د بنګله دېش د صدراعظمۍ مخکښ نوماند له ۱۷ کاله جلاوطنۍ وروسته راستون شو

د عکس سرچینه، Reuters
طارق رحمان چې فکر کېږي، د بنګله دېش په راتلونکو ټاکنو کې به د لومړي وزارت لپاره تر ټولو مخکښ کاندید وايي، له ۱۷ کالو جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستون شوی دی.
دا ۶۰ کلن سیاستوال د بانفوذه ضیا کورنۍ اړوند او د مخکینۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا زوی دی.
بنګله دېش نېشنل ګوند (بي این پي) چې دی مشري کوي، د راتلونکي کال په ټاکنو کې د بریا په تمه دی. که بي این پي په دې ټاکنو کې تر ټولو ډېر اکثریت ترلاسه کړي، تمه کېږي چې طارق رحمان به د بنګله دېش نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شي، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په لندن کې اوسېده.
ښاغلی رحمان داسې حال کې هېواد ته ستنېږي، چې تېر کال د خورا پراخو احتجاجونو وروسته لومړۍ وزیره شیخ حسینه له هېواده ووتله او حکومت یې نسکور شو.
کله چې د شیخ حسینه واجد عوامي لیګ ګوند په واک کې و، د ښاغلي رحمان پر ضد د یو شمېر جنايي قضیو په لړ کې پوښتنې ګروېږنې روانې وې، خو د شیخ حسینه حکومت له ړنګېدو وروسته د ده پر ضد ټولې ثبت شوې قضیې هم له منځه لاړې.

د عکس سرچینه، Reuters
شیخ حسنه اوسمهال په هند کې جلاوطني تېروي، د ډېرو په اند ګومان نه کېږي، چې ګوند ته به یې په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړل شي، چې د بنګله دېش په تاریخ کې د یوه خورا مهم پړاو په نظر ورته کتل کېږي.
تېره میاشت د احتجاجیانو پر ضد تاوتریخوالي کې د دې د رول په تړاو بنګله دېش یوې محکمې هغه په غیاب کې د اعدام په سزا محکومه کړه.
د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې د شیخ حسینه حکومت پر ضد د محصلینو او زدکوونکو په مشرۍ احتجاجونو کې تر ۱۴۰۰ پورې کسان وژل شوي وو.
بل لور شیخ حسینه د بشر ضد جرمونو هغه تورونه رد کړي، چې په دې قضیه کې پرې لګول شوي وو.











