پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د حکومت ډېرېدونکي محدودیتونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د رسنیو ازادۍ د تروړلو لږترلږه ۲۰۵ پېښې ثبت کړې دي.
دغه مرکز په خپل کلني رپوټ کې ویلي، د تېر کال پرتله دغه پېښې نږدې درېیمه برخه ډېرې شوې دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په وینا، ۲۰۲۵ کال کې چې پای ته یې څو ورځې پاتې دي، په افغانستان کې دوه رسنوال وژل شوي، درې ټپیان شوي او همدا راز د ۱۶۶ خبریالانو د ګواښل کېدو او ۳۴ نورو د نیول کېدو خبر ورکړ شوی دی.
په راپور کې زیاته شوې چې اوسمهال لږترلږه پېنځه خبریالان په پلچرخي او بګرام کې بندیان دي.
خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د دغه رپوټ موندنې رد کړې دي.
هغه بيبيسي ته ویلي "په ټولو هېوادونو کې، ټولو نظامونو کې رسنیو لپاره تګلاې شته، اصول شته او دا هېڅکله د قیوداتو په معنا نه ده، بلکې د رسنیز ډګر د لا پیاوړتیا او ښه کولو په معنا دي."
نوموړې زیاتې کړه، چې د نیول شوو خبریالانو قضیو د دوی له کار او خبریالۍ سره تړاو نه درلود، بلکې لامل یې شخصي او حقوقي مسایل وو.
ښاغلي غفران وویل، افغان خبریالانو ته مرګژوبله هم روان کال پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې اوښتې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دا هم ویلي، چې لسګونه افغان رسنیز کارکوونکي د افغانستان اوسني وضعیت له کبله د پاکستان، ایران او ترکیې په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې بې برخلیکه شپې سبا کوي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د یو شمېر افغان خبریالانو د نیول کېدو رپوټونه هم ورکړ شوي او دې دا اندېښنه پیدا کړې وه چې دوی به هم د زرګونو نورو افغان کډوالو په څېر په زور افغانستان ته واستول شي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ "نی" د نومبر میاشتې وروستیو کې ویلي وو چې په اسلام اباد کې لږترلږه ۵ افغان خبریالان تر نیول کېدو رووسته د جبري اخراج لنډمهاله کمپونو ته استول شوي دي.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې په دې تړاو اندېښنه ښودلې او ټینګار کړی وی، چې پاکستان باید اوسنیو شرایطو کې افغان ژورنالستان له ګواښ سره مخامخ نه کړي.
همدا راز افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) هم د پاکستان له حکومت غوښتي وو، چې افغان خبریالانو ته د ویزو د تمدید اجازه ورکړي.
د افغانستان خبریالانو مرکز نور څه ویلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د خبریالانو د مرکز راپور وايي، پر خبریالانو او رسنیو د طالبانو د حکومت محدودیتونه د تېر کال پرتله د پام وړ ډېر شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې د ژوندیو موجوداتو د څېرو پر وېډیو د طالبانو حکومت بندیز هم د ۲۰۲۵ کال ترپایه ۲۳ ولایتونو ته غځېدلی.
د راپور پر بنسټ، په دې موده کې لږ تر لږه ۲۱ تلویزیوني چینلونه یا تړل شوي یا راډيويي شوي او پېنځه نورې راډيويي او ټلوېزيوني رسنۍ تړل شوې دي.
خو د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند بيبيسي ته وویل، چې واک ته د دوی له راستنېدو راهیسې تر دوه سوه پورې رسنیزو بنسټونو د فعالیت جوازونه اخیستي چې دا د رسنیز ډګر د پیاوړتیا او له رسنیو سره د دوی د ملاتړ ښودنه کوي.
خبیب غفران وايي، په دغو رسنیو کې سلګونه ځوانان عملآ کار او فعالیت کوي.

د عکس سرچینه، ACIM
د یادونې ده، چې روانه میاشت د بې پولې خبریالانو ټولنې هم په خپل رپوټ کې د طالبانو حکومت پر استخباراتي ادارو تور پورې کړی و چې خبریالان ناقانونه زنداني کوي، په زوره ترې اعترافونه اخلي او بیا یې په ټولنیزو رسنیو کې خپروي.
دې ټولنې ویلي و، چې دا کار په زیاتیدونکي ډول عادي کیږي.
د دغه بنسټ رپوټ کې راغلي وو چې د طالبانو د بندیزونو له مخې، په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو کار بند کړی او زرګونه خبریالانو یا دندې پرېښې او یا بېکاره شوي.
دغه راز ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي.
بې پولې خبریالانو یا ار اېس ایف له دې وړاندې هم ویلي وو چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ''په ځانګړې توګه د خبریالانو وضعیت ځکه ناڅرګند دی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، څارګرې ادارې (استخباراتو) او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په ګډون د حکومت بېلابېلې ادارې لارښوونې ورته کوي.''
د خبریالانو د حقونو د دفاع دې ټولنو له دې مخکې هم ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې محتسبان اوس ډېر واکونه لري او رسنۍ او رسنوال له نژدې څاري او کله يې چې یې زړه وغواړي د طالبانو د استخباراتو له ادارې سره په ګډه د رسنیو او خبریالانو پر ضد اقدام کوي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو حالت په ښه کېدو بولي او په وینا یې له دې سکتور سره د مرستې لپاره ملاتړی (حمایوي) صندوق هم جوړوي.











