په کینیا کې یوې محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه کړې ده

په کینیا کې یوې محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه کړې ده

ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور مطلوب بلل شوی دی. امریکايي چارواکو او انټرپول د هغه د نیولو غوښتنه کړې وه. ښاغلی قدیر تېره میاشت په نایروبي کې له یوه هوټله ونیول شو. ویل کېږي هغه له کابله یوه الوتنه کې هلته رسېدلی و.

هغه دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې هر څه تر شا سیاسي انګیزه پرته ده. د هغه وکیل ویلي چې محکمې د دفاع مهم ټکي له پامه غورځولي او د دې پرېکړې په وړاندې به استیناف غواړي.

په نایروبي کې د دغې محکمې قاضي ویلي چې د امریکا استازي هغه هېواد ته د ښاغلي قدیر د سپارلو شرایط برابر کړي دي.

د دغې محکمې په بهیر کې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې استازی هم حاضر و.

پر ښاغلي قدیر یو تور د نشه‌يي توکو د قاچاق هم دی.

د دغې محکمې مشر قاضي بن مارک اېکوبي وویل "په ټولیز ډول، د پرېکړې لپاره درې اصلي موضوعات دي: لومړی دا چې ایا اړوند جرم د استرداد وړ دی که نه. دویم دا چې ایا د استرداد ردولو لپاره قانوني دلایل شته که نه، او دریم: ایا د کینیا او غوښتونکي هېواد ترمنځ د استرداد تړون یا هوکړه لیک شته که نه."

قاضي د خپل حکم پر دوام وویل "زما له نظره او د ترسره شویو څېړنو له مخې، زه تشخیصوم چې غوښتونکي لوري اړین شرایط پوره کړي دي نو ځکه، زه غوښتنه د دلیل وړ او پر ځای ګڼم او د نیولو حکم تاییدوم او په دوام کې حکم کوم چې تورن کس دې وسپارل شي او د لګول شویو تورونو په اړه د ځواب ویلو لپاره دې متحده ایالاتو ته واستول شي. دا د محکمې رایه ده."

کینیا

د ظاهر قدیر وکیل بي بي سي ته وویل چې دوی هیله بایللې؛ خو له دې سره سره به د استیناف غوښتنه وکړي.

"د استیناف غوښتنې لپاره موږ ۱۵ ورځې وخت لرو. که دا کار ونه کړو، هغه به امریکا ته وسپارل شي. خو موږ بیړه لرو چې غوښتنه وړاندې کړو. هیله لرم چې ژر تر ژره یې وکړو. د هغه بهیر په ستره محکمه کې پیليږي. زموږ په اند محکمې څو موارد له پامه غورځولي. له دې جملې څخه دا چې دا موضوع د ظاهر قدیر پر وړاندې یوه سیاسي دسیسه ده. نو زموږ په باور که موږ ته دا فرصت په لاس راشي چې خپلې څرګندونې په ستره محکمه کې بیان کړو، زموږ په باور، ستره محکمه به احتمالا زموږ خبرې واوري او د نن ورځې حکم به لغوه کړي."

د محکمې له اوسني حکم وروسته به ښاغلی قدیر د پولیسو له توقیف‌ځایه زندان ته ولېږدول شي.

دا په دې مانا ده چې پر هغه به محدودیتونه ډیر شي لکه دا فرصت چې له دې وړاندې یې له توقیف‌ځایه بهر یو ساعت د تلیفون کولو وخت درلود.

ویل شوي چې که د محکمې دا حکم عملي شي او امریکا ته وسپارل شي، ښاغلی قدیر به په نیویارک کې په یوه محکمه کې د امریکا لخوا پرې د لګول شویو تورونو په تړاو محاکمه کېږي.

بي بی سي ته ویل شوي پر ظاهر قدیر دغه تورونه د ۲۰۲۴ کال د نومبر او ۲۰۲۵ مارچ اړوند دي. تېر کې داسې انګېرل کېده چې ښايي پر هغه افغانستان کې د امریکا د حضور مهال تورونه پورې شوي وي. خودا لا روښانه نه ده چې د قاچاق تورونه پر ښاغلي قدیر افغانستان کې دننه اوکه بهر لګول شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي، کابل کې د ظاهر قدیر د کورنۍ له غړو سره کتلي او د مرستې ډاډ یې ورکړی دی. بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي قطر کې د طالبانو حکومت د استازو له لوري د کینیا سفارت ته یو لیک سپارل شوی او ترې د ظاهر قدیر د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

ظاهر قدیر پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته ننګرهار کې د امریکا په ملاتړ فعالیتونه کول، پلار یې حاجي قدیر یو مهال د ننګرهار والي او بیا د فواید عامې وزیر و چې د ۲۰۰۲ کال په جولای کې کابل کې یوه غلچکي برید کې ووژل شو.

د پلار له مرګ وروسته ظاهر قدیر چې پخوا یې پوځي او امنیتي دندې ترسره کړې وې ولسي او سیاسي فعالیتونو ته مخه کړه. نوموړي په پارلماني ټاکنو کې له ننګرهاره ولسي جرګې ته نوماند له بریا وروسته د ولسي جرګې د مرستیالۍ څوکۍ ته هم ورسېده.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره هغه افغانستان کې پاتې شو او نورو ډېرو سیاستوالو په څېر له هېواد ونه ووت.

د اپرېل پر شلمه رسنیو رپوټ ورکړ چې ظاهر قدیر کینا کې نیول شوی. وروسته بي بي سي ته معلومه شوه چې هغه د نایروبي په سفاري‌پارک هوټل کې د اوسېدو له خونې نیول شوی.

له خپله کوره پنځه زره کیلومتره لېرې، په نایروبي کې یې لا یوه ورځ نه وه تېره شوې چې له تورونو سره مخامخ شو او تر محکمې ورسېد.

د ښاغلي قدیر وکیل، اومیګا اوچینګ د خپل موکل د دویمې محاکمې له پای ته رسېدو وروسته بي‌بي‌سي ته ویلي وو، پر هغه امریکا ته د مخدره توکو او وسلو د قاچاق تورونه پورې شوي دي.