د امریکا کانګریس او سپینې ماڼۍ افغانانو ته د کډوالۍ د ۱۲ زره نورو ځانګړو وېزو د ورکړې په هکله هوکړه کړې

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

د امریکا کانګریس مشرانو او سپینې ماڼۍ افغانانو ته د کډوالۍ د ۱۲ زره نورو ځانګړو وېزو یا (SIV) د ورکړې په اړه هوکړه کړې ده.

امریکايي رسنیو د کانګریس د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک‌کال له خولې راپور ور کړی چې سپینې ماڼۍ او د کانګرس مشرانو هغو افغانانو ته چې له متحدو ایالتونو سره یې مرسته کړې، د ۱۲زرو وېزو ورکولو په اړه موافقه کړې او موده یې هم تر ۲۰۲۶ کاله غځول شوې ده.

د امریکا د میلېټري ویبپاڼې د خبر له مخې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو او ژباړونکو د ایستلو ملاتړې ادارې او پروګرام ویلي چې دا وېزې د حکومت په نوې بودیجه کې منل شوې دي.

د امریکا کانګریس د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې له امریکايانو سره کار کړی و، ۳۸ زره او ۵۰۰ ویزې ځانګړې کړې وې چې د بهرنیو چارو وزارت په خبره یې له ډلې یې کابو ۸ زره ویزې پاتې دي او خبرداری یې ور کړی و چې د روان کال تر اګست، یا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو تر درېیمې کلیزې به ووېشل شي.

د امریکا له خوا افغانانو ته د ور کول کېدونکو ایس ای وي ویزو د شمېر او مهال زیاتوالي هغه افغانان خوشحاله کړي چې له میاشتو - میاشتو په درېیمو هېوادونو کې د دغو ویزو د ترلاسه کولو لپاره وخت تېروي، خو په شرایطو د برابرو افغانانو شمېر ته په کتو سره د دغو ویزو د شمېر د لا زیاتوالي غوښتنه کوي.

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا ته د افغان همکارانو د تخلیې د یوه ملاتړي بنسټ مشر شان وان ډایور د افغانانو لپاره د ۱۲ زرو نویو "ایس ای وې" ویزو د تاییدئ هر کلی کړی دی. '

نوموړي په همدې تړاو خپره کړې ی اعلامیه کې ویلي: "که څه هم زموږ د ټولو افغانو ملاتړو لپاره دا ویزې بسنه نه کوي، خو دا اقدام به موږ ته دا فرصت راکړي چې د امریکا په تر ټولو اوږده جګړه کې زموږ افغان همکارانو ته وښیو چې موږ هېر کړي نه دي."

د افغانانو لپاره امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو وېزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شو چې تر دمګړۍ ۳۸۵۰۰ افغانانو ته دا ډول ویزې ور کول شوې دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ وروسته لسګونه زره افغانان چې د بهرنیو ځواکونو ژباړونکي، د مخکېني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالانو او نور په کې شامل وو، د تخلیې په پروسه کې له افغانستانه و ایستل شول او ګڼ شمېر نور یې بیا د امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو د ویزو تر لاسه کولو لپاره پخپلو امکاناتو درېیمو هېوادونه ته ګډه شول.

د راپورونو له مخې، د یادو کسانو له ډلې لا هم په شرایطو برابر زرګونه افغانان د دویمو هېوادونو د ویزو تر لاسه کولو لپاره په درېیمو هېوادونه کې شپې او ورځې تېروي.