د بشر حقونو څار سازمان: طالبانو افغانستان کې د رسنیو ازادي تر پښو لاندې کړې

Journalists

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشر حقونو د څار سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو حکومت د مطبوعاتو ازادي تر پښو لاندې کړې او د هېواد رسنۍ یې "له منځه وړې" دي، "خبریالان د نیولو او شکنجې له ګواښ سره مخامخ دي؛ په جلا وطنۍ کې خبریالان د جبري ستنېدو له خطر سره مخامخ دي".

دغه سازمان وايي، طالبانو په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې افغانستان کې پر پاتې خبریالانو او رسنیو څار او سانسور ډېر کړی، د دوی له پالیسو سرغړوونکي یا پرې ګوتنیوونکي خبریالان مجازات کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې د راپورونو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستانه څه باندې زر افغان خبریالان وتلي او امریکا، کاناډا او یا نورو اروپايي هېوادونو ته تللي، خو په جلا وطنۍ کې اوس د جبري ستنېدو له ګواښ او د غچ اخیستو له وېرې سره مخامخ دي.

په دغه راپور کې ادعا شوې دا چې طالبانو د رسنیو ازادي کمه کړې ده، څارګرې ادارې یې د رسنیو ټولې خپرونې څاري او د "امر بالمعروف پولیس" د رسنیو پر کارکوونکو ټاکل شوي لباس او نور مقررات اجباري‌ کوي او د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله په هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر په چټکۍ راټیټ شوی دی.

د راپور چمتو کوونکي له طالبانو غواړي چې د خبریالانو خپلسرې نیونې، ربړونې، ناوړه چلن او د ښځینه خبریالانو پر وړاندې له تبعیض چلن لاس واخلي او سانسور پای ته ورسوي.‌

د افغانستان لپاره د بشري حقونو د څار سازمان یوې څېړونکې فرشته عباسي وویل: "طالب چارواکي په زیاتېدونکي ډول افغان خبریالان اړ باسي چې یوازې 'خوندي' او له مخکې منظور شوې مطالب خپاره کړي او هر هغه څوک چې له دې چوکاټه ووځي، په خپل‌ سري ډول یې بندیانوي او شکنجه ورکوي".

دغه سازمان دا راپور د روان کال په اګسټ میاشت کې له ۱۸ افغان خبریالانو سره له لېرې او له ۱۳ مخامخ مرکو پر بنسټ چمتو کړی دی.

په راپور کې د یوه نیول شوي خبریال له خولې ادعاوې لیکل شوي چې طالبانو ورته ویلي وو "موږ تا وژلی شو او هېڅوک به له موږ پوښتنه ونه کړي چې ولې."

که څه هم د یاد خبریال هویت پټ ساتل شوی، خو د خبرو کره کول یې ګران ښکاري.‌

د طالبانو حکومت تر اوسه ددغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ویلي چې رسنۍ باید د افغان کلتور، دود او اسلامي قانون له مخې خپرونې او فعالیتونه وکړي.

Journalists

د عکس سرچینه، EPA

د رسنیو د دفترونو تلاشي

د بشر حقونو په دغه راپور کې دا ادعا هم شوې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په منظم ډول د رسنیو دفترونه تلاشي کوي. راپور کاږي، چارواکو د هغو کسانو نیول پیل کړي چې د دغه وزارت له قوانینو سرغړونه کوي، لکه د نارینه او ښځینه کارکوونکو د جلا ځایونو نه مراعت، د ښځو د غږ خپرول او په تلویزیون او راډیو کې د موسیقۍ غږول.

په راپور کې راغلي: "د ۲۰۲۱ کال له اګست لږ وروسته، د طالبانو د رسنیو او معلوماتو مرکز د رسنیو لپاره "۱۱ مقررات" اعلان کړل. په دغو مقرراتو کې د هغو خپرونو یا لیکنو منع کول شامل دي چې "د اسلام خلاف"، "ملي شخصیتونو ته سپکاوی"، یا "د محرمیت خلاف" وي. خبریالان اړ دي چې "متعادل" راپورونه ورکړي او "یوازې ریښتیا خپاره کړي"، خو په دې مقرراتو کې د دې اصطلاحاتو د تفسیر لپاره هېڅ معیار نه دی ټاکل شوی. دا مبهم او پراخ عبارت چارواکو ته دا زمینه برابروي چې په هره کچه خپل‌ سري مداخله وکړي".

د تازه راپور له مخې، طالبانو د رسنیو په برخه کې د ښځو ونډه محدوده کړې ده. هغوی رسنیو ته ویلي هغه سریالونه او ډرامې خپرې نه کړي چې ښځې پکې ښودل کېږي. همدارنګه، طالبانو له هغو ښځو چې په رسنیو کې کار کوي، غوښتنه کړې چې حجاب مراعات کړي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې نافذ شو، د طالبانو مفتشین ډاډ ترلاسه کوي چې د رسنیو منځپانګه د شریعت (اسلامي قانون) سره سمون لري او د ژونديو موجوداتو انځورونه پکې نه وي.

طالبانو څه موده وړاندې په ځینو ولایتونو کې د روح انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی، خو د دوی تر واک لاندې رسنیو کې انځوریز رپوټونه لا خپرېږي.

د دغو محدودیتونو له امله، خبریالان په دوامداره ډول ځان‌ سانسوروي او خپل راپورونه یوازې د رسمي پېښو لکه د جایزو مراسمو، دیپلوماتیکو لیدنو او پرمختیایي پروژو پورې محدودوي.

Journalists

د عکس سرچینه، EPA

له طالبانو غوښتنې او سپارښتنې

  • د خبریالانو پر ضد له بې‌ دلیله نیونو، شکنجو او نورو ناوړه چلندونو لاس واخلئ او هغه ټول خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له بنده خوشي کړئ چې یوازې د سوله‌ ییزو څرګندونو او راپور ورکولو له امله بندي شوي دي.
  • پر ښځینه خبریالانو له تبعیضي محدودیتونو لاس واخلئ او هغه بندیزونه پای ته ورسوئ چې ښځې له نارینه‌وو سره د برابر کار کولو منع کوي. همدارنګه، له ښځینه خبریالانو سره د خبرو کولو بندیر هم پای ته ورسوئ.
  • د سانسور او د خبریالانو د تګ راتګ پر ازادۍ د بې‌دلیله محدودیتونو مخه ونیسئ.
  • ډاډ ترلاسه کړئ چې رسمي معلومات عامه او د رسنیو لپاره د لاسرسي وړ وي، خبریالان (په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې) د رسمي مراسمو او غونډو د پوښښ اجازه ولري او چارواکي د خبریالانو پوښتنو ته پر وخت ځواب ووایي.
  • د هغو شکایتونو په اړه شفافې او بې‌ طرفه پلټنې وکړئ چې د خبریالانو د وهلو ټکولو او ګواښونو په تړاو ثبت شوي وي.

طالبان: د رسنیو حالت په ښه کېدو دی

خبیب غفران

د عکس سرچینه، ACIM

د عکس تشریح، ښاغلی غفران وايي، خبریالان دې ژونالیستیکي اصولو ته احترام وکړي او همدا رنګه د افغانستان اصیل فرهنګ دې هم په پام کې ونیسي.

په تېره مارچ میاشت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز په نوم ټولنې ویلي وو، روان کال په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ځپلو او د دوی د حقونو محدودولو پېښې د تېر کال پرتله شاوخوا ۲۴ سلنه ډېرې شوې دي.

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې نه یې غوښتل د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه راپور ته غبرګون وښيي، تازه د خبریال ملي ورځې په تړاو (چې د کب پر ۲۷ لمانځل کېږي) ویلي، په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د ښه کېدو په حال کې دی.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران د افغانستان ملي تلویزیون ته د خبریال د ملي ورځې په مناسبت ادعا کړې، چې په افغانستان کې د رسنیو حالت لا ښه شوی او د حکومت ملاتړ هم ورسره په ډېرېدو دی.

"د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو حمایوي ادرس دی، ډاډ ورکوي په هېواد کې له خبریالانو څخه په هر ډګر کې چې دوی له ستونزو سره مخامخ کېږي یا هم اړتیا لري، که هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع ده یا هم د مالي صندوق جوړول او یا که خبریالان شکایت لري، چې د رسنیزو سرغړونو کمیسیون له لارې دغو شکایتونو ته رسیده‌ ګي کېږي، چې په دې ټولو برخو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوی سره په خوا کې ولاړ دی."