د اروپا د عدالت محکمه؛ یوازې تابعیت او جنسیت کافي دي‌ چې له مخې یې د افغان مېرمنو پناه غوښتنه ومنل شي‌

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د اروپا د عدالت محکمې د جمعې پر ورځ حکم کړی، هغو افغان مېرمنو ته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې حقونه تر پښو لاندې شوي، د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې پناه اخیستلو لپاره یوازې د هغوی تابعیت او جنسیت کافي دی.

د افغان ښځو په اړه دغه حکم کې راغلي: "د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو چارواکي کولای شي دا په پام کې ونیسي چې نور د دې ثابتولو ته اړتیا نشته چې ایا پناه غوښتونکې مېرمنې یا نجونې بېرته خپل هېواد ته له ستنولو سره له ريښتیني او مشخص ګواښ سره مخامخیږي یا زور زیاتی ورسره کیږي".

دا حکم له هغه وروسته شوی چې د اتریش حکومت د دوو افغان مېرمنو د پناه غوښتنې پریکړه رد کړه.

خو دغو ښځو د اتریش د حکومت پرېکړه د دغه هېواد ستره محکمه کې وننګوله او ورپسې د اتریش سترې محکمې دا دوسیه د اروپا د عدالت محکمې ته راجع کړه.

د اروپا د عدالت محکمې چې د اروپايي ټولنې تر ټولو لوړه قضايي ‌مرجع ده، حکم کړی چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو توپیري کړنې "زور زیاتی" ګڼل کېږي او په همدې دلیل د کډوالو مېرمنو د پناه غوښتنې وضعیت رسمي منل توجیه کوي.

په حکم کې راغلي، "یوازې تابعیت او جنسیت" د دې لپاره کافي دي چې له مخې یې د دوی پناه غوښتنه ومنل شي.

سویډن، فنلنډ او ډنمارک لا له وړاندې ټولو افغان میرمنو ته،‌ چې په دغو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کوي، پناه ورکوي.

د اروپا د سترې محکمې دا نوې پرېکړه هغو افغان مېرمنو ته هیله بخښونکې بلل شوې، چې واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې له سختو قانوني او ټولنیزو محدودیتونو سره مخامخ دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې حکم سره سم افغان مېرمنې کولای شي په اروپايي هېوادونو کې پرته له دې چې بېرته خپل هېواد ته ستنول کېدو لپاره خطر ثابت کړي، یوازې د خپل تابعیت او جنسیت له مخې پناه غوښتنې له حق څخه برخمنېدای شي.

دا په نړیواله کچه د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ لپاره مهم ګام دی.‌ له دغه ګامه دا هم جوتېږي، چې نړیواله ټولنه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري ‌حقونو وضعیت ته څومره اندېښنه لري.‌