د کرېکټ درې اړخیزه لوبلړۍ: پاکستان، افغانستان ته د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board
د متحده عرب اماراتو په شارجه کې د درې اړخیزه شل اووریزو کرېکټ سیالیو لومړنۍ لوبه د افغانستان او پاکستان تر منځ وشوه، چې پاکستان لوبډلې د ۳۹ منډو په توپیر وګټله.
پاکستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
پاکستان لوبډلې د ټولو ۲۰ اوورونو له لوبې وروسته ۷ وېکټې له لاسه ورکړې، ۱۸۲ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې په ځوابي لوبه کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدارڼ، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، کریم جنت، مجیب الرحمان، فضل حق فاروقي او فرید ملک د راشد خان په لوبډلمشرۍ په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره لوبه وکړه.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر راشد خان تر ټولو ډېرې ۳۹ او رحمان الله ګوربز ۳۸ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري هم لوبډلمشر سلمان علي اغا تر ټولو ډېرې ۵۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.
صایم ایوب، صاحبزاده فرحان، فخر زمان، حسن نواز، محمد نواز، فهیم اشرف، محمد حارث، حارث روف، شاهین شاه اپریدی او صفیان مقیم بیا د سلمان اغا په لوبډلمشرۍ د پاکستان لپاره د لوبې ډګر ته وتلي وو.

د عکس سرچینه، ACB
په لوبډله کې نور څوک دي؟
د لوبډلې په ۱۷ کسیز نوملړ کې د راشد خان او رحمان الله ګوربز تر څنګ محمد نبي، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي، نور احمد لکڼوال، دروېش رسولي، صدیق اتل، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد اسحاق، کریم جنت، شرف الدین اشرف، الله محمد غضنفر، عبدالله احمدزی او فرید ملک هم شته. خو نوین الحق په دې لوبو کې نه شته.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د سبا پیلېدونکې دې لوبلړۍ پایلوبه به د دوو غوره لوبډلو تر منځ بله یکشنبه (سپتمبر اوومه) تر سره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ هم ویلي چې دا لوبلړۍ به د کرېکټ اسيا جام سیالیو لپاره په چمتووالي کې مثبت رول ولوبوي.
اسیا جام او له بنګله دېش سره د لوبو لړۍ
ټاکل شوې د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ د دې لوبلړۍ له پای ته رسېدو دوه ورځې وروسته د سپتمبر پر نهمه نېټه د هند په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.
هغه لوبې به د سپتمبر میاشتې تر ۲۸ نېټې روانې وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورپسې به په اکتوبر میاشت کې افغانستان د درو شل اوريزو او درو یو ورځنیو نړيوالو لوبو لپاره د بنګله دېش کوربتوب وکړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د کرېکټ دا سیالۍ به هم په متحده عربي اماراتو کې د را روانې اکتوبر میشتې په دویمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۴ نېټې به دوام وکړي.
کرېکټ بورډ همدا راز ویلي چې د افغان ملي لوبډلې لپاره یې یو نوی روزونکی او بل نوی فیزیوتراپیست ګمارلی دی.
د کرېکټ بورډ په وینا د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر جان موني یې د ډګر ساتنې یا فیلډېنګ په برخه کې او اسټرالیایی نیرملان تنابالزینګم یې د ملي لوبډلې د نوي فیزیوتراپېست یا ډاکټر په توګه ګمارلي دي چې په نړیوالو سیالیو کې به ورسره وي.











