زېلېنسکي هیله‌من دی چې امریکا به د روسیې غوښتنو پر وړاندې " ټینګه ودرېږي"

BBC
د عکس تشریح، 'اوکراین د جګړې په کلونو کې ځان ډېر پیاوړی کړی دی.'

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي ویلي، هیله‌من دی چې امریکا به په تور سمندرګي کې اوربند لپاره د روسیې د اعلان شویو شرطونو پر وړاندې " ټېنګه ودرېږي."

مسکو وویل د سې‌شنبې (مارچ ۲۵) پر ورځ د اعلان شوي تړن چې له مخې په تور سمندرګي کې سوداګریزې راکړې ورکړې ته یوازې هغه مهال اجازه ورکول کېدای او اوربند پلی کېدای شي چې لویدیځ د روسیې د غذایي توکو او تخمونو پر وړاندې له لګولو شویو بندیزونو لاس په سر شي.

زېلېنسکي د څو اروپایې هېوادونو د خبریالانو په یوه ګډه تنظیم شوې مرکه کې د دوی بېلابېلو پوښتنو ته ځواب ووایه.

د بي‌بي‌سي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا به د روسیې د غوښتنو او فشار پر وړاندې ودرېږي، ښاغلي زېلېنسکي وویل "زه همدا هیله لرم. خدای دې خپل رحمت وکړي، و به یې وکړي. خو دا به وخت وښيې."

سپینې ماڼۍ د سې‌شنبې پر ورځ وویل چې روسي او اوکرایني پلاوي په سعودي کې له امریکايي استازو سره په جلا خبرو کې په تور سمندرګي کې پر اوربند هوکړه کړې. دغو خبرو درې ورځې دوام کړی و.

خو له دغه اعلان څو ساعته وروسته کرېملېن یوه خبرپاڼه خپره کړه چې د روسیې شرطونه پکې لیکل شوي وو.

د مسکو په غوښتنو کې د لویدیځ لخوا په کرنیزې سوداګرۍ بوختو مالي ادارو د بندیزونو لېرې کول او د تادیانو نړیوال مالي سیستم ( سویفټ) ته د دوی لاسرسی غوښتل شوی دی. دا سیستم د مالیاتو خوندي پيغامونه لېږدوي.

ټرمپ ویلي د امریکا حکومت د مسکو دا غوښتنه چې پرې دې محدودیتونه لرې شي "ارزوي"، خو اروپايي ټولنې د چهارشنبې پر ورځ وویل تر هغې به بندیزونه لېرې نه کړي چې روسي ځواکونه د اوکراین له خاورې "بې قید او شرطه" وتلي نه وي.

BBC
د عکس تشریح، زېلېنسکي د څو اروپایې هېوادونو د خبریالانو په یوه ګډه تنظیم شوې مرکه کې د دوی بېلابېلو پوښتنو ته ځواب ووایه.

په پارېس کې له خبریالانو سره د مرکې ګډ مېز ته د وینا پر مهال ښاغلي زېلېنسکي وویل دی د امریکايي ګوندونو له ملاتړ "ډېر منندوی" دی، خو زیاته یې کړه "وېره لري چې یو شمېر کسان د روسيې د ځينو نظریزو تر اغېز لاندې" دي.

هغه په تېر کې ډونلډ ټرمپ ته اشاره کړې وه چې په وینا یې د روسیې تر اغېز لاندې رانشي خو په دې مرکه کې یې هغه ته څه ګوته ونه نیوله.

هغه وویل "موږ له هغو نظریو سره سلا نشو کولی."

کله چې له هغه پوښتنه پوښتنه وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ده او که د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري؟ ښاغلې زېلېنسکي یې په ځواب کې وویل "په دې اړه نه پوهېږي."

" زه نه پوهېږم، که رښتیا ووایم دا راته سخته ده چې ووایم."

زېلېنسکي زیاته کړه "زه نه پوهېږم چې دوی څرنګه اړیکې لري او نه پوهېږم چې هغه به له پوتین سره څومره خبرې کړې وي."

د اوکرایین له ولسمشر څخه د ټرمپ د استازي سټیو وېتکاف د څرګندونو په اړه هم وپوښتل شول، چې تېره اوونۍ یې په یوه مرکه کې د اوکرایین ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې هڅې بې نتیجې بللې وې، زیلېنسکي یې په ځواب کې وویل، "نه غواړي په دې اړه د بېړي ځواب او پرېکړه وکړي."

خو هغه وویل وېتکاف چې د ملکیت پراختیا په برخه کې سابقه او مهارت لري، "دغه تجربه نه لري."

زېلېنسکي وویل، تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، هغه په دې کې چې "څنګه جایدادونه وپېري او وپلوري ښه تجربه لري، خو دا معامله یو څه جلا ده."

ده زیاته کړه چې اوکراین د جګړې په کلونو کې ځان ډېر پیاوړی کړی دی.

بي‌بي‌سي له ولودمیر زېلېنسکي دا پوښتنه هم وکړه چې دی به په تاریخ کې څنګه یادېږي؟ هغه کس چې اوکرایین یې وژغوره او که هغه څوک چې اوکرایین پرېښود چې سقوط وکړي؟

هغه یې په ځواب کې وویل " نه پوهېږم تاریخ او کتابونه به زما په اړه څه ولیکي. دا زما موخه او هدف هم نه دی."

نوموړي وویل " د ده ټوله موخه دا ده چې اوکرایین دفاع وکړي او خپل اولادونه په داسې یو هېواد کې را لوی کړي چې پر سړک ارام وګرځي او اړ نشي چې پټ شي.

هغه همداراز ټینګار وکړ چې د اوکرایین "دفاع لپاره به تر اخره خپله هره ممکنه هڅه" وکړي.

د دې په اړه چې ایا وروستي وضعیت ته په کتو به اوکرایین ناټو کې د غړیتوب اجازه ولري که نه؟

زېلېنسکي وویل د "اوکرایین جنګي تجربه لرونکی ولس" به دا ائتلاف لا پیاوړی کړي، خو هغه اشاره وکړه چې ټرمپ د اوکرایین غړیتوب ته نه دی چمتو.

له څو خبریالانوسره دا مرکه له هغې وروسته ترسره شوه چې زېلېنسکي په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمنول مکرون سره ولیدل.

د هغه د درناوي په پار مشهور څلی (اېفل‌ټاور) د اوکراین د بیرغ په رنګونو روښانه شوی و.

د اوکراین ولسمشر داسې مهال د اورپا پر سفر وتلی چې د کیف او مسکو د سولې خبرې هم ګړندۍ شوې دي خو دی هڅه کوي چې د روسیې له ښه امتیاز تر لاسه کولو لپاره خپل اروپايي ټلوال لا یو موټي‌توب ته وهڅوي او ورته ووايي چې اروپايي ټولنې ته د مسکو ګواښ جدي دی.

بي بي سي
د عکس تشریح، د زېلېنسکي د درناوي په پار مشهور څلی (اېفل‌ټاور) د اوکراین د بیرغ په رنګونو روښانه شوی و.

اروپايي ټولنه اوس له اوکرایین سره مرسته او دوی ته ورپېښو ګواښونو ته پام کوي، او ښایي ځینې ووایي چې د اړتیا له مخې یې ان په بیړه کوي خو تر دې وړاندې یې د پوځي وړتیا او مرستو لپاره ډېره تکیه په امریکا وه.

له هغو ټولو خبرو وروسته چې ټرمپ په تېرو دوو میاشتو کې کړې دي، اروپایانو ته اوس دا روښانه شوې او درک‌ کوي چې کېدای شي امریکایان په راتلونکي کې هلته حاضر نه وي او مرستې یې هم نه وي.

د ولسمشر زېلېنسکي پر مخ کې لویه ننګونه دا ده چې اروپايي ټولنه له احساساتي خبرو او د ملاتړ له بیانیو ور ها خوا عملي مالي مرستې ته وهڅوي.

تر دې مهاله د هغه لیدنه له فرانسوي ولسمشر مکرون سره ګټوره ثابته شوې. فرانسې د دغه جګړه ځپلي هېواد لپاره څه باندې دوه اعشاریه دوه میلیارده امریکايي ډالره او یا یو اعشاریه شپږ میلیارده پاونډه کېږي.

د کرېملېن د بندیزونو د لرې کولو د غوښتنې په اړه د فرانسې ولسمشر ښاغلي مکرون ویلي "مسکو نه شي کولای په ګوښي ځان د سولې شرایط وټاکي" او زیاته یې کړه چې د روسیې پر ضد د اروپايي ټولنې بندیزونو لرې کولو په اړه فکر او پرېکړه کول لا وختي ګام دی.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي مشران د پنجشنبې پر ورځ پارېس کې د اوکرایین جګړې او وروستي وضعیت په اړه بیا سره جرګه کېږي.

د دې غونډې ګډ کوربتوب د بریتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر او د فرانسې ولسمشر ایمنول مکرون کوي.

د اروپايي ټولنې دا ائتلاف چې امریکا په کې نشته هڅه کوي په داسې لارو چارو غور وکړي چې د کیف او مسکو تر منځ د اوربند په صورت کې دوی د تضمین او اوکرایین لازم ملاتړ لپاره څه کولی شي.

په تور سمندرګي کې د اوربند په اړه د مسکو د نویو شرطونو له اعلان سره تمه کېږي چې د بریتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر به پوتین تورن کړي چې ګواکې 'ګېم کوي' ځکه دواړو لورو له دې مخکې له کوم شرط پرته پر اوربند هوکړه کړې وه.

ښاغلی سټارمر ښایي دا ټينګار هم وکړي چې "اروپا د اوکرایین د راتلونکي په موخه خپل مسولیت ادا کوي خو اوس وار د پوتین دی."