ملګرو ملتونو په ښوونځیو کې د ځېرک تلیفونونو کارولو په اړه خبرداری ورکړی

نجلۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بریتانیا کې دا پر سرښوونکي پورې اړه لري چې ښوونځیو کې زدکوونکو ته د ګرځنده ټیلیفون کارولو اجازه ورکوي او که نه

ملګرو ملتونو په ښوونځیو کې د ځېرک تلیفونونو کارولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، په ښوونځیو کې باید یوازې هغې ټکنالوژۍ ته چې د زدکړې لپاره وي د کارېدو اجازه ورکړ شي.

د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري اداره "یونیسکو" وايي، ځېرک وسایل د زدکړو پر مهال تمرکز خرابولی شي، کېدای شي د زدکونکو محرمیت له ګواښ سره مخامخ کړي او د سایبري ځورونې لامل شي.

دمګړۍ په څلورو هېوادونو کې یو یې داسې قانون یا اصول لري چې ښوونځیو کې ځېرک تیلیفون کارولو ته اجازه نه ورکوي.

د ۲۰۲۳ کال د ګلوبل ایجوکېشن مانیټر راپور لیکوال مانوس انتونینیس بي بي سي ته وویل: "څېړنو کې مو داسې مثالونه موندلي چې ځېرک تیلیفونونه د زدکوونکو لوست ته خنډ کېږي او په ورته وخت کې د دوی محرمیت ته ګواښ زیاتوي."

نوموړي وویل: "یوازې هغه ټیکنالوژي چې د زدکړو لپاره وي په ښوونځي کې ځای لري."

ښاغلي انتونینیس وویل، زدکوونکي باید په بشپړه توګه له ټیکنالوژي منع نه شي، خو هېوادونه باید په دې غور وکړي چې ښوونځي کې کومه ټیکنالوژي وکاروي یا د کارولو اجازه ورکړي.

ډیری مطالعاتو ښودلې چې په ښوونځیو کې د ګرځنده تلیفونونو بندیز اکادمیک فعالیت ښه کوي.

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو نوی رپوټ وايي چې اکثریت ماشومان خپل ټیلیفون لري

۱۶ کلنه لیکسي وايي، چې د هغې پخوانۍ ښوونکې په ښوونځي کې د ښوونیزو چارو لپاره د تیلیفون کارولو اجازه ورکړې وه، خو ډېر شمېر زدکوونکو به همدا تیلیفونونه د ټولنیزو رسنیو لپاره کارول.

نوموړې دا هم وايي، سربېره پر دې چې ځېرک تیلیفونونه د ځورونې لپاره کارېدی شي، خو نژدېوالی یا یووالی هم رامنځ ته کوي.

"زه وینم چې په تیلیفون څنګه انسانان ځورول کېږي او روان باندې یې ناوړه اغېز کوي، خو تیلیفون یوه ښه تولنیزه اړیکه رامنځ ته کولی شي."

په ۲۰۱۷ کال کې بنګله دیش ښوونځیو او کالجونو کې زدکونکي / محصلان او ښوونکي دواړه په ټولګیو کې د ګرځنده تیلیفونونو له کارولو منع کړل.

فرانسه کې هم بندیز پرې لګېدلی، خو ځینې زدکوونکي په کې استثنا دي لکه معلولیت لروونکي او کله چې ځېرک تیلیفونونه د زدکړې لپاره کول کېږي په دې حالت کې هم اجازه ورکوي.

ویل کېږي چې راتلونکی کال به هالنډ هم په ډېرو ثانوي ښوونځیو کې ځېرک تلیفونونه ، ټابلیټونه او ځېرک ساعتونه منع کړي.