د اروپا ملتونو فوټبال غوره لیګ: پرتګال اسپانیا ته پایلوبه کې له ماتې ورکولو وروسته اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، Reuters
د اروپايي ملتونو فوټبال غوره لیګ پایلوبه کې بری د پرتګال په برخه شو. پرتګال لوبډله د ګاونډي هېواد اسپانیا له لوبډلې سره پایلوبه کې ولوبیده او د پنالټي ګولونو له لارې یې ۵-۳ بریا خپله کړه.
دواړه لوبډلې په نیمه پایلوبه کې فرانسې او جرمني لوبډلو ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته رسېدلې وې، چې پر یکشنبه د جرمني مونیخ ښار په لوبغالي کې وشوه.
د اسپانیا لپاره مارټین زوبیمنډي د لوبې په ۲۱ دقیقه کې ګول وکړ، خو یوازې پینځه دقیقې وروسته نونو منډز لوبه په یوه-یوه ګول برابره کړه.
په ۴۵ دقیقه کې اسپانیا یو ځل بیا مخکې شوه او دا ځل مایکل اویارزابال مخکښ و، خو دې مخکښتوب هم ډېر دوام ونه کړ.
د فوټبال مشهور ستوري او د پرتګال لوبډلمشر کریستیانو رونالډو په ۶۱ دقیقه کې لوبه یو ځل بیا برابره کړه.
رونالډو د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې له میدانه بهر او تبدیل شو، خو خپل مهم رول یې سرته رسولی و، چې د سیالې لوبډلې د بریا مخه ونیسي.
دا په دې سیالیو کې د ۴۰ کلن رونالډو اتم ګول و، چې تېر دوه نیم کلونه یې د سعودي عرب غوره لیګ کې د النصر لوبډلې لپاره لوبه کوله.
د لوبې تر معمول وخت ۹۰مې دقیقې پورې لوبه همداسې پاتې شو، چې پایلوبه اضافي وخت ته ورسېږي.
په نیم ساعت کې بیا هېڅ یوه لوبډله و نه توانېده ډېر جدي وضعیت رامنځته کړي او بالاخره لوبه د پنالټي ګولونو پړاو ته ورسېده.








