ملا عبدالغني برادر په رسمي سفر ایران ته تللی

ملا برادر او ايرانی چارواکی

د عکس سرچینه، IRNA

د طالبانو حکومت د لومړي‌ وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو پلاوی (د شنبې په ورځ) په یوه رسمي سفر ایران ته خوځیدلی.

د طالبانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي "ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران اسلامي جمهوریت ته د دې هېواد په رسمي بلنه تللی دی."

په خبرپانه کې نه دي راغلي چې نوموړي ته کله او د چا لخوا د دې سفر بلنه ورکړل شوې خو ایران یو له هغو هېوادونو دی چې په کابل کې فعاله دیپلوماتان لري او له طالبانو سره ښه راشه درشه لري.

په ایران کې د افغانستان سفارت هم طالب چارواکو ته سپارل شوی او ایران هم په کابل کې خپل سفارت پرانیستی ساتلی دی.

طالبانو ویلي، د دې سفر اصلي موخه دوه اړخیزې اړیکې او سوداګري بللې.

طالبان

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر ویلي "ملا عبدالغني برادر او او مل پلاوی به د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورت، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي."

همدارنګه طالبان لېواله دي چې د ایران دولت او د هغه هېواد خصوصي سکتور په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له ایرانه هم افغانستان ته ستنول کېږي، د سفر په اجنډا کې یې یادونه نه ده شوې.

کرنه، کانونه، ټرانسپورت او صنعتي سکتور هغه برخې دي چې طالبان یې په اړه ډېر وخت بهرني پانګوال پانګونې ته هڅوي او ورته د ښو امکاناتو برابرولو ژمنه ورکوي.

په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د بېلابېلو نورو وزارتونو استازي په دغه سفر کې د ملا برادر اخوند ملتیا کوي.

طالبان

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG

طالبانو نه دي ویلي چې دا څو ورځنۍ رسمي سفر دی او دا چې ملا برادر به له چا چا سره ګوري.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیال عبدالغني برادر یو له هغو کسانو دی چې د ملګرو ملتونو د سفر بندیزونو په نوملړ کې يې هم نوم شته خو نوموړی وخت نا وخت د سفرونو اجازه تر لاسه کوي.

د طالبانو دغه لوړپوړی چارواکی د اګست په میاشت کې ترکیې ته هم د نږدې یوې اونۍ په سفر تللی و، د هغه سفر اصلي موخه هم دوه اړخیزې اړیکې بلل شوې وې.

د هغه دفتر ویلي و چې په یاده کتنه کې د اقتصادي همکاریو په پراخېدو، سوداګرۍ او د کډوالو د موضوعاتو په ګډون په دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې شوې وې.