معیارونو پر بنسټ، په سختۍ د خوړو کمښت او د خوړو خوندیتوب، په پنځو پړاونو کې طبقه بندي شوي، چې تر ټولو بد یې پنځم پړاو دی او هغه د عمومي قحطۍ اعلان دی.
خو مخکې له دې چې په یوه ټاکلې جغرافیه کې په رسمي توګه قحطي اعلان شي، دا درې ناوړه پېښې باید هلته پېښې شوې وي:
لږ تر لږه ۲۰ سلنه کورنۍ د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وي.
لږترلږه ۳۰ سلنه ماشومان سخته خوارځواکي ولري.
په سیمه کې د هرو لس زرو کسانو څخه، هره ورځ دوه لویان یا څلور ماشومان "د ښکاره لوږې، خوارځواکۍ، یا ناروغۍ" له امله مري.
غزه او سوډان ولې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو په وینا، د غزې شمال سمدستي د قحطۍ له خطر سره مخ دی او ښايي د ۲۰۲۴ کال د مارچ او می میاشتو ترمنځ قحطي تجربه کړي. دا حالات په غزه کې د اسرائیلو له جګړې وروسته چې د اکټوبر په اوومه د حماس له بریدونو سره پیل شوې، رامنځ ته شوي دي.
د خوړو د خوندیتوب پړاوونو د اړوندې طبقه بندۍ له مخې، د غزې نیمایي وګړي ( شاوخوا یو اعشاریه یو میلیونه) کسان له لوږې سره مخ دي. خو دلته له دې د لا بد حالت وړاندوېنه کېږي او هغه دا چې 'د ۲۰۲۴ کال تر جولای میاشتې به د غزې ټول وګړي له قحطۍ سره مخ شي.'
د خوړو نړیوال پروګرام چې په ملګرو ملتونو پورې تړلی اداره ده وايي، په سوډان کې د کورنۍ جګړې له امله شاوخوا ۱۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
په سوډان کې کورنۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې پیل شوې.
یونیسف راپور ورکړی چې، د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ شاهدان دي او همدارنګه په دغه هېواد کې د نس ناستي، شري او ملاریا ناروغۍ خپرې شوي دي.
ایا افغانستان هم د قحطۍ له خطر سره مخ دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د لوږې پر وړاندې "د بشردوستانه عمل" سازمان وايي، یو شمېر نور هېوادونه "د لوږې په خورا خطرناکه کچه" کې دي.
په دغو هېوادونو او سیمو کې افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، په ایتوپیا کې د تیګرای سیمه، پاکستان، سومالیا، سوریه او یمن شامل دي.
د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې خبرداری ورکړ هایټي، چې له ډله ییز تاوتریخوالی سره مخ هېواد دی او له سخت سیاسي او اقتصادي ناورین سره مبارزه کوي، "د لوږې د ویجاړونکي ناورین په څنډه دی."
د طبقه بندۍ له مخې، په دې هېواد کې شاوخوا یو اعشاریه څلور میلیونه خلک د قحطۍ حالت سره مخ دي او نور درې میلیونه کسان له دې وضعیت څخه یوازې یو ګام لېرې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب پړاوونو اړوندې طبقه بندۍ له مخې، په هایټي کې د خوړو خوندیتوب حالت د "خبرتیا" په پړاو کې دی.
که څه هم د قحطۍ رسمي اعلان، د قحطۍ ځپلې سیمې لپاره ځانګړې بودجې په پام کې نیولو لامله نه کېږي.
خو په ډېرو مواردو کې، دا د نړیوالې ټولنې د پراخ غبرګون لامل کېږي، چې ملګري ملتونه، بېلابېل بنسټونه او هېوادونه پکې شامل دي چې د خوړو د سرچینو او بېړنیو بسپنو چمتو کولو وړتیا لري.











