هغه شېبه چې یو سړی په اسټرالیا کې برېدګر بې وسلې کوي

د ویډیو تشریح،
هغه شېبه چې یو سړی په اسټرالیا کې برېدګر بې وسلې کوي

خبرداری: دا ویډیو خواشینونکې صحنې لري.

پر یکشنبه د اسټرالیا بونډي سمندرغاړه سیمه کې د ډزو یوه پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۹ نور په ټپي حال کې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

یوه عیني شاهد د پېښې په ځای کې ویډیو ثبت کړې، چې پکې یو سړی لیدل کېږي، چې هغه ټوپکوال سره ښکېل کېږي، چې ګومان کېږي، بریدګر دی او ټوپک ترې اخلي.

په یوه خبري غونډه کې د نیو ساوت ویلز پولیسو مشر کریس مانیس وویل، یو بریدګر وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.

بشپړ خبر دلته لوستلای شئ.