کینیا کې د ظاهر قدیر د استیناف محاکمه وځنډول شوه

ظاهر قدیر
د عکس تشریح، ظاهر قدیر تېره اپرېل میاشت په نایروبي کې له یوه هوټله ونیول شو

د کینیا پلازمېنه نایروبي کې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر استیناف محاکمه د راتلونکې ډیسمبر میاشتې تر نیمايي وځنډول شوه.‌

نن سه‌شنبه ښاغلی قدیر، د ده وکیل او څارنوالان د انټرنېټ له لارې په نایروبي کې د محاکمې بهیر ته حاضر شول، خو حکومتي‌ څارنوالانو د محکمې له قاضي الکساندر میوټیټي وغوښتل چې د اسنادو ورسپارلو لپاره نور وخت ورکړي.

په کینیا کې یوې ابتدايي محکمې د روان کال په مې کې پرېکړه کړې وه چې نوموړی به پرې د لګېدلو تورونو له مخې امریکا ته سپارل کېږي، خو وکیلانو یې د دې پرېکړې پر ضد د استیناف غوښتنه کړې وه‌.‌

د بي بي سي‌ خبریال حفیظ الله معروف چې د محاکمې بهیر یې د وېډیو له لارې څاره، وايي ظاهر قدیر د قاضي له دې پرېکړې خوښ نه ښکارېده چې محاکمه بلې میاشتې ته وځنډول شوه.

د ظاهر قدیر یوه وکیل بي‌بي‌سي ته وویل، د ډیسمبر په پیل کې به محکمه د بلې اورېدنې کره نېټه ورته معلومه کړي.

امریکايي‌ ادارو تور پورې کړی چې ښاغلی قدیر د نشه يي‌توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور مطلوب بلل شوی دی.

امریکايي چارواکو او انټرپول د هغه د نیولو غوښتنه کړې وه. ظاهر قدیر تېره اپرېل میاشت په نایروبي کې له یوه هوټله ونیول شو.

د نوموړي کورنۍ او وکیلانو ته بي‌بي‌سي ته دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې هر څه تر شا "سیاسي انګیزه" پرته ده.

بي‌بي‌سي ته ویل شوي پر ظاهر قدیر دغه تورونه د ۲۰۲۴ کال د نومبر او ۲۰۲۵ مارچ اړوند دي. خو دا لا روښانه نه ده چې د قاچاق تورونه پر ښاغلي قدیر افغانستان کې دننه او که بهر لګول شوي دي.

ښاغلی قدیر چې د جمهوریت پر مهال د ولسي جرګې مرستیال او غړی و، په کینیا کې د لومړۍ محکمې له پرېکړې وروسته په نایروبي کې زندان ته وړل شوی او له پرېکړې مخکې توفیق خونه کې ساتل کېده.‌

د ظاهر قدیر یوه وکیل ویلي، "هغه [ظاهر قدیر] د سوداګرۍ لپاره له افغانستانه [کینیا ته] راغلی و او غوښتل یې بېرته افغانستان ته ستون شي."