'برېښنا نه شته د افغانستان لوی ښارونه په تپه تیاره کې ډوب دي'

برېښنا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

برېښنا نشته د افغانستان لوی ښارونه په تیارو کې ډوب کړي دي. د پلازمېني کابل اوسېدونکي وایي په ۴۸ ساعتونو کې یوازې یو ساعت برېښنا لري. برېښنا شرکت وایي کابل لپاره یوازي ۳۰ سلنه اړتیا وړ برېښنا چمتو کولای شي.

دغه شرکت وایي اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۳۶۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا شته، خو دوی په کور دننه او وارداتي سرچینو نه یوازې ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي، چې نژدې ۷۰ سلنه یې په څلورو ولایتونو کې مصرفېږي.

د برېښنا د نشت ستونزه تر کابل ور ها خوا په سوېلي کندهار کې نه یوازې ورځنی ژوند ټکنی کړی تر څنګ یې دغه ولایت کې ترنیمایي زیاتې کارخونې له فعالیته لوېدلې دي.

د برېښنا د برخې کارپوهان وایي اوسني چارواکي د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره باید په بېلابېلو سیمو کې طبعي زېرمو ته په کتو کوچنۍ، متوسطې او لویې د برېښنا د تولید فابریکې جوړې کړي.

د کابل ښار اوسیدونکی حاجي عبدالحمید عثماني په وینا د برېښنا دوامداره پرچاوي یې ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

دی وايي"وړاندې ښه و کله، چې به برېښنا نه وه نو جنراتورونه به یي فعاله او خلکو ته به یې په نوبت برېښنا ورکوله، خو اوس په ۲۴ ان ۴۸ ساعتونو کې برېښنا نه را رسېږي. تېره شپه یوازې د یوه ساعت لپاره برېښنا وه. په دومره موده کې څوک څه وکړي په دې سړه هوا کې؟". 

کابل په ۲۴ ساعتونو کې ۷۲۵ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري خو برېښنا شرکت وایي دوی یوازې ۲۲۱ مېګاواټه په واک کې لري.

برېښنا

د عکس سرچینه، Getty Images

د برېښنا نشت یوازې تر کابل پوری محدود نه دی، د افغانستان سوېلي کندهار ولایت، چې ۱۱۲ مېګاواټ برېښنا ته اړتیا لري په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي.

د برېښنا نشت ددغه ښار ختیځه څنډه کې د صنعتي پارک تر نیمایي زیاتې فابریکې له فعالیته اچولي، چې د زرګونو کسانو لپاره د عاید سرچینه بلل کېږي او د فعاله ساتلو لپاره یې پنځوس مېګاواټه برېښنا ته اړتیا شته.

کندهار کې د صنعت او معدن د خونې مشر سید سرور اماني وایي:

"په دې وروستیو څو میاشتو کې له کندهار نه شاوخوا ۱۵ تولیدي کارخونې کابل او هرات ته لېږدول شوي دي، چې هلته برېښنا شته، خو د بشري ځواک بې روزګاره کېدل یې د کندهار پر اوږو بار دی". 

برېښنا

د عکس سرچینه، Getty Images

دغه پارک ته له دوو سرچینو برېښنا برابریږي، چې یوه یې د کجکي د برېښنا فابریکه او دوهمه په دغه ولایت کې ۴۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا ده.

د لمریزې برېښنا کوټ د کجکي فابریکې له تقویتي مزي (لاین) پرته د کارولو وړ نه دی، خو د کجکي بند کې د اوبو د لږوالي له کبله د دې فابریکې توربینونه له یوې میاشتې راهیسې بند دي.

د برېښنا شرکت د برېښنا د متوازن وېش لپاره دوه کاله وړاندې د یو شمېر نړیوالو ملاتړ کوونکو په مرسته د برېښنا د حلقوي خط پروژه راپیل کړه دا چې ددغې پروژې چارې په کوم وضعیت کې دي ددغې ادارې ویاند حکمت الله میوندي بي بي سي ته ویلي د برېښنا د حلقوي پروژې چارې په دوو برخو کې ترسره کېږي:

"د آقینې نه د جوزجان، بلخ او بغلان ولایتونو له لارې تر کابل او کندهار پورې د برېښنا د تاسیساتو د جوړولو مجموعي پرمختگ ۷۰ سلنه دی.

له تورغونډۍ نه د هرات او فراه ولایتونو له لارې تر کندهار پورې د ۵۰۰ کیلوولټ لین جوړولو پلان او برنامه هم شته خو لا تر اوسه کوم پرمختگ نلري".

برېښنا

د عکس سرچینه، DABS

نوې کېدونکې انرژۍ

ښاغلي میوندي همداراز وایي په کور دننه د نوې کېدونکې انرژۍ برخه کې برېښنا شرکت پنځه کلن پلان چمتو کړی او تمه یې وښوده، چي د دغه پلان د عملي کولو برخه کې د بهرنیو پانګولو کړې ژمنې، چې د برېښنا شرکت سره یې کړي عملي شي.

د اسیا پرمختیایې بانک افغانستان کې د نوې کېدونکي انرژۍ د وړتیا په اړه یوه تفصلي راپور کې ویلي، چې دغه هیواد د اوبو (هایډرو پاور) په مټ د۲۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید سرچینې لري، همدا ډول د لمریزې برېښنا نه د ۲۲۰ زره میګاواټه او د باد په مرسته د ۷۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ اتیا سلنه برېښنا له بهرنیو سرچینو پوره کوي او له دې اړخه هر کال له ۲۲۰ میلیونه ډالرو څخه تر ۲۸۰ میلیونه ډالره پورې ګاونډیو هیوادونو ته د برېښنا د لګښت له کبله ورکوي.